Mammal – تی لرونکي
د انګرېزۍ ژبې (Mammal) کلیمه د لاتیني ژبې له (mamma) اخیستل شوې او مانا یې تی ده. تی لرونکي شمزي لرونکي ژوي دي او د تی لرونکو کلاس (class Mammalia) جوړوي. ځانګړنه یې د تیانو مرغړي لرل دي کوم چې په ښځو کې شیدې تولیدوي تر څو خپل بچیان پرې تغذیه کړي، نیو کورټیکس لري – نیوکورټیکس په مغز کې یوه برخه ده؛ بڼکې یا وېښته لري او همداسې د غوږ په منځ کې درې هډوکي لري. دا ټولې ځانګړنې یې له مرغانو او خزندګانو جلا کوي. تی لرونکي تقریبا ۵۴۵۰ ډولونه لري. د تی لرونکو تر ټولو لویې ډلې شخوند وهونکي، په دوېمه کچه د اسمان څکالي او په درېمه کچه سوریکومورفا دي. بله ډله یې لومړني ژوي دي په کوم کې چې اېپ، انسان او بیزوګانې او داسې نور شامل دي. بله ډله د سیتارتیو دکتیلا ده نهنګان او بوټ لرونکي پکې شامل دي، بله ډله یې غوښه خوړونکي دي لکه پیشو، سپی او داسې نور…
په کلاډیسټیک کې کوم چې تکامل انعکاس کوي، تی لرونکي یې د اینډو تېرمیک امنیوټ په توګه ډلبندي کړي. تی لرونکي یوازیني په اوسمهال کې ژوندي سینپسیډا دي – سینپسیډا یو کلېډ ده کوم کې چې تی لرونکي او ورسره نږدې تړاو لرونکي هغه ژوي شامل دي چې نسلونه یې اوسمهال له منځه تللي د کومو چې نسلونه له ۳۲۳ میلیونه کاله او د ۳۰۰ میلیونه کلونو وړاندې ترمنځ له الوتونکو او په سینه څښېدونکو رامنځته شوي او له سورپسیډا (مرغانو او خزندګانو) سره یو ځای امنیوټا کلیډ جوړوي. لومړني سینپسیډ تی لرونکي چې د اوسنیو تی لرونکو پلرونه دي سفېناکوډونټ پیلیکوسور ګروپ وو کوم چې غېرې تی لرونکي ژوي دیمیترودون تولید کړل. د کاربني دورې تقریبا ۳۰۰ میلیونه کاله وړاندې له دې ژو څو نورې ډلې جوړې شوې کومو چې بلاخره د میسو زویک عصر په پیل کې پروټو تی لرونکي او یا تېراپسیډا رامنځته کړل. د عصري تی لرونکو ډلې د میسو زویک عصر په پالیوجېن او نیوجېن دورو کې رامنځته شوي کوم چې د الوت نه کوونکو ډایناسور پای وو او له ۶۶ میلیونه کاله مخکې تر اوسه پورې تی لرونکي د ځمکې واکمن ژوي شول.
تی لرونکي په دوه او څلور پښو ګرځېدونکي ژوي دي، په ځمکه، هوا، سمندر، ونو کې او د ځمکې لاندې ژوند کوي. تر ټولو کوچنی تی لرونکی څلور سانتي متره پورې اوږدوالی لري او د اسمان څکالي (bumblebee bat) ډول ده او تر ټولو غټ تی لرونکی ۳۰ متره اوږدوالی لري نیله نهنګ ده. تر ټولو کم عمر کوونکي شریو دي چې تر دوه کالو پورې ژوند کوي او تر ټولو زیات عمر کوونکي د نهنګ (bowhead whale) ډول ده کوم چې تر ۲۱۱ کالو پورې ژوند کولای شي. پرته له پنځه هګۍ اچونکو تی لرونکو یا مونوټرېم ټول تی لرونکي ژوندي بچی زېږوي. کوم تی لرونکي چې پیروان یا پرېوان لري د بلاربښت یا اومیندوارۍ موده کې له مور څخه جنین تغذیه کوي.
ډېری تی لرونکي کوم چې غټ مغز لري هوښیار دي، د ځان پېژندنې وړتیا لري، توکي کارولای شي. په غږ او نورو طریقو خپلمنځ کې خبرې کولای شي لکه د مرغړیو یا ادرارو د بوي په ذریعه، د خبرتیا د اشارې په ذریعه. تی لرونکي ټولنه هم جوړولای شي, یوازې ژوند کوونکي او د سیمې ټاکونکي هم دي. تی لرونکي مونوګاموس دي په دې مانا چې یوازې یوه جوړه خپله کې جنسي نزدیکت کوي پولي ګاموس دي په دې مانا چې یو نر له څو ښځو سره جنسي نزدیکت کوي او همداسې هره ښځه له بدل نر سره جنسي نزدیکت کوي، پولیاندروس دي په دې مانا چې یوه ښځه له څو نرانو سره جنسي نزدیکت کوي.
په نیولیتیک انقلاب کې انسانانو د خوړو لپاره ښکار کول، وروسته یې په فارمونو کې د خوړو د سرچینې په توګه کارول. فارمونه جوړول د دې لامل شول چې کوچیان نور کډوال نشي او خپل استوګنځایونه جوړ کړي، ډلې ترې جوړې شي او له یو بل سره په چارو کې ګډون وکړي چې بلاخره د تمدن رامنځته کېدو ته یې لار هواره کړه.همداسې د انسان لپاره په کرنې، ټرانسپورټ او نورو چارو کې د ځواک سرچینه وه او ده. له دې پرته یې انسان له پوستکي، وړۍ، غوښې او شیدو ګټه اخلي. له پالیولیتیک وخت څخه په هنر کې انځور شوي، په مذهب، ادبیاتو، افسانو او فلمونو کې یې هم اړین رول لرلای. د ډېرو د نسل له منځه تلنې لامل هم انسان ده چا چې تل په غېرې قانوني توګه ښکار کړي او یا یې د ژوند لپاره د تی لرونکو چاپېریال له منځه وړی په ځانګړې توګه ځنګل وهنې یې د نسل له منه تللو کې زیاته مرسته کړې.
ډلبندي
له کله چې کارل لینائوس د تی لرونکو کلاس تعریف کړ له هماغه وخته تی لرونکي څو ځله ډلبندي شول خو هېڅ یوه ډلبندي په نړیواله کچه ونه منل شوه. په ۱۹۹۷کې اېم سي کېنا او بېل او په ۲۰۰۵ کې وېلسن او ریډر ګټور او لنډ مالومات چمتو او خپاره کړل. جورج ګېلورډ سیمپسون په ۱۹۴۵ کې په سیستماتیکه توګه تی لرونکي ډلبندي کړل او د تی لرونکو ترمنځ یې خپلمنځي تړاو تشریح کړ کوم چې د ۲۰ پېړۍ تر پای پورې په نړیواله کچه منل شوی وو. له سیمپسون وروسته بیا ځلې په ډلبندي کې زیات پړاونه او بحثونه رامنځته شول او یوې برخې یې چې د کلاډیسټیک له نوو اصولو سره ډلبندي شول بلاخره د سیمپسون ډلبندي بې اعتباره کړه.
اوسنۍ ډلبندي کې ډېر تی لرونکي د پیروان یا پرېوان لرونکو له ګروپ سره تړاو لري. تر ټولو لویه ډله چې زیات ډولونه لري شخوند وهونکي دي او په دې ډله کې مږې، موږکان، پورکوپین، د اوبو کوچنډیان او کاپیبارا شامل دي، دوېمه ډله کیروپتېرا ده په دې ډله کې اسمان څکالي شامل دي، په سوريکومورفا ډله کې شریو، سارایي موږکان او سولېنودون شامل دي نورې درې لویې ډلې یې لومړني ژوي دي او په دې ډله کې اېپ، بیزوګانې او لېمور شامل دي، په سېتارتیو دکتیلا ډله کې نهنګان او بوټ لرونکي ژوي دي په غوښه خوړونکو کې پیشوګانې، سپیان، یږه او ورته ژوي ډلبندي شوي. تر ۲۰۰۶ کال پورې د تی لرونکو ټول ۵۴۱۶ ډولونه پېژندل شوي وو ټول ډولونه په ۱۲۲۹ په نسلولون کې، ۱۵۳ کورنیو او ۲۹ ډلو کې ځای شوي. تر ۲۰۱۸ کال پورې د تی لرونکو ټول ۶۴۹۵ ډولونه وپېژندل شول.
اد ېم سي کېنا او بېل ډلبندي
په ۱۹۹۷ کې یې د (Classification of Mammals above the Species Level) په نامه کتاب کې د تی لرونکو ډلبندي ته بیا کتنه وکړه او د ډول له کچې پورته یې په سیستماتیکه ډلبندي او د ټولو تی لرونکو تر منځ اړیکه او رامنځته کېدنه خپره کړه. ځینې مالومات یې مالیکولي مالوماتو ننګولي.
ډلبندي یې لاندې وګورئ
Class Mammalia
- Subclass Prototheria: monotremes: echidnas and the platypus
- Subclass Theriiformes: live-bearing mammals and their prehistoric relatives
- Infraclass †Allotheria: multituberculates
- Infraclass †Eutriconodonta: eutriconodonts
- Infraclass Holotheria: modern live-bearing mammals and their prehistoric relatives
- Superlegion †Kuehneotheria
- Supercohort Theria: live-bearing mammals
- Cohort Marsupialia: marsupials
- Magnorder Australidelphia: Australian marsupials and the monito del monte
- Magnorder Ameridelphia: New World marsupials. Now considered paraphyletic, with shrew opossums being closer to australidelphians.
- Cohort Placentalia: placentals
- Magnorder Xenarthra: xenarthrans
- Magnorder Epitheria: epitheres
- Superorder †Leptictida
- Superorder Preptotheria
- Grandorder Anagalida: lagomorphs, rodents and elephant shrews
- Grandorder Ferae: carnivorans, pangolins, †creodonts and relatives
- Grandorder Lipotyphla: insectivorans
- Grandorder Archonta: bats, primates, colugos and treeshrews
- Grandorder Ungulata: ungulates
- Order Tubulidentata incertae sedis: aardvark
- Mirorder Eparctocyona: †condylarths, whales and artiodactyls (even-toed ungulates)
- Mirorder †Meridiungulata: South American ungulates
- Mirorder Altungulata: perissodactyls (odd-toed ungulates), elephants, manatees and hyraxes
- Cohort Marsupialia: marsupials
د مالیکولي مالوماتو پر بنسټ یې ډلبندي لاندې وګورئ
Group I: Superorder Afrotheria
- Clade Afroinsectiphilia
- Order Macroscelidea
- Order Afrosoricida
- Order Tubulidentata
- Clade Paenungulata
- Order Hyracoidea
- Order Proboscidea
- Order Sirenia
Group II: Superorder Xenarthra
- Order Pilosa
- Order Cingulata
Group III: Magnaorder Boreoeutheria
- Superorder: Euarchontoglires (Supraprimates)
- Grandorder Euarchonta
- Order Scandentia
- Order Dermoptera
- Order Primates
- Grandorder Glires
- Order Lagomorpha
- Order Rodentia
- Grandorder Euarchonta
- Superorder: Laurasiatheria
- Order Eulipotyphla: shrews, hedgehogs, moles, solenodons
- Clade Scrotifera
- Order Chiroptera
- Clade Fereuungulata
- Clade Ferae
- Order Pholidota
- Order Carnivora
- Clade Euungulata
- Order Cetartiodactylaungulates, including pigs, cattle, deer and giraffes
- Order Perissodactyla
- Clade Ferae
|
|
---|---|
|
Comments
So empty here ... leave a comment!