Mammary alveolus – د تي الویلوس

په انګریزۍ کې (mammary) مانا (د تي) یا له تي سره تړاو لرونکی دی. د (alveolus) مانا جوف ده، جمع یې (alveoli) ده. د تیانو په مرغړیو کې کوچنۍ کیسه یا جوف دی، د شیدو د تولید ځای دی. د همدې کیسې غنچې ته د تیانو کوچنۍ نرمۍ (mammary lobules) نوم اخلي. په هر تي کې له ۱۵ تر شلو پورې موجود وي. دا وړې نرمۍ شیدې د شیدو په کانال کې تخلیه کوي او د تیانو له سرونو بهر وځي.
Sidebar



Share
Hide Buttons