Maned rat – تاج لرونکی موږک
علمي نوم یې (Lophiomys imhausi) ده. د ختیځې افریقا شخوند وهونکی ژوی ده. اوږده وېښته او ببره لکۍ لري. د بدن رنګ کې د سپینو تورو وېښتو کرښې لري. وزن یې تر ۲.۷ کیلو ګرامه پورې او اوږدوالی له ۲۵ تر ۳۶ سانتي متره پورې رسیږي. د بدن لنډ غړي، واړه غوږونه لري. د تنې لاندې برخه یې خړ رنګه سپین رنګ لري. د سوډان د سوېل په وچو ځنګلونو کې، ، په اېتوپیا کې او د تانزانیا په لرګي لرونکو غرونو کې پیدا کیږي. په اېتوپیا کې په مختلفو چاپېریالونو کې ژوند کوي، د سمندر له سطحې نیولې تر ۳۳۰۰ متره پورې لوړو سیمو کې پیدا کیږي.
د شپې لخوا ژوند کوونکی ده. د ختلو ښه وړتیا لري خو ډېر ورو خوځښت کوونکی ده. د ورځې لخوا د ډبرو په چاودونو کې، د وچو شوو ونو په سوریانو او ریښو کې پټیږي. خواړه یې پاڼې او میوې دي خو په بندو ساتل شوو ځایونو کې غلې، ریښه لرونکې سبزي، غوښه او حشرې هم خوري. د خوړو پر وخت په دوه پښو کیني او په دوه مخکینیو پښو خواړه نیسي. یو بچی زېږوي.
د شخوند وهونکو په (Rodentia) ډله کې، د ریښتینو مږو او موږکانو په موریډای کورنۍ (Muridae) کې لوفیو مي اینای فرعي کورنۍ (subfamily Lophiomyinae) غړي دي.
Comments
So empty here ... leave a comment!