Maned wolf – تازي لیوه
د ډول علمي نوم یې (Chrysocyon brachyurus) ده. د سپي له کانیدای کورنۍ (family Canidae) سره تړاو لري. د جنوبي امریکا په هوارو سیمو کې پیدا کیږي. ګیدړې ته ورته سر لري، اوږده سره وېښته، تورې پښې او ولاړ غوږونه لري. د اوږدوالي کچه یې ۱۲۵ – ۱۳۰ سانتي متره پورې پرته له ۳۰–۴۰ سانتي متره اوږدې لکۍ رسیږي. په وږو کې یې د قد لوړوالی تر ۷۵ سانتي پورې امکان لري او تقریبا تر ۲۳ کیلو ګرامه پورې کوي. د شپې لخوا فعال وي او خواړه یې حشرې، نباتي ماده ده په مېږو برید کوي خو له انسان څخه تېښته او لرېوالی کوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!