Marans – مران چرګان
فرانسې له هند او اندونیزیا څخه د جنګ لپاره چرګان وارد کړي وو او له همدې چرګانو څخه تر لاسه شوی نسل یې له کروډ لنګشن نسل سره یو ځای کړ پایله یې د چرګانو مران نسل شو. د چرګ وزن یې تر ۴ کیلو ګرامه او د چرګې تر ۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. په ۹ رنګونو کې پیدا کیږي. په لوند چاپېریال کې ښې هګۍ کوي.
