Marmot – غټ ځمکنی نولی

د مرموتا نسل (genus Marmota) جوړوي. د ځمکني د نولي ۱۴ ډولونه دي. په بنسټیزه توګه په شمالي امریکا او اوراسیا کې پیدا کیږي. وزن یې له ۳ تر ۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له ساړه چاپېریال سره بلدتیا لري. لنډې پښې او د کیندلو لپاره ځواکمنې منګولې لري. اوږدوالی یې له ۳۰ تر ۶۰ سانتي متره پورې وي، لکۍ یې له ۱۰ تر ۲۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. د بدن رنګ یې زېړ رنګه نسواري، سور نسواري، تور یا خړ او سپین ګډ شوی رنګ لري.
 
د مکسیکو په شمال کې، په اوراسیا کې د اروپا له الپ غرونو تر د مرکزي اسیا شمال پورې او د سایبیریا په شمال ختیځ کې ژوند کوي. په لوړو هوارو او یا د غرونو لمنو سره په هوارو وښیزو سیمو کې ژوند کول خوښوي. ټول خپله سمڅې جوړوي او ژوند پکې کوي. خپل غارونه په ګړنګونو او پیچومو کې جوړوي تر څو له ښکاري ژو د ځان ساتنه وکړي. که چېرې دخطر احساس وکړي شېلک ته ورته غږ کوي او خپلو غارونو ته ننوځي. د ورځې لخوا فعال وي او ټول په شنو ځان تغذیه کوي. د شخوند وهونکو په ډله کې د سکیوریډای کورنۍ (family Sciuridae) غړي دي.
Marmot-edit1
A marmot seen on top of Mount Dana, Yosemite, CA, USA. Photo by  Inklein

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons