Marsupial – کڅوړه لرونکي یا نا بشپړ پیدا کېدونکي تی لرونکي

تر ۲۵۰ زېات ډولونه دي د مېتاتېریا انفرا کلاس (infraclass Metatheria) سره تړاو لري, دا کلاس ځینې وخت د مارسوپیالیا (Marsupialia) په نامه هم یادوي. (انفرا کلاس د طبقه بندۍ په ساینس کې یوه وېشنیزه یا کټګورۍ ده چې د فرعي کلاس څخه لاندې صف یا ډله کیږي).
 
د تی لرونکو یوه ډله ده چې بچیان یې مخکې له مودې پیدا کیږي (premature birth) او له پیدا کېدو وروسته د مور په سینې پسې نښتي وي تر څو بشپړ وده وکړي. مور یې په خېټه کې یو ډول کیسه یا کڅوړه (pouch) لري چې د مارسوپیوم (marsupium) په نامه یادیږي: دا کڅوړه د پوستکي جوړه شوې ده په کومه کې چې دا بچیان تر بشپړ ودې کولو ساتل کیږي. دا پوښ یا کیسه د دې تی لرونکو تیان هم پوښلي وي له کوم چې بچیان خپل ځان تغذیه کوي. په ځینې ډولونو کې یې تیان له دې کیسې بهر وي.
 
د دې ژوو ۲۰۰ ډوله په استرالیا کې پیدا کیږي چې په نیو ګینې، استرالیا او ورسره نښتو ټاپو ګانو کې خپاره شوي او د دې سیمې هغه تی لرونکي ګڼل کیږي چې اصلي ځای یې استرالیا ده. غټ او واړه لري غټ ډولونه یې لکه کانګرو (kangaroo)، ولابي یا واړه کانګرو (wallaby)، خرس ته ورته ومبټ (wombat) او کوالا (koala) دي، همداسې واړه ډولونه هم لري چې ډېر یې غوښه خوړونکي (carnivorous) دي لکه تاسماني شیطان (Tasmanian devil) چې د دې ډلې لویه برخه جوړوي.
 
تقریبا ۷۰ ډوله یې په جنوبي او مرکزي امریکا کې پیدا کیږي، یو ډول یې په ویرجینیا کې چې د اوپوسم (opossum) نامه ده ژوند کوي چې اوسمهال تر کاناډا پورې خپاره شوي. په فزیکي توګه تر ټولو غټ او زېات وزن سور کانګرو (red kangaroo) لري. نر یې تر ۲ متره (۶.۶ فټه) پورې لوړ وي او له اوربوز تر د لکۍ څوکې پورې ۳ متره (۱۰ فټه) اوږدوالی لري، وزن یې ۹۰ کیلو ګرامه (۲۰۰ پونډه ) ته رسیږي. تر ټولو واړه یې پلانیګال (planigales) دي تر ۱۲ سانتي متره (۴.۷ انچه) پورې اوږده دي. د نا بشپړ پیدا کېدونکو ژوو د بدن کچه له نولي چې ډانګلکی (squirrel) هم ورته وایي نیولې تر د سپي د بدن کچې پورې شته.
 
مارسوپیل مول ( marsupial moles) یې ځواکمنې پنجې لري او په ځمکه کې غارونه د خوړو موندلو او استوګنځي لپاره باسي. په ځمکه ژووند کوونکي ډولونه یې لکه کانګرو او ولابي ځواکمنې وروستۍ پښې لري کومې چې د کاڼو یا نورو توکو د ویشتلو لپاره د توغونکې الې (catapults) په توګه هم کاروي. ورو ګرځېدونکي (glider) په ونو کې ژوند کوونکي (arboreal) دي، دوه اړخونو یا څنګونو کې غشا لري چې له مخکنیو او وروستیو پښو سره نښتي وي او دې ژوو ته وړټیا ورکوي چې د ونو له پاسه لوړوالي لاندې را کوز شي. ځینې مارسوپیل لکه د ونې کانګرو (tree kangaroo)، کوالا (koala) او ځینې کوسکوس (cuscuse) د ژوند ډېره موده په ونو کې تېروي، د اوبو اوپوسم چې یاپوک ( water opossum, or yapok) هم ورته وېل کیږي نیمه اوبلن (semiaquatic) ژوی ده.
 
ډېری ډاسیورېډ (dasyurid) حشرې او واړه نور حیوانات خوري، ډونارټ (Dunnart) بې اندازې فعال دي څومره چې انرژي ضایع کوي همدومره بېرته خوړو ته اړتیا لري او حشرې خوري، نم بټ (numbat) لکه د چونجي په څېر ژبه لري او مېږی خور ده، د استرالیا ډېر پوسم (possum) او د امریکا اوپوسم دواړه بوټي او حشرې خوري، شات پوسم (honey possum) بیا د ګلانو شیره خوري.
 
مارسوپیل له عصري تی لرونکو کم هوښیار دي او یو لامل یې د مارسوپیل ساده د مغز سیستم ده. د عصري تی لرونکو سره یې مغز پرتله شوي: په حجم جوړښت کې ډېر توپیر سره لري، د مارسوپیل مغز کورپوس کالوسم (corpus callosum) هم نلري (کورپس کالوسم په مغز کې یوه برخه ده چې دمغز دوه نیمې کرې سره نښلوي) خو د عصري تی لرونکو مغز کورپس کالوسم لري. له دې پرته د مارسوپیل مغز د مارسوپیل د بدن په پرتله ډېر وړوکی ده او بدن یې ډېر غټ ده. اواز یې له عصري تی لرونکو سره توپیر لري اواز یې هم بشپړ او توپیر لرونکی نده بلکې یوازې لنډ د غصې یا خوښۍ اواز کوي او لکه د نورو تی لرونکو په څېر بشپړ او توپیر موندونکی نده.
 
ټولنیز چلند یې هم له نورو تی لرونکو سره توپیر لري ځینې یې یوازې او ځینې ګیا خوړونکي یې لکه کانګرو او ولابي په ډله کې ځان څروي خو دغه یو ځای ډله څرېدل کوم ټولنیز چلند نده ځکه چې نه کوم مشر او نه کوم رهبر لري او نه یې هدایت ته پام کوي مګر نور زېات تی لرونکي مشر یا رهبر لري چې د هغه لخوا د نورو چلند کنټرول کیږي. یوازې واړه ګلېډر (glider) په دوامدره توګه سره ډله کیږي.
په انګریزۍ کې د کانګرو او ولابي ډلې ته موب (mobs) وېل کیږي.
 
د ژوند دورې یې له نورو تی لرونکو سره توپیر لري او ډېر وخت ګمان کېده چې دا ژوي لمړني دي. د ښځې د رحم یا بطن دوره چې پښتو کې زیلانځۍ دوره ورته وېل کیږي (uterine cycle) د ترشح مرحله (secretory phase) نلري او همداسې د جنین (embryo) لپاره د زېلانځای دیوال نده اختصاص شوې. (اېمبري یو یا جنین د ودې په حال کې نا پیدا شوي بچي یا هګۍ ته وایي زېلانځای مور په خېټه کې هغې برخې ته وایي چېرې چې جنین یا نا پیدا شوی ژوند کوي). همداسې په باندی کووټ (bandicoot) ډول کې یې یوه موقتي پله سینتا (placenta) یا په خېټه کې د جنین تغذیه کوونکی غړی موجود وي. (پله سینتا د مور په خېټه کې هغه غړي ته وایي له کوم سره چې د جنین یا نا پیدا شوي کوچني نو نښتی وي او ځان ترې تغذیه کوي).
په هر مارسوپیل کې د رحم یا زېلانځ په داخل کې د ودې (intrauterine development) موده توپیر لري له ۱۲ تر ۳۸ ورزو پورې اټکل شوې. بچیان یې د ودې په حال کې جنیني حالت (embryonic condition) کې پیدا کیږي. کوم مارسوپیل چې په خېټه کې کیسه یا کڅوړه (pouch) لري بچیان یې خپله همدې کیسه یا کڅوړه کې ځان پټوي او کوم یې چې نلري یوازې د تي سر (teat) پورې ځان نښلوي. بچیان یې له څو اوونیو تر څو هفتو پورې د ودې په حال کې وي او له هغې وروسته خپله خپل خیال ساتي.
  • Superorder Ameridelphia
    • Order Didelphimorphia (93 species)
      • Family Didelphidae: opossums
    • Order Paucituberculata (seven species)
      • Family Caenolestidae: shrew opossums
  • Superorder Australidelphia
    • Order Microbiotheria (one species)
      • Family Microbiotheriidae: monito del monte
    • Order †Yalkaparidontia (incertae sedis)
    • Order Dasyuromorphia (75 species)
      • Family †Thylacinidae: thylacine
      • Family Dasyuridae: antechinuses, quolls, dunnarts, Tasmanian devil, and relatives
      • Family Myrmecobiidae: numbat
    • Order Notoryctemorphia (two species)
      • Family Notoryctidae: marsupial moles
    • Order Peramelemorphia (24 species)
      • Family Thylacomyidae: bilbies
      • Family †Chaeropodidae: pig-footed bandicoot
      • Family Peramelidae: bandicoots and allies
    • Order Diprotodontia (137 species)
      • Suborder Vombatiformes
        • Family Vombatidae: wombats
        • Family Phascolarctidae: koalas
        • Family †Diprotodontidae: Giant wombats
        • Family †Palorchestidae: Marsupial tapirs
        • Family †Thylacoleonidae: marsupial lions
      • Suborder Phalangeriformes
        • Family Acrobatidae: feathertail glider and feather-tailed possum
        • Family Burramyidae: pygmy possums
        • Family †Ektopodontidae: sprite possums
        • Family Petauridae: striped possum, Leadbeater’s possum, yellow-bellied glider, sugar glider, mahogany glider, squirrel glider
        • Family Phalangeridae: brushtail possums and cuscuses
        • Family Pseudocheiridae: ringtailed possums and relatives
        • Family Tarsipedidae: honey possum
      • Suborder Macropodiformes
        • Family Macropodidae: kangaroos, wallabies, and relatives
        • Family Potoroidae: potoroos, rat kangaroos, bettongs
        • Family Hypsiprymnodontidae: musky rat-kangaroo
Marsupialia
Marsupialia By LittleJerry
Sidebar



Share
Hide Buttons