Mary of Guise – د ګیز ماري
د ۱۵۱۵ کال، د نومبر په ۲۵ نېټه په (Bar-le-Duc, Duchy of Bar) کې زېږېدلې. د ۴۴ کلنۍ په عمر په ۱۵۶۰ کال کې، د جون په ۱۱ نېټه، په (Edinburgh Castle, Scotland) کې مړه شوې. د ۱۵۶۱ کال د جولای میاشت کې خاورو ته سپارل شوې. لمړی واده یې له (Saint Pierre de Reims) سره کړی وو او دوېم واده یې د سکاټلنډ له پاچا پنځم چارلز سره وکړ. پلار یې (Claude, Duke of Guise) او مور یې (Antoinette de Bourbon) وه. د ګیز د ماري بل نوم (Mary of Lorraine) دی.
له ۱۵۵۴ کال څخه تر خپل مرګ پورې یې د پاچا پر ځای پر سکاټلنډ واک لره. په شپاړسمه پېړۍ کې یې د فرانسې په سیاست کې اړین رول لرلای. د ماري له امله کوچني سکاټلنډ له ځواکمنې کتولیک فرانسې سره ټلواله جوړه کړې وه. په دې وخت کې سکاټلنډ غوښتل د انګلستان د واک لاندې ونه اوسي کوم چې د کتولیک عیسویانو ضد وو خو ماري په پای کې ونه توانیده چې د پروتستانو د اصلاح شوي انجیل مخه په سکاټلنډ کې ونیسي.
Comments
So empty here ... leave a comment!