MBB/Kawasaki BK 117 – اېم بي بي / کاواساکي بي کې ۱۱۷
وړه د دوه ماشینونو لرونکې، د ټرانسپورټ لپاره چورلکه ده. د جرمني اېم بي بي شرکت او د جاپان کاواساکي شرکت په ګډه جوړه کړې. اېم بي بي شرکت وروسته ډیملر بېنز واخیسته او ممکن وروسته د یوروکاپټرز برخه شوې وي، د یورو کاپټرز اوسنی نوم اېربس هیلیکوپټرز دی. د ۱۹۷۷ کال د فېبروري په ۲۵ نېټه کاواساکي او اېم بي بي شرکتونو د همکارۍ تړون لاسلیک کړ تر څو دواړه د وړې، دوه ماشینونو لرونکې چورلکې جوړلو یوازې هڅې بس کړي او په ګډه د یوې نوې چورلکې جوړولو پلان جوړ کړي.
د پروژې لګښت دواړو سم نیم په غاړه اخیستی وو. په چورلکه کې چارې یې په دوه برخو ووېشلې او هر شرکت چې په کومو برخو کې تجربه لرله د جوړولو بهیر یې په غاړه واخیست. اېم بي بي شرکت مخکې بي او ۱۰۵ په نوم چورلکې څرخ جوړ کړی او تجربه یې پکې لرله، همداسې یې د ډاینامیک سیستمونو او د الوتنې د کنټرول سیستمونو د جوړولو دنده په غاړه واخیسته. کاواساکي یې د تنې، د جوړښتي عناصرو او ځینو نورو برخو په جوړولو پیل وکړ. د ۱۹۷۹ کال د جون په ۱۳ نېټه د اېم بي بي شرکت لخوا په لمړۍ جوړې شوې چورلکې د ازموینې الوتنه د جرمني د باواریا په اوتوبرن کې ترسره شوه. څو میاشتې وروسته د ۱۹۷۹ کال د اګسټ په ۱۰ نېټه، کاواساکي هم په لمړۍ جوړې شوې چورلکې د ازموینې الوتنه د جاپان د چوبو ولایت په ګیفو سیمه کې وکړه.
هر شرکت د برخو د نصب لپاره خپله سیمه وټاکله. په کابین کې یې د مخلتفو موخو لپاره چوکۍ نصب کېدای او بدلېدای شي. همداسې د چورلکې د تولید مختلف ډولونه د مختلفو موخو لپاره کارېدلای شي لکه د هوایي کرېن په توګه، د وزن د انتقال لپاره، د امنیتي ادارو لخوا د امنیت او ګزمې لپاره، د پوځونو لخوا د ټرانسپورټ لپاره، د هوایي امبولانس، د لټون او ژغورنې لپاره کارېدلي. په ۱۹۹۰ لسیزه کې یې مارکېټ کې ښه ځای لره او ډېر پېرودونکي یې لرل.
د ډېرې سپکې چورلکې لپاره دوه ماشینونه، زیات ځای لرونکی د تنې جوړښت، په چورلکه کې دوه دروازو د دې وړتیا ورکړې چې د مختلفو موخو لپاره وکارول شي. د زیات ځای لرلو له امله د هوايي امبولانس په توګه اغیزمنه چورلکه ده. تنه یې په ډبلو میخونو نصب شوې وسپنه ده او کمپوزېټ توکي پکې ډېر کم کارېدلي.
د تولید ډولونه
- BK 117 P-2 (D-HBKA)
- د جرمني لمړۍ لپاره لمړۍ تولید شوې چورلکه وه، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۹ کال د جون په ۱۳ نېټه کړې اوسمهال میوزیم کې ولاړه ده
- BK 117 S-01 (D-HDRF)
- د پلور لپاره تر تولید مخکې ډول دی
- BK 117 P-3/P-5 (JQ0003)
- د پلور لپاره تر تولید مخکې ډول دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۷۹ کال د اګسټ په ۱۰ نېټه کړې، اوسمهال د جاپان په کاکامیګاهارا هوایي میوزیم کې ولاړه ده
- BK 117 A-1
- دوه (Lycoming LTS 101-650B-1) ماشینونه پکې نصب وو، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۸۲ کال د اپرېل په ۲۳ نېټه کړې
- BK 117 A-3
- کارونه یې د ۱۹۸۵ کال په مارچ کې پیل شوې، د لکۍ څرخ یې غټ وو او تر نورو یې د څرخ پرو کې ښه والی رامنځته شوی وو، د الوتنې لپاره وزن یې تر ۳۲۰۰ کیلو ګرامه پورې زیات شوی وو، کاناډا یوه د ازموینې لپاره اخیستې وه خو چې کله پروګرام بشپړ شو چورلکه یې بېرته وسپارله
- BK 117 A-4
- د ۱۹۸۶ کال په جولای کې یې کارونه پیل شوه، په لکۍ کې یې ښه والی رامنځته شوی وو، کومې چورلکې چې جرمني کارولې اضافي د تېلو ټانکۍ پکې کارېدلې وې تر څو اوږد واټن کې الوتنې ته دوام ورکړای شي
- BK 117 A-3M
- د تولید نظامي ډول وو، کارونه یې په ۱۹۸۶ کې پیل شوه، په داخل کې یې ۱۱ پوځیانو ته ځای لره، همداسې ۱۲.۷اېم اېم ماشینداره پکې نصب وه، ماشینداره یې د پیلوټ له هلمټ سره وصل وه
- BK 117 B-1
- کارونه یې د ۱۹۸۷ کال په ډسمبر کې پیل شوې، تر نورو ډولونو یې ۱۴۰ کیلو ګرامه زیات وزن ځان کې انتقالولای شو
- BK 117 B-1C
- د کارونې لپاره یې تصدیق په انګلستان کې ترلاسه کړی وو تر نورو چورلکو یې لنډ مهاله الوتنه کوله
- BK 117 B-2
- تر ۱۵۰۰۰ فټه پورې لوړه الوتنه یې کولای شوه
- NBK 117
- د تولید لپاره اېندونیزیا جواز ترلاسه کړی وو او د اېندونیزیا ایروسپېس جوړه کړې وه
- BK 117-850D2
- کارونه یې په ۲۰۱۰ کې پیل شوې، نوی ماشین پکې نصب شوی، د جوړونې او طرحې چارې یې په نیوزلنډ کې ترسره شوي
نوټ : نور ټول ډولونه یې د بي کې ۱۱۷ چورلکې له طرحې جوړ شوي، د جوړونې چارې یوروکاپټر دوچلند شرکت پر مخ وړي
کارونکي
پوځ او حکومت
- استرالیا
- اېن اېس ډبلو د اور وژنې او ژغورنې اداره
- د نیو سوت وېل د اور وژنې اداره
- د نیو سوت وېل پولیس
- د لوېدیځې استرالیا پولیس
- چیل
- د چیل هوایي ځواک
- د چیل کرابینېروس
- کولمبیا
- د کولمبیا ملي ارمادا
- جرمني
- بوندېس وېر
- پولیس
- یونان
- د یونان د اور وژنې اداره
- جاپان
- ولایتي پولیس
- ماداګاسکار
- د ماداګاسکار هوایي ځواک
- پېرو
- د پېرو ملي پولیس
- روسیه
- د بیړنیو حالاتو وزارت
- هسپانیا
- ګاردیا سېول
- سوېله افریقا
- د سوېلې افریقا هوایي ځواک
- د سوېلې افریقا پولیس
- متحده ایالتونه
- د کلیفورنیا پولیس
ملکي کارونکي
- استرالیا
- کېر فلایټ
- وېسټ پک د ژوند ژغورنې خدمات
- کاناډا
- شاک ټروما د هوا له لارې د ژغورنې اداره
- هیلیکو ژغورنه
- جرمني
- اې ډي اې سي
- ډي ار اېف
- کینیا
- اېوېرېت الوتنې
- نیوزلنډ
- اوکلنډ هیلیکوپټر ریکیو ټرسټ
- لایف فلایټ اداره
- کنټربري وېسټ کاسټ اېر رېسکیو ټرسټ
- اوتاګو رېسکیوهیلیکوپټر ټرسټ
- سوېزرلنډ
- رېګا د هوا له لارې ژغورونکې اداره
- تایوان
- ورځنۍ هوایي همکاري
- تایلنډ
- سي چنګ د الوتنو خدمات
- متحده ایالتونه
- اېر میتډز
- سنټ لویس د ماشومانو روغتون
- اورلنډو سیمه ایز روغتیایي مرکز
پخواني کارونکي
- بوفوتاتسوانا
- د بوفوتاتسوانا هوایي ځواک
- کاناډا
- د کاناډا هوایي ځواک
- سیسکي
- د سیسکي دفاعي ځواکونه
- ټرانسکي
- د ټرانسکي دفاعي ځواکونه
- وېنډا
- د وېنډا دفاعي ځواکونه
ځانګړنې یې د تولید د بي کې ۱۱۷ بي – ۲ ډول دي
- پیلوټان : یو، تر څلورو نورو کسانو ته پکې ځای شته وو
- اوږدوالی : ۹.۹۱ متره
- لوړوالی : ۳.۸۵ متره
- بې وسایلو وزن : ۱۷۲۷ کیلو ګرامه
- د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۳۳۵۰ کیلو ګرامه
- د تېلو ظریفت : ۶۹۷ لیتره
- ماشین : دوه (Textron Lycoming LTS 101-750B-1) ماشینونه او هر یو یې د ۴۴۲ کیلو واټه یا ۵۹۳ هارس پاوره ځواک لره
- سرعت : په ساعت کې ۲۵۰ کیلو متره او تر ۵۴۱ کیلو متره پورې یې الوتنې ته ادامه ورکولای شوه
Comments
So empty here ... leave a comment!