Meningitis – مننجیت

 مننجیت د (meninges) پړسوب دی او (meninges) درې غشاګانې دي چې مغز او شوکي نخاع یې پوښلې. مننجیت هغه وخت پیدا کیږي کله چې یادې غشاګانې مایع پیدا کړي او عفوني شي. تر ټولو عام لامل یې باکتریایي او ویروسي ناوغۍ دي خو له دې پرته د سرطان، د کیمیاوي توکو له امله نا ارامي، له درملو سره حساسیت او بدن کې د مرخېړیو د ودې نښه هم کېدی شي. ځینې باکتریایي او ویروسي ناروغۍ چې د مننجیت لامل کیږي ساري هم دي او د ټوخېدو، پرنجېدو له لارې او یا له نږدې ټولنیزه اړیکه لکه غیږ کې نیولو له لارې بل ته انتقالیږي.
 
له ویروسي ناروغیو د پیدا شوي مننجیت علایم
په کوچنیانو کې :
کمه اشتیا
نا ارامي
بې خوبي
ګنګستیا او په هر څه کې بې علاقې او تبه وي.
 
په غټانو کې یې علایم :
سر درد
تبه
د غاړې نیول شوې عضلې
نا څپه ناروغه کېدل
له ډېرو روښانو وړانګو سره حساسیت
زړه بدوالی او کانګې
بې اسشتیایي
 
له باکتیریایي ناروغیو د پیدا شوي مننجیت علایم
د ذهني وضعیت نا څاپه تغیر
کانګې
له وړانګو سره حساسیت
نا ارامي
سر در او تبه
په هر څه بې علاقې او بې خوبي
 
که چېرې پورته علایم تاسې کې راڅرګند شي فوري له ډاکټر سره وګورئ. دواړه باکتریایي او ویروسي یې مرګونی کېدای شي او د انسان ژوند اخیستی شي.
 
که چېرې فنګل یا د مرخېړیو د ودې له امله وي نو علایم یې :
زړه بدوالی او کانګې
تشویش او وهم
له وړانګو سره حساسیت
تبه او سر درد وي.
 
له باکتریایي ناروغیو د پیدا شوي مننجیت یوه تر ټولو وروستۍ نښه په وینه کې (Neisseria meningitidis) ده او په پوستکي کې کمزوری کم څرګند بخار پیدا کوي. د مننجیت دې ډول ته (meningococcal meningitis) نوم اخلي په وینه کې بیا ځلې تولیدیږي او د (capillary) چار چاپېره حجرې په نښه کوي او کله چې دا حجرې زیان وویني نو (capillary) زیان ویني او د کمې کچې وینې بهېدو لامل کیږي او همدا وینه د بخار په څېر په پوستکي کې ښکاري. څومره چې دا مکروب وده کوي او خپریږي په پوستکي کې دا بخار تېز رنګ پیدا کوي او غټیږي. کوم خلک چې تور رنګ لري په دوي کې بخار په اسانۍ نه لیدل کیږي.
 
د مننجیت ډولونه
د مننجیت تر ټولو عام لامل باکتریایي او ویروسي ناروغۍ دي.
 
ویروسي مننجیت
تر ټولو عام ډول دی، ډېر وخت په اوړي او مني کې رامنځته کیږي او په (Enterovirus) کټګورۍ کې ۸۵ % حالتونه وي. په همدې کټګورۍ کې له ۱۰ تر ۱۵ میلیونه ویروسونه رامنځته کیږي خو پرې اخته ډېر کم شمېر خلکو کې په مننجیت بدلیږي. درې ډولونه (coxsackievirus A, coxsackievirus B and echoviruses) لري. له (Enterovirus) کټګورۍ پرته نور ویروسونه چې د مننجیت لامل کیږي (West Nile virus, influenza, mumps, HIV, measles and herpes viruses) دي.
 
ویروسي مننجیت پرته له درملنې خپله ښه کیږي خوځینې وخت درملنې ته هم اړتیا لري.
 
باکتریایي مننجیت
باکتریایي من نجیت ساري وي او د ځینې باکتریاګانو له امله پیدا کیږي. که چېرې بې درملنې پاتې شي انسان وژني. په هرو ۱۰۰ کوچنیانو کې ۴۰ او په هرو ۱۰۰ غټانو کې د ۵۰ د مړینې لامل کیږي که یې درملنه هم وشي د ځینو خلکو د مرګ لامل باکتریایي من نجیت وي.
 
د باکتریا تر ټولو عام ډولونه چې مننجیت پیدا کوي لاندې یاد شوي:
 
د باکتریا (Streptococcus pneumoniae) ډول په تنفسي جهاز، حلق او د پوزې په جوف کې وي او د مننجیت (pneumococcal meningitis) ډول پیدا کوي.
د باکتریا (Neisseria meningitidis) ډول په لاړو او د تنفسي جهازو په مایع کې وي او د مننجیت (meningococcal meningitis) ډول پیدا کوي.
د باکتریا (Haemophilus influenza) ډول یوازې مننجیت نه پیدا کوي بلکې وینه هم مکروبي کوي.
د باکتریا (Listeria monocytogenes) ډول له خوړو پیدا کیږي لکه خامه سبزي، غوښه یخې شودې او یا نور لبنیات
د باکتریا (Staphylococcus aureus) ډول په تنفسي جهاز کې خو ډېر وخت په پوستکي کې پیدا کیږي او د مننجیت (staphylococcal meningitis) ډول پیدا کوي.
 
فنګل مننجیت
ډیر کم وخت انسان په دې ډول مننجیت اخته کیږي. له هغو مرخړیو چې بدن کې یې وده کړې وي پیدا کیږي او وروسته د وینې له جریان څخه مغز او شوکي نخاع ته خپریږي. کوم خلک چې سرطان او یا اېچ ای وي لري ممکن د مننجیت په دې ډول اخته شي.
 
کوم فنګس یا مرخړي چې د من نجیت لامل کیږي لاندې یاد شوي
د فنګس (Cryptococcus) ډول د هغو دوړو یا خاورو له تنفس کولو پیدا کیږي چې د مرغانو فضوله مواد پکې وي
د فنګس (Blastomyces) ډول هم په خاوره کې پیدا کیږي
د فنګس (Histoplasma) ډول د هغو ډوړو له تنفس کولو پیدا کیږي چې د اسمان څکالو او مرغانو فضوله مواد پکې وي
د فنګس (Coccidioides) ډول هم په دوړو کې وي
 
پرازیتي مننجیت
د مننجیت دا ډول هم کم خلک نیسي او ډېر وخت په هغو دوړو کې وي چې غشایي پکې وي، له خوړو لکه حلزون، خامو کبانو او د کورنیو مرغانو له غوښو هم پیدا کیږي. یو ډول (eosinophilic meningitis EM) یې ډېر کم دی او د همدې کم ډول لامل نور درې پرازیتي مننجیت (Angiostrongylus cantonensis, Baylisascaris procyonis, Gnathostoma spinigerum) دي.
 
پرازیتي مننجیت په ژو کې پټیږي او یا هم په خوړو کې پټیږي کله یې چې انسان وخوري مننجیت کیږي.
 
کوم چې له ناروغیو سره تړاول نلري د (lupus, a head injury, brain surgery, cancer, and certain medications) له امله پیدا کیږي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons