Menorquina cattle – مېنور کینا غوییز

د هسپانیا په خودمختاره ټولنه کې د مېنورکا ټاپو غوییز دي، اوسمهال یې د نسل غړي ډېر کم پاتې دي. نسل یې د شیدو لپاره ساتل کیږي. شیدې یې د پنېر جوړونې لپاره مناسبې دي او د ماو په نوم پنېر ترې جوړیږي. مخکې د درې موخو کار، شیدې او غوښې لپاره کارېدونکي غوییز وو خو اوسمهال کې یوازې د شیدو لپاره ساتل کیږي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده کې تر ۴۱۲۰ کیلو شیدې کوي. مېنور کینا د مدیترانې له اقلیم سره بلدتیا لري او په سیمه کې د وښو د مدیریت لپاره هم کاریږي. په مېنورکا ټاپو کې د پایروپلاسموسېس په نامه د غوییزو ناروغي کومه چې د کټملو د چیچلو له لارې انتقالیږي موجوده ده ، له یادې ناروغي سره مېنور کینا غوییز مقاومت لري. د غویي وزن له ۷۰۰ تر ۸۰۰ کیلو ګرامه پورې او د غوا تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

مخینه
د بېل بیکر کلتور له وخته په بالي یارېک ټاپو ګانو کې غوییز موجود وو، په مالورکا ټاپو کې د همدې وخت داسې جالۍ موندل شوې چې ګمان کیږي د پنېر جالۍ وي. په مېنورکا ټاپو کې د بېل بیکر کلتور خټین لوښي نشته او له همدې امله د ټالیوټیک کلتور په اسنادو کې کتنه ورته شوې ده کوم چې تر زېږېدیز کال زر کاله پخوانی دی، په سمڅو کې د غوییزو هډوکي موندل شوي کوم چې له همدې کلتور سره تړاو لري.

تر شلمې پېړۍ پورې په مېنورکا ټاپو کې مېنور کینا غوییز یوازیني غوییز وو او په ټاپو کې د غوییزو بل نسل نشته وو. د غوییزو عصري نسلونه په شلمه پېړۍ کې ور انتقال شو. په ۲۰۱۴ کې یې نسل ډېر بې کچې کم شو او ټولټال ۱۵۳۶ غوییز پاتې وو له کومو چې ۱۱۹۶ غواګانې او ۳۴۰ غویان وو. اوسمهال یې د نسل اخیستنې چارې ادامه لري.

undefined

Sidebar



Share
Hide Buttons