Methyl methacrylate – مېتیل مېتاکریلېټ
یو عضوي ترکیب ده، فورمول یې CH2=C(CH3)COOCH3 ده. بې رنګه مایع ده. د مېتاکرلیک اسیدو میتیل ایسټر یو مونومر ده کوم چې د poly(methyl methacrylate) د تولید لپاره په لویه کچه تولیدیږي.
دمېتیل میتاکریلېټ زهري ځانګړنه کمه ده خو په شخوند وهونکو کې لکه موږک، مږې او ورته ژوي او سوی کې د پوزې، پوستکي او سترګو نا ارامتیا پیدا کوي. په انسان کې د پوستکي بخار پیدا کوي.
زیات د اکرلیک پلاستیکي ښیښې په جوړونه کې کاریږي. له دې پرته د ( co-polymer methyl methacrylate-butadiene-styrene) په تولید هم کار ترې اخیستل کیږي او د (PVC) د تغیر لپاره استعمالیږي. په جراحي کې د ورون او د زنګون د مفصل په بدلولو کې د سمنټ په توګه کار ترې اخیستل کیږي. په دې ډول جراحي کې د هډوکي د وصل کولو لپاره د جوش کار کوي تر څو یو هډوکی په بل کې ځان نصب کړي. له جراحۍ وروسته درد ډېر زیات کموي خو کم دوامداره توکي ګڼل کیږي. له جراحي وروسته تقریبا تر ۲۰ کالو پورې د سمنټ یا نښلونکي په توګه کار کوي او له همدې امله یوازې د زړو خلکو د هډوکو په بدلولو کې کاریږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!