Missouri fox-trotting horse – میسوري فاکس ټروټینګ هارس

د اسونو نسل ده او اصلي ځای یې په میسوري کې اوزارک غریزه سیمه ده. د قدم وهلو طریقه یې د ګیډرې قدم ته وهلو ته ورته ده. نسل یې له هغه وړو اسونو اخیستل شوی کوم چې میسوري ته پخوانیو اروپایانو انتقال کړي وو. د عامو چارو لپاره کارېدونکي اسونه وو خو اوس د نندارې او سپرلۍ لپاره کاریږي. قد یې له ۱۴۲ تر ۱۶۳ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې تر ۴۵۰ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مالوماتو د ثبت اداره (The Missouri Fox Trotting Horse Breed Association) په ۱۹۴۸ کې جوړه شوه.
Quick Trigger Missouri Fox Trotter
Missouri Fox Trotter, Smoky Black, Stallion Photo by Kayla Oakes
Share
Hide Buttons