Mobile genetic elements – حرکت کوونکي جنتیکي عناصر

په انګرېزۍ ژبه کې یې لنډیز MGEs ده. جنتیکي مواد دي چې په یو جینوم کې شاو خوا ګرځې او یا هم له یو ډول نه بل ډول ته انتقالیږي. حرکت کوونکي جنتیکي عناصر په ټولو اورګانېزمونو کې موجود دي. په انسان کې فکر کیږي چې ۵۰% د جینوم برخه حرکت کوونکي جنتیکي عناصر جوړوي. حرکت کوونکي جنتیکي عناصر د پروتین د کوډینګ سیمه کې د تغیر (mutationn) لامل ګرځي کوم تغیر چې د پروتین په فعالیت کې بدلون رامنځته کوي. له دې پرته په مېزبان جینوم کې جین هم بیا ځلې ترتیب کوي.