Monchina – مونچینا

په باسک ژبه کې یې نوم (Behi montxina) لیکل کیږي. د هسپانیا د غرنیو غوییزو نسل دی. اصلي ځای یې د هسپانیا د خودمختاره سیمې کانتابریا غرونه دي. له بېټیزو غوییزو سره تړاو لري. نسل یې ډېر کم پاتې دی. په نسل کې د غوښې د کچې زیاتولو لپاره د فرانسې له شارولېز، لیموزین او د هسپانیا د استوریانا درې له غوییزو سره دوه رګه شوي. دوه رګه کولو یې نسل زیات کړ او په ۱۹۹۰ لسیزه کې دوه سوه غواګانو او څلور سوه غویانو ته یې شمېر لوړ شو.

File:Sementales H-B monchina (cropped).jpg

Sidebar



Share
Hide Buttons