Monito del monte – مونیتو دېل مونت
د ډول علمي نوم یې درومیسیوپس ګلیروایدېس (Dromiciops gliroides) ده، واړه اوپوسم دي، د میکروبیوتېریا ډلې (order Microbiotheria) یوازینی ژوندی پاتې ډول ده، د کورنۍ نوم یې میکروبیو تېري ایدای (family Microbiotheriidae) ده. د امریکا له ټولو اوسنیو اوپوسم سره یې توپیر لاندې د ثنایا غاښونه دي چې د امریکا اوپوسم یې نلري، بل توپیر یې لاندې زامې کې د سیمفیسیس (symphysis) هډوکی ده (د دوه زامو ترمنځ نښتی د هډوکي کپسول)، درېم توپیر یې د کلواکا (cloaca) لرل دي (دلکۍ لاندې د مثل د توولید او د ادرارو د دفعې لپاره عام پرانیستی سوری).
په مرکزي چیل او ارجنټینا کې ژوند کوي، د بدن اوږدوالی یې تر ۲۶ سانتي متره (۱۰ انچه) پورې او وزن یې تر ۴۹ ګرامه ته رسیږي. خړ رنګ لري او په ملا کې یې ټاپي یا نښانونه موجود وي.په ډېره اسانۍ کولای شي بوټو او ونو ته وخیژي، ښځه یې وړه کڅوړه لري چې دوه تیانو ته ورته غدې پکې موجودې وي، کال کې یو بچی زېږوي. په مني کې د لکۍ او پوستکي لاندې شحم جمع کوي او په ژمي کې غېرې فعاله کیږي.
Comments
So empty here ... leave a comment!