د بادونو عمده سیستم کوم چې هر شپږ میاشتو کې خپل لوری بر عکس کوي. شپږ میاشتې د شمال ختیځ لخوا لګیږي او شپږ میاشتې د سوېل لوېدیځ لخوا لګیږي. تر ټولو دومداره برخه یې د اسیا په سوېل کې، استرالیا، افریقا او د مرکزي امریکا په ارام سمندر کې ده. په متحده ایالتونو، مرکزي اروپا او د فارس خلیج په سمندر غاړو کې هم را څرګندیږي. په اوړي کې له سمندر څخه د وچې لور او په ژمي له وچې د سمندر لور ته الوزي. په اوړي کې درانده بارانونه له ځانه سره راوړي. په هر کال کې د باران دوام او کچه خپله کې توپیر لري
کوم حدود یې چې د قطب لور ته نږدې دي په لوري کې یې چټک غبرګون رامنځته کیږي. په هند کې د بېلګې په توګه د مون سون بادونه په جون او اګست کې له سوېل ختیځ او شمال لور ته د هند له ختیځ څخه الوزي. د استرالیا شمال ته جنورۍ او فېبرورۍ کې د استرالیا له شمال لوېدیځ څخه لګیږي او د استرالیا په سوېل کې ختیځ لور ته خپل لوری بدلوي.
د موسون بادونو د سیستم له سیمو بهر هم په اقلیم اغیز کوي د بېلګې په توګه په مرکزي اروپا کې په دوامداره توګه نه لګیږي خو دې سیمه ته له ځان سره سوړ باد، ورېز لرونکې هوا، باران، تالانده او برېښنا راولي.