Morphine – مورفین
مورفین د درد لپاره د اپیمو د کورنۍ درمل دي. په انګرېزۍ کې هغه درمل چې له اپیمو اخیستل شوي د (opiate family) نوم ورته اخلي. په ځینو ژو او بوټو کې هم پیدا کیږي. په انسان کې هم شته. په مستقیمه توګه په مرکزي مغز کار کوي تر څو درد کم کړي. د اوږدمهاله او لنډ مهاله درد لپاره کارېدای شي. له مایوکاردیال انفرکشن او یا هم د زړه له حملې چې کوم درد پیدا کیږي د همدې درد لپاره کاریږي، په دوېم ګام کې د اولاد د زېږون د درد ارامولو لپاره هم کاریږي. د خولې له لارې خوړل کیږي، په عضله کې تذریق کیږي، د پوستکي لاندې تذریق، په رګ کې تذریق کیږي او یا هم د شوکي نخاع په چار چاپېره خالي ځای کې تذریق کیدای شي. که چېرې د خولې له لارې وخوړل شي په ۶۰ دقیقو کې بشپړ اغیز کوي خو که چېرې تذریق شي په ۲۰ دقیقو کې بشپړ اغیز کوي. له ۳ تر ۷ ساعتونو پورې یې اغیز پاتې کیږي. د اوږد مهال لپاره یې د اغیز پاتې کېدو نور فورمولونه هم شته.
مورفین د (acute pulmonary edema) لپاره هم کاریږي، په دې حالت کې د سږو نسجونه اوبه کوي او انسان ته ساه لنډي پیدا کیږي. مورفین د هغو کسانو چې د سږو سرطان لري او سرطان پکې ساه لنډي پیدا کړي او یا هم له سرطان پرته د ساه لنډۍ لرونکو کسانو لپاره نسخه کیږي. که چېرې د مورفین کم ډوز په دوامداره توګه وکارول شي په خوب او ویښ حالت کې ساه لنډي له منځه وړي. په جرمني، اتریش، بلغاریا، سلوانیا او کاناډا کې هغو معتادانو ته هم ورکول کیږي چې د درملنې په وخت کې یې بروفین او یا مېتاډون درد نشي ارامولی.
د مورفین بد اغیز
۱ – مورفین قبضیت پیدا کوي :
لکه د لوپېرامید مورفین د کلمو په کانال کې په (myenteric plexus) کار کوي او په کلمو کې خوځښت کموي، مورفین په کلمو کې ترشح کموي او همداسې کلمو کې د مایع د جذب کچه لوړوي. او دا چاره په انسان کې د قبضیت لامل کیږي.
۲- موفین په هورمونونو کې توازن له منځه وړلای شي
کلینیکي مطالعو ښودلې چې مورفین لکه د نورو اپیمي موادو په څېر په انسان کې د هایپوګونادیزم لامل کیږي. په هایپوګونادیزم حالت کې انسان د سکس یا جنسي اړیکې لپاره د هورمون تولید کمیږي، په ښځو کې ایسټروجېن هورمون هم کموي. د ګوناد یا هم جنسي مرغړي په فعالیت کې کمی رامنځته کوي.
۳ – په فزیکي فعالیت اغیز لري
په انسان کې موټور، د پام او حسي فعالیت د کمېدو لامل کیږي.
۴ – که مورفین له کچې زیات وکارول شي نو اسفیکسیا پیدا کوي او اسفیکسیا د مرګ لامل کیږي. اسفیکسیا یو حالت دی په کوم کې چې د انسان بدن ته په کافي اندازه اکسیجن نه رسیږي.
۵ – ټول له اپیمو جوړ شوي درمل په ځینو خلکو کې بخار، زړه بدوالی، کانګې، قبضیت، د خولې وچوالی او د سر ګرزېدل، د اشتیا کمېدنه، له جنسي اړیکې سره بې علاقګي پیدا کولای شي.
په ۲۰۱۳ کال کې ۵۲۳ ټنه تولید شوي وو. تقریبا ۴۵ ټنه د درد ارامولو لپاره کارول شوي وو خو له نورې برخې یې انسانانو هیروین، هایډرومورفون، اوکسيمورفون جوړو کړي وو. د درد لپاره چې کوم درمل ترې جوړیږي زیات په متحده ایالتونو، کاناډا او انګلستان کې کاریږي. په ۲۰۱۷ کې، په متحده ایالتونو کې ۱۵۵ تر ټولو زیات نسخه شوي درمل وو.
Comments
So empty here ... leave a comment!