Multifidus

د ملا د لاندې برخې عضلې د شمزي په ثبات او څرخ کې مرسته کوي، د انعطاف وړتیا ورکوي. شمزی په انسان کې د ۲۴ مهرو له هډوکو جوړ سیستم دی، همدا سیستم بدن ته شکل ورکوي او په خپل ځان کې شوکي نخاع لري. د شوکي نخاع په ذریعه بدن له مغز سره په اړیکه کې وي. دواړه مغز او شوکي نخاع په ګډه مرکزي عصبي سیستم جوړوي.

د (multifidus) په نامه عضله تقریبا د ملا په ټول طول یا اوږدوالي کې غزېدلې. د ملا د برخې شمزی (lumbar spine) څرخوي او ثابت یې ساتي. یوه فزیولوجیکي دنده یې داده چې د مهرو په ډېسک فشار کموي او د مهرو تر منځ پډینګ جوړوي تر څو د بدن وزن په برابره توګه ووېشل شي.

د (multifidus) عضله د شمزي په پای کې په سکروم کې پیل کیږي او په غاړه کې تر دوېمې مهرې پورې غزېدلې. د شمزي په اوږدو کې په څو ځایونو کې ځان نښلوي په ځانګړې توګه په (spinous process) کې – په انګریزۍ کې (spinous process) د شمزي د مهرو بهر ته وتلې برخې ته وایي که چېرې لاس پرې ووهل شي د پوستکي لاندې احساس کېدای شي.

د (multifidus) عضله او نورې عضلې له مهرو سره د لیګامنټ په ذریعه وصل شوې وي. لیګامنټ یې د انعطاف وړ فایبري نسجونه دي.