Neurergus – نیورېرګوس

په سالامانډریډای کورنۍ کې د تریتون نسل دی. په ترکیه او ایران کې پیدا کیږي. د رنګ له امله یې ځینې خلک په بندو ځایونو کې د نسل اخیستنې لپاره ساتي. په طبیعت کې داسې سیندونو او ډنډونو کې ژوند خوښوي چې چار چاپېره یې ځنګلونه او بوټي موجود وي. د نیورېرګوس نسل د ټولو ډولونو شمېر کم پاتې دی او د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د غړو د شمېر د کمېدو لامل یې د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړونه او دوېم ګام کې د کورنیو ژو په توګه د ساتنې لپاره د دې ژو له طبیعت نیونه ده. د نیورېرګوس ډولونه معمولا تېز رنګ لري : له نسواري تر تور پورې رنګونو کې شته دي په کوم کې چې د سپین، زېړ یا نارنجي رنګ کرښې او خالونه موجود وي. لکه د تریتون د نورو ډولونو په څېر وروستیو پښو کې پنځه ګوتې لري.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل نیورېرګوس

ډولونه
تر اوسه یې څلور ډولونه پېژندل شوي :

انځور ساینسي نوم عام نوم سیمه
Neurergus barani  ترکیه
Neurergus crocatus د ازاربایجان تریتون ایران، عراق او ترکیه
Neurergus derjugini د کوردستان تریتون ایران او ممکن په ترکیه او عراق کې هم شته وي
Neurergus kaiseri د لورستان تریتون د ایران د زګروس غره په سوېل کې
Neurergus strauchii د اناتولیا تریتون ترکیه

 

Sidebar



Share
Hide Buttons