Neurergus – نیورېرګوس
په سالامانډریډای کورنۍ کې د تریتون نسل دی. په ترکیه او ایران کې پیدا کیږي. د رنګ له امله یې ځینې خلک په بندو ځایونو کې د نسل اخیستنې لپاره ساتي. په طبیعت کې داسې سیندونو او ډنډونو کې ژوند خوښوي چې چار چاپېره یې ځنګلونه او بوټي موجود وي. د نیورېرګوس نسل د ټولو ډولونو شمېر کم پاتې دی او د ورکېدو له خطر سره مخ دي. د غړو د شمېر د کمېدو لامل یې د ژوند لپاره د چاپېریال ویجاړونه او دوېم ګام کې د کورنیو ژو په توګه د ساتنې لپاره د دې ژو له طبیعت نیونه ده. د نیورېرګوس ډولونه معمولا تېز رنګ لري : له نسواري تر تور پورې رنګونو کې شته دي په کوم کې چې د سپین، زېړ یا نارنجي رنګ کرښې او خالونه موجود وي. لکه د تریتون د نورو ډولونو په څېر وروستیو پښو کې پنځه ګوتې لري.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | نیورېرګوس |
ډولونه
تر اوسه یې څلور ډولونه پېژندل شوي :
انځور | ساینسي نوم | عام نوم | سیمه | |
---|---|---|---|---|
Neurergus barani | ترکیه | |||
Neurergus crocatus | د ازاربایجان تریتون | ایران، عراق او ترکیه | ||
Neurergus derjugini | د کوردستان تریتون | ایران او ممکن په ترکیه او عراق کې هم شته وي | ||
Neurergus kaiseri | د لورستان تریتون | د ایران د زګروس غره په سوېل کې | ||
Neurergus strauchii | د اناتولیا تریتون | ترکیه |