NHIndustries NH90 – اېن اېچ اېنډسټریز اېن اېچ ۹۰
د منځنۍ کچې، د څو موخو لپاره، دوه ماشینونه لرونکې نظامي چورلکه ده. د ناټو لپاره جوړه شوې داسې چورلکه ده چې د جګړې په ډګر او سمندر کې کارېدلای شي. د جوړونې چارې یې اېچ اېن اېنډسټریز پر مخ وړي، اېچ اېن اېنډسټریز د اېربس او لیونارډو شرکتونو شریکه کمپنۍ ده – د لیونارډو مخکینی نوم اګوستا وېسټ لنډ دی. فوکر ایروسټرکچر یې هم د تولید چارو کې ونډه لري. لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۹۵ کال په ډسمبر کې کړې او کارونه یې په ۲۰۰۷ کې پیل شوې. تر ۲۰۲۲ کال پورې په ۱۳ هېوادونو کې یې ټولې ۳۲۷۰۵۳ ساعته الوتنې کړې وې.
لمړۍ چورلکه ده چې د الوتنې د کنټرول سیستم یې په بشپړ توګه په سیم کیږي کوم چې مخکې د پیلوټ لخوا ترسره کېده. د تکتیکي ټرانسپورټ لپاره ډول یې پوځونه کاروي او په سمندر کې کارېدونکی ډول یې ناټو په خپلو جنګي بېړیو کې کاروي. هر هېواد کوم چې دا چورلکې لري خپلې اړتیا ته په کتو یې چورلکو کې د بدلون غوښتنه کړې لکه سېنسورونو، وسلو او د وسلو سیستم کې بدلون، لکه د پیلوټانو او سپرلۍ لپاره کابین کې بدلون.
له کله یې چې کارونه پیل شوې تر اوسه ځینې تخنیکي ستونزې هم پکې پیدا شوي او له همدې امله یې ځینې کارونکو الوتنې ځنډولې وې. په ۲۰۲۲ کې ناروې د دې چورلکو د ترلاسه کولو پروګرام لغوه کړ او د ټولو پیسو بېرته ترلاسه کولو غوښتنه یې وکړه همداسې استرالیا هم له وخت لس کاله مخکې تقاوت کړې.
طرحه یې داسې شوې چې دواړه سمندري او د ځمکې په سطحه عملیات ترسره کړای شي. د الوتنې دکنټرول سیستم د څلورو چینلونو په سیم باندې ترسره ېکدونکی سیستم دی. د څلورو محورونو د لارې کنټرول کوونکی اتومات پیلوټ سیستم پکې موجود دی، د دې سیستم موخه د پیلوټ چاره کمول دي. که چېرې ساړه تر −۴۰ °C پورې یا تودوخه تر +۵۰ °C پورې وي عملیات پکې کولای شي. تر ۲۰۰۰۰ فټه ارتفاع پورې لوړه الوتنه کوي. ماشین یې چې کوم د تودوخې ګاز بهر باسي د انفرارېډ ضد سیستم باندې تصفیه کیږي تر څو یې د دافع هوا سیستم ونشي موندلی.
د څرخ پرې یې هم له کمپوزېټ توکو جوړې شوي او له همدې امله که چېرې چورلکه نسکوره شي پرې یې زیان نه ویني، همداسې د کارېدنې لپاره زیات عمر لرلای شي. په دواړو څنګونو کې ښوېدونکې دروازې لري، د تنې کابین ته یې له وروسته لور هم لار شته، له وروسته لوري چورلکې ته د کسانو او توکو خېژولو لپاره پکې پول نصب شوی. کومې چورلکې چې د پوځ د انتقال لپاره کارول کیږي تر ۲۰ مجهزو پوځیانو پورې په خپل ځان کې ځایولی شي. کومې چورلکې چې د ټپیانو یا ناروغانو د انتقال لپاره کاریږي تر ۱۲ پورې د اغیزمنو کسانو د تذکرو لپاره ځای لري.
د مختلفو ماموریتونو لپاره پکې ځانګړی سیستم نصب کېدای شي، لکه د تنې چار چاپېره د زغرې نصب کول، د کنګل ضد سیستم، لکه داخل او بهر کې د تیلو اضافي ټانکۍ او یا هم له بلې چورلکې یا الوتکې په هوا کې د تیلو اخیستلو سیستم. نور سیستمونه هم لرلای شي لکه د تنې لاندې د وزن زوړندولو لپاره سیستم، هوا کې سیم سره د ټکر سیستم، د لټون لپاره بهر ګروپ، د مختلفو موخو لپاره د چوکیو نصب کېدل او بدلول. کومې چې په سمندري بېړیو کې کاریږي د څرخ پرې یې د قاتېدو وړتیا لري.
مخینه
په ۱۹۸۵ کال کې فرانسه، لوېدیځه جرمني، انګلستان، هالنډ او ایټالیا خپله کې پرېکړه وکړه چې په ۱۹۹۰ لسیزې کې دناټو لپاره داسې چورلکه جوړه کړي کومه چې د جګړې په ډګر کې د ټرانسپورټ د انتقال وړتیا او په سمندر کې د بېړۍ ضد او ابتل ضد عملیاتو وړتیا لري. په ۱۹۸۷ کې انګلستان له دې پروګرام ووت. د ۱۹۹۲ کال د سپټمبر په لمړۍ نېټه اېن اېچ اېنډسټریز د ناټو د چورلکو د مدیریت له ایجنسۍ سره د چورلکې د طرحې او ډیزاین تړون لاسلیک کړ. د ۲۰۰۱ کال په جون کې پرتګال هم ورسره یو ځای شو. د چورلکې په طرحه یې کار په ۱۹۹۳ کې پیل کړ او لمړۍ چورلکه کومه چې د ازموینو لپاره جوړه شوې وه د ۱۹۹۵ کال د ډسمبر په ۱۸ نېټه یې الوتنه وکړه. د ازموینو لپاره دوېمه چورلکه د ۱۹۹۷ کال د مارچ په ۱۹ نېټه چمتو شوه، درېمه چورلکه د ۱۹۹۸ کال د نومبر په ۲۷ نېټه بشپړ شوې وه.
د ۲۰۰۲ کال د ډسمبر په ۱۲ نېټه لمړۍ چورلکه شوه د کومې چې د الوتنې کنټرول پیلوټ په لاس نه کوه بلکې په سیم ترسره کېده.
د تولید لپاره ډولونه یې په ټولیزه توګه په دوه برخو وېشل شوي وو : یو ډول یې د تکتیکي ټرانسپورټ لپاره چورلکې وې ؛ دوېم ډول یې د ناټو له جنګي بېړیو د عملیاتو تر سره کوونکې وې. دواړه ډولونه یې ۷۵ % یو بل ته ورته والی لري. ډېری هغو هیوادونو چې یادې چورلکې پېرلي د اضافي او خپلې خوښې سیستمونو نصب کېدل یې پکې وړاندیز کړي تر څو یې اړتیا ته ځواب ووایي.
د چورلکې طرحه کولو او جوړولو پرمهال شرکت له تخنیکي او مالي ستونزو سره مخ وو. وروسته یې د ۸.۶ بیلیونه ډالرو په ارزښت تړون لاسلیک کړ او دې چارې یې د تولید په بهیر کې مرسته وکړه. تر ۲۰۱۳ کال پورې له شرکت سره، اسیایي هېوادونو، استرالیا او اروپایي هېوادونو د ۵۲۹ چورلکو تړون لاسلیک کړی وو. تر اوسه یې تر ۴۷۱ زیاتې چورلکې تولید کړي او کارونکو ته یې سپارلي.
تولید
په پیل کې یې درې ځایونه د تولید لپاره پام کې نیول شوي وو : د ایټالیا کاسینا کوسټا (ایټالوی تلفظ یې کاشینا کوستا) د اګوستا وېسټ لنډ شرکت لپاره، د فرانسې مارینیان او جرمني د اېر بس هیلیکوپټرز شرکت لپاره. کله چې ناټو له استرالیا سره تړون لاسلیک کړ نو د چورلکو تولید یې د استرالیا لپاره په بریزبېن کې او د فنلنډ لپاره په پاتریا کې پیل کړ. هسپانیا هم په الباسیت سیمه کې یادې چورلکې تولیدوي. د فرانسې مارینیان څانګه په یو کال کې تر ۲۲ پورې چورلکې تولیدولای شي.
هر سهام شرکت یې مختلفې برخې تولیدوي :
– د فرانسې اېربس هیلیکوپټرز شرکت یې ۳۱.۲۵% برخې تولیدوي : په دې برخو کې ماشین، څرخ، برېښنایي سیستم، د الوتنې د کنټرول سیستم شامل دي
– اېربس هیلیکوپټرز دوچ لند شرکت یې هم ۳۱.۲۵% برخې تولیدوي : په دې برخو کې د تنې مخکې او منځنۍ برخه ده، د تیلو سیستم دی، مخابراتي سیستم او د برېښنایي سیستم لپاره د کنټرول سیستم دی
– فوکر شرکت یې ۵.۵% برخې تولیدوي : په دې کې د لکۍ جوړښت، دروازې، څنګونو کې د مختلفو موخو لپاره بهر ته وتلې برخې، د ناستې لپاره سیستم او ټایرونه
– اګوستا وېسټ لنډ شرکت یې ۳۲% برخې تولیدوي : په دې برخو کې د تنې وروستۍ برخه، هایډرالیک سیستم، اتومات د الوتنې د کنټرول سیستم، د پلنټ د مدیریت سیستمونه، او د ماموریت سیستم
جوړې شوې برخې یې شپږ سیمو ته د نصب کېدو لپاره لېږل کیږي یادې شپږ سیمې د فرانسې مارینیا سیمه، د ایټالیا تېسېرا سیمه، د فنلنډ هالي سیمه استرالیا بریزبېن او جرمني کې یوه سیمه ده.
د اېن اېچ ۹۰ چورلکو په فعالیت کې ستونزې
په ۲۰۱۰ کې د جرمني بیلډ ورځپاڼې د اېن اېچ ۹۰ چورلکو په اړه یو راپور خپور کړ : په راپور کې لیکل شوي وو چې د چورلکو چوکۍ یوازې د ۱۱۰ کیلو ګرامه وزن لپاره نرخ شوي او په بشپړ توګه یو مجهز سرتېری یې له خپل وزن سره نشي کارولی. همداسې په چورلکه کې د پیاده پوځ لپاره درندې وسلې په محفوظه توګه نشي پکې ساتل کېدای، همداسې د کابین غولی یې د ویجاړېدو وړ دی. د راپور په ادامه کې ویل شوي وو چې یادې چورلکې یوازې داسې سطحه باندې ناسته کولای شي چې تر ۱۶ سانتي متره پکې زیاتې لوړې ژورې نه وي، کوم پوځیان چې له ځان سره ټول تجهیزات لري چورلکې ته د ختلو پول نشي کارولی او لامل یې د پوځیانو زیات وزن دی. په دروازه کې یې د ماشیندارې نصب کېدل ممکن نه وو ځکه چې پوځیانو به ټول ځای نیولی وو. خو وروسته د جرمني دفاع وزارت د راپور په ځواب کې ووېل چې دا راپور د ازموینو لپاره د لمړنۍ چورلکې په اړه تصدیق کوي خو وروسته د کارونې لپاره چورلکې دا ډول نه دي او بشپړ عملیاتي وړتیا لري.
د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې د استرالیا د چورلکو په اړه راپور خپور شو. راپور کې لیکل شوي وو چې دکامپرېسور پره سولول شوې وه : لامل یې داخل کې د یوه ګوټک تاوېدنه وه. د ګوټک د قاتېدو لامل ګرم ماشین له ګول کېدو وروسته نا منظمه سړېدنه وه، بله په ګوته شوې ستونزه یې په سړونکي کې پکي کې وه.
د ۲۰۱۴ په مارچ کې د هغو چورلکو تنې ته زیان اوښتی وو کومې چې ناټو په سمندري بېړیو کې کارولې. د مخنیوي لپاره شرکت بیا لاس په کار شو او طرحه کې یې بدلونونه راوستل تر څو چورلکو کې هر ډول رامنځته شوې ستونزې حل او ترمیم کړي. جرمني هم د چورلکو واردول درولي وو او له ۲۰۱۴ کال وروسته یې بیا ځلې واردولو ته ادامه ورکړه.
د اېن اېچ ۹۰ چورلکو عملیاتي لګښت
په ۲۰۱۷ کې د نیوزلنډ سیاست پوه او د دفاع وزارت ویاند رون مارک د اېن اېچ ۹۰ چورلکو د لګښت په اړه خپل بیان کې خپله غسه څرګنده کړې وه او ویلي وو چې د چورلکو لګښت له اېروکوای چورلکو کومې چې زړې او تقاوت شوې وې او ځایناستې یې اېن اېچ ۹۰ وې دونیم ځلې زیات دی او په یو ساعت الوتنه کې تر ۱۱۸۲ ډالرو لګښت لري. همداسې یې په ترمیم تر ۳.۳ میلیونه ډالر لګښت یوازې دوه کلونو کې راغلی وو.
د سوېډن په رسنیو کې یې هم د لګښت په اړه زیات راپورونه خپاره شوي وو او لګښت یې د تودو خبرو موضوع شوې وه. په ۲۰۲۰ کال کې بلجیم هم د یادو چورلکو د الوتنو لپاره خپله کلنۍ ۴۰% بودیجه کمه کړه. په ۲۰۲۲ کې استرالیا هم اعلان وکړ چې خپلې چورلکې به تقاوت کړي او لامل یې لوړ لګښت یاد کړی وو، استرالیا خپل راپور کې لیکلي وو چې لګښت یې له وسله لرونکو او د سېنسورونو کارونکو بریدګرو چورلکو سره برابر دی.
شرکت په دې هڅه کې دی چې داسې لارې چارې ومومي د کومو له مخې چې د چورلکو لګښت کې کمی رامنځته کولای شي.
عملیاتي مخینه
د تولید ډولونه
د ناټو په جنګي بېړیو کې کارېدونکې چورلکه اېن اېف اېچ
اېن اېف اېچ په بنسټیزه توګه له جنګي بېړیو الوتنه کوي او د سمندر سطحه کې د عملیاتو لپاره کاریږي. د شپې او ورځې لخوا، په هر ډول هوا کې د عملیاتو لپاره او همداسې د سمندري څپو له امله د جنګي بېړۍ هر ډول خوځښت پر مهال د عملیاتو لپاره چمتو او مجهزې شوې چورلکې دي. اضافي رول یې هوایي جګړه کې ملاتړ، د سمندري بېړیو ترمنځ د ملاتړ لپاره د توکو انتقال او د پوځ انتقال دی. فرانسې خپلې چورلکې په دوه ډلو وېشلي یو ډول یې د جګړې لپاره او د هرې چورلکې ارزښت یې تر ۴۳.۳ میلیونه یورو دی، دوېمه ډله د ملاتړ لپاره د هرې چورلکې ارزښت یې ۳۶.۴ میلیونه یورو دی.
- SH-90A
- له ۲۰۱۲ کال څخه یې د ایټالیا سمندري ځواک کاروي
- NH90 NFH Caïman
- د فرانسې سمندري ځواک یې کاروي
- NH90 Sea Lion
- د جرمني سمندري ځواک یې د ټرانسپورټ او د پوځ د انتقال لپاره کاروي، د فرانسې چورلکو ته ورته دی خو سینسورونه پکې نشته، معمولا وسلې پکې نشته وي خو دروازه کې یې ماشینداره نصب کېدای شي، د تولید دې ډول لمړۍ الوتنه د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په ۸ نېټه کړې، کارونه یې د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې پیل شوې.
- NH90 Sea Tiger
- په ۲۰۱۹ کې جرمني د ۳۱ چورلکو غوښتنه کړې، د تولید دا ډول د اوبتل ضد، د سمندر سطحه کې د عملیاتو لپاره کاریږي.
د تکتیکي ټرانسپورټ لپاره چورلکه ټي ټي اېچ
په بنسټیزه توګه د ۲۰ پوځیانو د انتقال لپاره کاریږي. که چېرې پوځیان پکې نشته وي د الوتکې لاندې برخه کې تر ۲۵۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن انتقالیدای شي. د لټون او ژغورنې لپاره د کارېدو وړ ده. که چېرې د ټپیانو انتقال ته اړتیا پیدا شي په ډېره اسانۍ پکې د ۱۲ ټپیانو د تذکرو لپاره ځای جوړېدای شي. اضافي رول یې ځانګړي عملیات، الیکټرونیکي جګړه، له هوا څخه د قومندې لپاره د پوستکې په توګه کارېدنه، په پراشوټ کې د پوځ غورزونه د وي ای پي ټرانسپورټ او د پیلوټانو روزنه ده.
- Helikopter 14 (Hkp 14)
- د سویډن وسله وال ځواکونه د دې ډول اتلس چورلکې لري، د ځینو چورلکو د کابین لوړوالي کې یې کمی راوستی تر څو یې د امبولانس په توګه وکاروي. نهه چورلکې د ځمکې په سطحه او نهه چورلکې سمندر کې کاروي. کومې چې سمندرې کې کاروي سونار سیستم او د لټون لپاره رادار پکې نصب دی، رادار یې د اوبتل لټون او برید پرې کولای شي. په چورلکو کې د تکتیکي ماموریت سیستم هم لري او د پوځ تکتیکي انتقال هم کولای شي.
- HT-29 Caimán
- د هسپانیا پوځ یې کاروي
- MRH-90 Taipan
- د استرالیا دفاعي ځواکونه یې کاروي
- NH90 TTH Caïman
- د فرانسې ځواکونه یې کاروي
- UH-90A
- د ایټالیا پوځ یې کاروي
- MH-90A
- د ایټالیا سمندري ځواک یې کاروي
اېم ټي ټي : سمندري تکتیکي ټرانسپورټ
د ټي ټي اېچ او اېن اېف اېچ ډولونو ترکیب دی. څرخ او لکۍ یې د قاتېدو وړ دي، د تنې لاندې زیات وزن انتقالولای شي. د ډول د تولید په اړه یې مالومات د ۲۰۱۹ کال په فېبروري کې خپاره شول. د هسپانیا او ایټالیا پوځ یې ترلاسه کولو کې علاقه وښوده.
کارونکي
- استرالیا
- د استرالیا پوځ
- د استرالیا سلطنتي سمندري پوځ
- بلجیم
- د بلجیم هوایي قطعه، تر ۲۰۲۵ پورې ټولې چورلکې تقاوت کول غواړي
- فنلنډ
- د فنلنډ پوځ
- فرانسه
- د فرانسې پوځ
- د فرانسې سمندري ځواک
- جرمني
- دجرمني پوځ
- د جرمني سمندري ځواک
- یونان
- د یونان پوځ
- ایټالیا
- د ایټالیا پوځ
- د ایټالیا سمندري ځواک
- هالنډ
- د هالنډ سلطنتي هوایي ځواک
- نیوزلنډ
- د نیوزلنډ سلطنتي هوایي ځواک
- عمان
- د عمان سلطنتي هوایي ځواک
- قطر
- د قطر امیري هوایي ځواک
- هسپانیا
- د هسپانیا پوځ
- د هسپانیا هوایي او فضایي ځواک
- سوېډن
- د دفاعي ځواکونو د چورلکو قطعه
پخواني کارونکي
- ناروې
- د ناروې سلطنتي هوایي ځواک. د ناروې دفاع وزیر اعلان وکړ چې د ۲۰۲۲ کال تر جون پورې به ټولې چورلکې تقاوت کړي
ځانګړنې
- پیلوټان : دوه پیلوټان + بار کوونکی / د سېنسور کارونکی
- د ۲۰ کسانو لپاره چوکۍ یا هم د ټپیانو د انتقال لپاره ۱۲ تذکرې او یا تر ۴۲۰۰ کیلو ګرامه پورې د الوتکې لاندې برخه کې زوړند وزن پورته کولای شي
- اوږدوالی : ۱۶.۱۳ متره
- بې وسایلو وزن : ۶۴۰۰ کیلو ګرامه
- د الوتنې لپاره زیات نه زیات وزن : ۱۰۶۰۰ کیلو ګرامه
- ماشینونه : د تولید یو ډول کې دوه (CT7-8E) ماشینونه لري هر یو یې ۱۸۴۵ کیلو واټه یا ۲۴۷۴ هارس پاوره ځواک تولیدوي
- ماشینونه : د تولید بل ډول کې دوه (RTM322-1/9) ماشینونه لري هر یو یې ۱۸۰۲ کیلو واټه یا ۲۴۱۷ هارس پاوره ځواک تولیدوي
- سرعت : په ساعت کې ۳۰۰ کیلو متره
- سرعت : په ساعت کې ۳۰۰ کیلو متره په یو ځل تر ۸۰۰ کیلو متره پورې الوتنه کولای شي
وسلې
- په دروازو کې دوه ماشیندارې
- اوبتل ضد توغندی یا له هوا د ځمکې سطحې ته توغول کېدونکی توغندی
Comments
So empty here ... leave a comment!