Nilgai – نیله غویی

د ډول علمي نوم یې بوسې لافوس تراګو کامېلوس (Boselaphus tragocamelus) ده، په انګریزۍ کې ورته (bluebuck) نوم هم اخلي، د اسیا انتېلوپ ده او د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده. اصلي ځای یې هند ده او هندوان د خپل باور له مخې لکه څنګه چې غوییزو ته احترام لري دا انتېلوپ هم غوییز ګڼي او احترام یې کوي. شین غویی د هند له څلورو داسې انتېلوپ څخه ده چې په هند کې پرېمانه پیدا کیږي.
 
نیلګی د هندۍ ژبې لفظ ده او شین غویي ته وېل کیږي کوم چې د دې انتېلوپ شین خړ رنګ لرونکی نر تشرېح کوي. د دې انتېلوپ ښځې نارنجي نصواريي رنګ لري. دا انتېلوپ په جوړښت کې د غوییزو په پرتله ډېر اسونو ته ورته ده. دواړه نر او ښځه یې په بدن کې د سپین رنګ نښانونه یا پټۍ لري. د بدن لوړوالی یې د مخکنیو پښو په ولیو کې ۱.۵ متره (۵ فټه) او وزن یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه (۶۶۰ پونډه) پورې رسیږي. نر یې غوییزو ته ورته ۱۵–۱۸ سانتي متره پورې اوږده ښکرونه لري.
 
شین غویی په وچه او هواره سیمه کې ژوند کول خوښوي او په هغه سیمه کې چېرې چې زېاتې ونې او لرګي وي له ژوند کولو ډډه کوي، په مرکزي او شمال غربي هند کې خورا زېات دي. په ۱۹۳۰ لسیزه کې متحده ایالتونو ته هم انتقال شوي چې په تکزاس کې یې اوسمهال شمېر تر ۳۶۰۰۰ زېات ده او د دې شمېرې زېاته برخه وحشي ازاد ژوند کوي. خواړه یې شنه واښه دي خو د وښو تر څنګ د ونو پاڼې، ځینې میوې او ګلان هم خوري. له ونو د پاڼو شکولو پر وخت په دوه وروستیو پښو دریږي تر څو د ونې له پاسنیو څانګو پاڼې وخوړای شي. د ورځې لخوا فعال دي او په سخته ګرمۍ کې هم یوازې د غرمې پر وخت سوری لټوي. ډېر وخت د سهار له سباون څخه مخکې او د له ماښام وروسته خپل ځان تغذیه کوي. په ګرمۍ کې بیا بیا ځلې اوبه څکي خو په سړه هوا کې تر دوه یا درې ورځو بې اوبو پاېدلی شي.
 
تر لسو غړو پورې په یوه رمه کې ګرځي. مګر ډېر کم وخت تر ۲۰ پورې هم لیدل شوي. نر او ښځه یې جلا ژوند کوي خو په یوه ډله کې یو نر یا ښځه مشر وي چې ډله هدایت کوي. له یوې بلې ډلې سره په ډېره اسانۍ یو ځای کیږي او یوازې د مور او بچي تر منځ اړیکه دوامداره وي. نران یې ډېر وخت یوازې ژوند کول خوښوي. د جنسي نزدیکت په اړه یې مطالعې تر اوسه کومه پاېله نده ورکړې او دا نده مالومه چې ایا خپلمنځ کې سیمه ټاکي او کنه. د اومیندوارۍ موده یې تر اته میاشتو پورې ده، د جنسي نزدیکت موده یې د نومبر او ډسمبر میاشتې دي خو د کال په نورو میاشتو کې هم جنسي نزدیکت کوي. ښځې یې د بچیانو له زېږولو وروسته بیا جنسي نزدیکت کوي او له همدې امله د مختلفو عمرونو بچیان ورپسې ګله ګرځي. معمولا یو بچی زېږوي خو تر درې بچیانو پورې هم امکان لري. بچیان له پیدا کېدو وروسته تر یوې میاشتې پورې پټ ژوند کوي او له یوې میاشتې وروسته له خپلې مور سره ګرځي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons