Nonsense rat – بې مانا موږک

نور نومونه یې (Nicobar Archipelago rat, or Miller’s Nicobar rat ) دي. د ډول علمي نوم یې (Rattus burrus) دی. اصلي ځای یې د هند نیکوبار ټاپو ده. په ګرېټ او لیټل نیکوبار کې پیدا کیږي. په لمړي ځل په ۱۹۰۲ کې (Miller) تشرېح کړی وو او د موس (Mus) په نسل کې یې ډلبندي کړی وو خو وروسته په راټوس نسل کې ډلبندي شو. د انګرېزۍ نوم (Nonsense rat) یې تر اوسه نده مالوم چې دا نوم چا پرې ایښی پښتو مانا یې بې مانا موږک ده. او ۱۹۰۲ کې کله چې (Miller) تشریح کړی وو په خپل کتاب کې یې د دې موږک لپاره کوم عام نوم نده یاد کړی. په نیمه تل شنو او تل شنو ځنګلونو کې ژوند کوي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل راټوس
Share
Hide Buttons