Norfolk parakeet – د نار فولک ټاپو شین توتي

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cyanoramphus cookii) دی. په لمړي ځل په ۱۷۷۴ کې مطالعه شوي. په ټول نارفولک ټاپو کې پیدا کېدل خو تر ۱۹۰۸ کال پورې له ډېرو سیمو ورک شول او یوازې په ځنګلونو کې محدود وو. طبیعي استوګنځای یې باراني ځنګلونه دي خو د باراني ځنګلونو چار چاپېره باغونو او کرنو ته هم تګ کوي. په ځانګړې توګه په ژمي کې، تخمونه یې نیم خواړه جوړوي خو له دې پرته نیاو خرما، په سیمه کې د افریقا کېنول شوي زیتون، اېک اېک او ګوا ګیلاس هم خوري.
 
په انګرېزۍ کې ورته (asman parakeet, Norfolk Island green parrot or Norfolk Island red-crowned parakeet) نومونه هم اخیستل کیږي. په (family Psittaculidae) کورنۍ کې د توتي یو ډول دی. اصلي ځای یې د استرالیا، نیوزلنډ، نیو کالېدونیا او تاسمان سمندر تر منځ نارفولک ټاپو دی.
 
تر ۱۹۷۰ لسیزې پورې یې نسل تر ۵۰ توتیانو پورې را کم شوی وو او لامل یې په سیمه کې د لوړو ونو وهل وو کومې چې د دې توتیانو د ځالو لپاره مناسب ځای وو او په ونو کې په موجودو غارونو کې یې خپلې هګې او بچیان له ښکاریانو محفوظ ساتلی شو. دوېم لامل یې د پیشوګانو، موږکو لخوا د دې توتیا هګۍ او بچیان خوړل وو. درېم لامل یې سیمې ته د انسانانو لخوا د (crimson rosellas and common starlings) مرغانو انتقال وو کومو چې له یادو توتیانو سره د ځالې جوړونې د سیمې پر سر سیالي کوله. د نسل د ورکېدو د مخنیوي لپاره یې په ۱۹۸۳ کې په بندو ځایونو کې د دې توتیانو د نسل اخیستنې پروګرام پیل شو خو دا پروګرام هم بریالی نشو. د ۱۹۸۷ او ۲۰۰۰ کال ترمنځ د نارفولک ټاپو خلکو د موږک او پیشوګانو نیولو هڅې پیل کړې تر څو یې په تلک کې ونیسي او بلې سیمې ته یې انتقال کړي او د دې توتیانو نسل زیات کړي. په دې چارې سره یې شمېر تر ۲۰۰۹ کال پورې تر ۲۴۰ توتیانو زیات شوی وو.
Norfolkparanbg
Norfolk parakeet, at Norfolk Island Botanic Garden, Norfolk Island. Image by Casliber

 

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons