Northern banded newt – د شمال کړۍ یا کرښې لرونکی تریتون

د روسې په سوېل کې، د ارمنستان او جورجیا په لوېدیځ قفقاز کې او د ترکې په شمال ختیځ کې پیدا کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Ommatotriton ophryticus) دی. مخکې دسوېل کرښې یا کړۍ لرونکي تریتون فرعي ډول ګڼل کېده خو په ۲۰۰۵ کې (Litvinchuk and colleagues) جلا ډول وګڼه.

د لکۍ اوږدوالی یې له سر او تنې سره برابر وي. د بدن غړي او ګوتې یې اوږدې وي خو په نر کې د ښځې په پرتله زیات اوږدوالی لري. پوستکی یې هوار وي خو کمه اندازه زیږوالی لري. په وچه کې چې کله د ژوند پړاو ترسره کوي ملا کې یې سورالی پیدا کیږي. کله چې اوبو کې د ژوند پړاو ترسره کوي ګېډه او ملا یې زیتونو ته ورته نسواري رنګ کې وي. د مثل د تولید پرمهال یې د نر په ملا کې تاج ته ورته جوړښت وده کوي.

په داسې ځنګلونو کې ژوند کوي چېرې چې د نختر ونې وي او یا یې هر کال ونې پاڼې رژوي. د مثل د تولید لپاره بېرته د ډنډونو اوبو ته تګ کوي. معموله په وچه کې د ژمي خوب کوي خو په جنوري کې هم بشپړ ودې ته رسېدلي په اوبو کې لیدل شوي. د ډول د غړو شمېر یې د غوییزو د څر له امله، د بندونو د جوړونې له امله، د لندو ځمکو د ویجاړونې له امله کم شوی. له دې پرته سیمو ته د راکون د خپرېدو له امله او د سوداګرۍ لپاره د نیونې له امله هم کم شوي.

ساینسي ډلبندي

ډومین یوکاریوټا
پاچایي ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس دوه ژواکي
ډله یوروډېلا
کورنۍ سالامانډرېډای
فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني
نسل اوماتو تریتون