Northern crested newt – د شمال تاج لرونکی تریتون
د غټ تاج لرونکي تریتون او زخې لرونکي تریتون په نومونو هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Triturus cristatus) دی. په انګلستان کې، شمالي او مرکزي اروپا کې او د سایبریا په لوېدیځ کې پیدا کیږي. غټ تریتون دی. ښځه یې تر شپاړس سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د ملا رنګ یې تور ته ورته نسواري وي او د ګېډې رنګ یې له زېړ تر نارنجي پورې رنګ کې وي او په دې رنګ کې د تور یا نسواري رنګ خاپونه موجود وي. د مثل د تولید په موده کې یې نر په ملا او لکۍ کې تاج پیدا کوي.
د کال ډېره برخه په وچه کې تېروي او په وچه کې تر ډېره د ټېټو ځمکو په ځنګلونو کې وي. په پسرلي کې داسې اوبو ته د مثل د تولید لپاره تګ کوي چېرې چې غټ ښکاري کبان نشته وي. د جوړه کېدو پرمهال یې نر خپل سپرم په ځمکه غورزوي او ښځه یې په خپل مقعد کې داخلوي. القاح یې د ښځې په داخل کې ترسره کیږي او له القاح وروسته یې ښځه تر دوه سوه پورې هګۍ اچوي. خپلې هګۍ د اوبو په بوټو پسې نښلوي. لاروای بچیان یې په درې څلور میاشتو کې په واړه ځوان بچي بدلیږي او له اوبو وچې ته تګ کوي. په اوبو او وچه کې په بې شمزیو ځان تغذیه کوي.
د تاج لرونکي تریتون ډېری ډولونه کوم چې مخکې فرعي ډولونه ګڼل کېدل اوسمهال د جلا ډول په توګه ډلبندي شوي. تر ټولو نږدې ورسره تړاو لرونکی ډول د دانوب تاج لرونکی تریتون دی. ځینې وخت کې د تریتون له نورو ډولونو سره دوه رګه نسل هم رامنځته کوي، په دې کې مرمر تریتون هم شامل دی. په اروپا کې یې قانون ساتنه کوي، لرل، نیول، وژل او یا هم د ژوند لپاره چاپېریال ویجاړول یې جرم ګڼل کیږي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
فرعي کورنۍ | پلورو ډېلیني |
نسل | تریتوروس |