Northern flying squirrel – د شمال الوت کوونکی نولی یا ډانګلکی

د ډول علمي نوم یې (Glaucomys sabrinus) ده. په ګلوکومیس نسل (genus Glaucomys) کې شامل ده. په شمالي امریکا کې پیدا کیږي. د کاناډا په ډېرو ځنګلونو کې، د متحده ایالتونو په واشنګټن، اورېګون، د اوتا په ختیځ او د کارولینا په شمال کې، له الاساکا تر نووا سکوشیا پورې سیمه کې ژوند کوي. د تنې پاسه برخه یې روښانه نسواري او د تنې لاندې برخه یې روښانه زېړ رنګ لري. د تنې او لکۍ اوږدوالی یې له ۲۵ تر ۳۷ سانتي پورې رسیږي. خواړه یې د بوټو ځینې برخې، مرخېړي، حشرې او د مرغانو هګۍ دي. ډېری یې په کال کې یو ځل بچیان زېږوي. کله چې بچیان وزېږوي په دومداره توګه خپلې ځالې بدلوي او په ژمي کې څو غړي یوې ځالې ته سره راغونډیږي. د شپې لخوا ژوند کوونکي دي.
ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
فرعي ډله سکیورومورفا
کورنۍ سکیوریډای
فرعي کورنۍ سکیورینای
قوم ټېرومایني
نسل ګلوکومیس
د شمال الوت کوونکي نولي فرعي ډولونه
  • Glaucomys sabrinus sabrinus
  • Glaucomys sabrinus alpinus
  • Glaucomys sabrinus bangsi
  • Glaucomys sabrinus californcus
  • Glaucomys sabrinus canescens
  • Glaucomys sabrinus coloratus
  • Glaucomys sabrinus columbiensis
  • Glaucomys sabrinus flaviventris
  • Glaucomys sabrinus fuliginosus
  • Glaucomys sabrinus fuscus
  • Glaucomys sabrinus goodwini
  • Glaucomys sabrinus gouldi
  • Glaucomys sabrinus griseifrons
  • Glaucomys sabrinus klamathensis
  • Glaucomys sabrinus lascivus
  • Glaucomys sabrinus latipes
  • Glaucomys sabrinus lucifugus
  • Glaucomys sabrinus macrotis
  • Glaucomys sabrinus makkovikensis
  • Glaucomys sabrinus murinauralis
  • Glaucomys sabrinus reductus
  • Glaucomys sabrinus stephensi
  • Glaucomys sabrinus yukonensis
  • Glaucomys sabrinus zaphaeus

Glaucomys sabrinus
Northern Flying Squirrel (Glaucomys sabrinus). Photo by U.S. Fish & Wildlife Service
Flying squirrel in a tree
Northern flying squirrel (Glaucomys sabrinus). Photo by Angie spuc
 

Sidebar



Share
Hide Buttons