Notomys – نوتونومیس

په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو نسل ده. غړو ته یې د (Hopping mouse) عام نوم هم اخیستل کیږي مانا یې له کچې زیاتې فعالې مږې یا نڅا کوونکې مږې کیږي خو دلته یې مانا په ټوپ باندې تګ کوونکې مږې ده. د دې مږو وروسته پښې اوږدې وي او ټوپ ته ورته تګ کوي. ګمان کیږي چې پلرونه یې ۵ میلیونه کاله مخکې له اسیا استرالیا ته کډوال شوي. د ټولو د بدن رنګ نسواري یا نکریزو ته ورته وي. د تنې لاندې برخه یې زېړ رنګه خړ یا سپین رنګ کې وي. له کله چې اروپایانو استرالیا خپله مستعمره کړه د یادو مږو نیم ډولونه له منځه ولاړل او بنسټیز لامل یې ممکن استرالیا ته د پیشوګانو او ګیدړو د نسلونو انتقال وي. د خوړو بنستیزه برخه یې تخمونه دي.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل نوتونومیس

په نوتونومیس نسل کې لاندې ډولونه شامل دي

Notomys cervinus - Gould
Notomys cervinus . Image by John Gould  (1804–1881)

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons