Notophthalmus – نوتو فتالموس
د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. نوم یې د یونانۍ ژبې له (ὀφθαλμός) کلیمې اخیستل شوی، د یونانۍ کلیمې تلفظ اوفتالموس دی او مانا یې سترګه ده. په ختیځه امریکا کې پیدا کیږي. په فزیکي جوړښت کې د اروپا تریتوروس نسل ته ورته والی لري. نرم پوستکی لري او لکۍ یې پراخه شوې وي.
ساینسي ډلبندي
ډومین | یوکاریوټا |
پاچایي | ژوي |
فایلم | کورډاټا |
کلاس | دوه ژواکي |
ډله | یوروډېلا |
کورنۍ | سالامانډرېډای |
نسل | نوتو فتالموس |
ډولونه
انځور | ساینسي نوم | عام نوم | سیمه |
---|---|---|---|
Notophthalmus meridionalis | د تورو خالونو لرونکی تریتون | د مکسیکو شمال ختیځ او د تکزاس سوېل | |
Notophthalmus perstriatus | کرښې لرونکی تریتون | د جورجیا سوېل او مرکزي فلورېډا | |
Notophthalmus viridescens | د ختیځ تریتون | د شمالي امریکا ختیځ |