Numbat – نمبټ
د ډول علمي نوم یې میرمېکوبیوس فاسیاتوس (Myrmecobius fasciatus) ده، په انګرېزۍ کې ورته (banded anteater) نوم هم اخلي، تی لرونکی مارسوپیل یا نا بشپړ پیدا کېدونکی ده، د کورنۍ نوم یې میرمېکوبي ایدای (family Myrmecobiidae) ده او همدا یو ډول لري. د استرالیا په ځنګلي سیمو کې میږي ته ورته حشرې خوري، د ورځې لخوا فعال یا ژوند کوونکی ده، د بدن اوږدوالی یې ۲۰–۲۷ سانتي متره پرته له ۱۳–۲۰ سانتي متره لکۍ ده. واړه غاښونه لري، اضافي د ژرندې یا مولر غاښونه لري، دغاښونو شمېر یې ۵۰–۵۲ پورې وي. مخکینۍ پښې یې د ځمکې د کیندلو لپاره منګولې لري، په خېټه کې لکه د نورو مارسوپیل په څېر کڅوړه نلري او په کال کې تر څلورو پورې بچیان زېږوي.
Comments
So empty here ... leave a comment!