Nyala – نایالا

د ډول علمي نوم یې تراګېلافوس انګاسي (Tragelaphus angasii) ده، له تراګېلافیني توکم (tribe Tragelaphini) سره تړاو لري، د کورنۍ نوم یې بوویدای (Bovidae) ده. دواړه نر او ښځه یې له یو بل سره ډېر توپیر لري چې دغه توپیر ته په انګریزۍ کې (sexual dimorphism) وایي. ځانګړی چلند لري او په هره سیمه کې ژوند نشي کولای.
 
واړه بچیان او ښځې یې سپینه خیټه لري، له ۸–۱۳ پورې ټاپي یا نښانونه لري، ښځینه یې تر ۵۸ کیلو ګرامه (۱۲۸ پونډه) پورې وزن او د قد لوړوالی یې تر ۹۲ سانتي متره (۳۶ انچه) پورې وي. د نر وزن یې ۹۸–۱۲۵ کیلو ګرامه (۹۸–۱۲۵ پونډه) پورې او لوړوالی یې ۱۰۶ سانتي متره (۴۲ انچه) پورې رسیږي. نر یې تر ۶۰–۸۳ سانتي متره پورې اوږده ښکرونه لري. له فزیکي ودې سره یې د نر رنګ په تدریجي ډول خړ رنګ ته بدلیږي. په اوږدو وېښتو کې یې ډېر وخت په بدن نور رنګونه او نښانونه پټیږي. په ځنګل لرونکې سیمه کې له اوبو سره نږدې ژوند کول خوښوي.

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons