Ohiya rat – اوهیا موږک

په سریلانکامیس نسل (genus Srilankamys) کې یوازینی ډول دی. بل نوم یې د سریلانکا دوه رنګه موږک (Sri Lanka bi-colored rat) دی. په موریډای کورنۍ (family Muridae) کې د شخوند وهونکو یو ډول دی. په سریلانکا کې پیدا کیږي. په سینهالي ژبه کې یې نوم (ශ්රී ලංකා දෙපැහැ මීයා) لیکل کیږي. د سر او تنې اوږدوالی یې له ۱۵ تر ۱۸ سانتي متره او د لکۍ له ۱۹ تر ۲۱ سانتي متره پورې رسیږي. د تنې پاسه برخه یې کم رنګه زېړ نسواري رنګ او د تنې لاندې برخه یې کره سپین رنګ لري. غټ سر او غټ غوږونه لري، د غوږونو داخل یې ګلابي رنګ کې وي. پوز یې هم ګلابي وي، وړې د بادام شکل ته ورته سترګې لري.

ساینسي ډلبندي
کېنګډم ژوي
فایلم کورډاټا
کلاس تی لرونکي
ډله شخوند وهونکي
کورنۍ موریډای
فرعي کورنۍ مورینای
نسل سریلانکامیس
Share
Hide Buttons