Oise river – اوواز سیند
د بلجیم او فرانسې سیند دی. په بلجیم کې له خپلې سرچینې اېنو سیمې د فرانسې لور ته بهیږي. له اوږده مزله وروسته په سېن سیند کې ورګډیږي. د فرانسې د اوواز او وال دو اوواز سیمو نومونه هم د همدې سیند له نوم څخه اخیستل شوي. په تېر وخت کې د څو پېړیو لپاره یې پاریس د فرانسې په شمال کې سمندر سره د کشتیو له لارې نښلولو کې اړین رول لرلای. همداسې د دې سیند له لارې تر بلجیم پورې په کشتیو کې تګ راتګ کېده.
