Old Gloucester – کلوسټر غوییز
د زړو ګلوسټر غوییزو په نوم هم یادیږي. نسل یې د انګلستان په ګلوسټر شېر کې اخیستل شوی. مخکې د کار، غوښې او شیدو لپاره کارېدل خو اوسمهال یوازې د شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی او د نسل اخیستنې چارې یې پیل شوي. د غویي وزن یې تقریبا تر ۸۵۷ کیلو ګرامه پورې او د غوا تر ۵۸۳ کیلو ګرامه پورې رسیږي. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۴۳ سانتي متره پورې لوړیږي. رنګ یې کافي ته ورته تور وي. له لنګېدو تر وچېدو پورې موده یې تقریبا ۳۰۰ ورځې وي. په شیدو کې یې کوچ یا شحم ۳.۹% او ۳.۳% پروتین او لکټوز ۴.۶% وي. د پنېر جوړولو لپاره یې شېدې مناسبې دي. له کومو غوییزو یې چې نسل اخیستل شوی په اړه یې کره مالومات نشته خو له ګلامورګان غوییزو سره نږدې تړاو لري. تر اتلسمې پېړۍ پورې یې شمېر زیات وو خو د نورو نسلونو له امله یې په نولسمه پېړۍ کې نسل کم شو. اوسمهال یوازې یوه پاده پاتې ده او د نسل زیاتولو چارې یې ادامه لري.