Olympe de Gouges – د ګوژ اولیمپ

اصلي نوم یې ماري ګوژ وو. د ۱۷۴۸ کال د مې په ۷ نېټه زېږېدلې او د ۱۷۹۳ کال د نومبر په ۳ نېټه مړه شوې. د کیسو لیکونکې او سیاسي فعاله وه. “د ښځو د حقونو او ښځینه ښاریانو اعلامیه” یې یوه لیکنه وه کومې چې د ډېرو خلکو پام خپل کړ خو له دې پرته یې د ښځو په حقونو او د غلامۍ ضد نورې لیکنې هم خپرې شوي.

د فرانسې په سوېل لوېدیځ کې زېږېدلې او په ۱۷۸۰ لسیزه کې یې د کیسو لیکونکې په توګه پاریس کې په لیکنو پیل کړی. د انساني حقونو مدافع او په فرانسه کې یوه تر ټولو لمړۍ مېرمن چې د غلامي ضد یې مبارزه پیل کړې. په خپلو کیسو کې یې مختلف ډوله موضوعات رانغښتي وو لکه واده او طلاق، د ماشومانو حقونه، بې کاري او ټولنیز امنیت او داسې نور، … سره له دې چې سیاسي فعاله او د کیسو لیکواله وه د فرانسې له انقلاب مخکې یې اداکاري هم کوله. په پیل کې یې د فرانسې د انقلاب ملاتړ وکړ خو له انقلاب وروسته چې کله ښځو ته حقونه ورنکړل شول نو له انقلاب نا هیلې شوه. په ۱۷۸۹ کال کې حکومت د نرانو د حقونو او نارینه ښاریانو اعلامیه خپره کړه د همدې اعلامیې په غبرګون کې اولیمپ په کال ۱۷۹۱ کې د ښځو د حقونو ښځینه ښاریانو اعلامیه خپره کړه.

له انقلاب وروسته چې کله د شپاړسم لویي پاچایي نسکوره شوه نو جیرونده ډلې سره یوځای او د پاچا له اعدام کولو سره یې مخالفت وکړ. په خپلو لیکنو کې یې د مکسیمیلین روبېسپیر په انقلابي حکومت کلکې نیوکې پیل کړې او ګمان کیږي چې له همدې امله روبېسپیر په ۱۷۹۳ کې ونیوله او سره یې ترې قلم کړ.

Sidebar



Share
Hide Buttons