Organic compound – عضوي ترکیب

په کیمیا کې یو عضوي ترکیب یو کیمیاوي ترکیب ده په کوم کې چې کاربن موجود وي. د کاربن هغې وړتیا ته چې د نورو کاربنونو له اټومونو سره کړۍ جوړوي په انګرېزۍ کې (catenate) وایي. تر اوسه پورې میلیونونه کیمیاوي ترکیبونه پېژندل شوي. د عضوي ترکیبونو د خواصو یا ځانګړنو، تعاملونو او ترکیبونو مطالعه په عضوي کیمیا کې کیږي. ځینې کاربن لرونکي ترکیبونه لکه کاربونېټونه او سیانیډ مالګې او همداسې کاربن ډایوکسایډ عضوي ترکیبونه نه ګڼل کیږي. کوم چې تازه نومول شوي کاربن لرونکي ترکیبونه دي له عضوي کیمیا پر ویستلو یې ټول کیمیا پوهان اتفاق نلري او له همدې امله یې تعریف او پېژندنه اسانه چاره نده.

ساینسي نوم کېښودنه کې عضوي ترکیب هر هغه ترکیب ده چې په کافي اندازه کاربن لري. ډېری یې په ژوندیو کې پیدا کیږي. په عصري ډلبندۍ کې (E. J. Corey) د اورګانیک کلیمې پر ځای د اورګاجنیک (organic) کلمیې د کارونې وړاندیز کړی.

عضوي ترکیبونه د ځمکې د قشر کمه فیصدي جوړوي خو ارزښت یې زیات ده ځکه چې ټول ژوندي د ژوند د دوام لپاره عضوي ترکیبونو ته اړتیا لري. ژوندي غېرې عضوي کاربني ترکیب په عضوي ترکیب بدلوي او دا چاره د یوې شبکې د بهیر له مخې ترسره کیږي او دې بهیر ته د کاربن دوران (the carbon cycle) وایي لکه اوبه په ساده بورې بدلول او د بدلولو لپاره یې وړانګې کاروي (photosynthesis) او یا هم د انرژي بله سرچینه کاروي. ډېری په ترکیبي توګه تولید شوي عضوي ترکیبونه له پېټروکیمیکل څخه تر لاسه کیږي کوم کې چې په عمده توګه هایډروکاربنونه موجود وي. په دې ترکیبونو کې هایډروکاربنونه له لوړ فشار او تودوخې رامنځته کیږي.

د کیمیاوي اصطلاح ګانو په نوملړ کې هر (organyl) ګروپ په (R) ښودل کیږي او (monovalent substituent) ته رجوع کوي د کوم چې پرانیستی یا خلاص (valence) د کاربن په اټوم کې وي. په کیمیا کې (monovalent) یو (valence) لرونکي ته وایي او (valence) د یوه عنصر د یو ځای کېدو ځواک ته وایي په ځانګړې توګه هغه یو ځای کېدنه چې د هایډروجن په اټومونو کچه شوې وي – له دې اټومونو سره یو ځای کېدو او یا لرې کېدو او د دې اټومونو ځای نیونې ته وایي.

یو څو ډوله کاربن لرونکي ترکیبونه چې پخوا عضوي ترکیب ګڼل کېده اوس وخت کې عضوي ترکیب نه ګڼل کیږي لکه کاربایډونه، کاربونېټونه، د کاربن ساده اوکسایډونه لکه (CO and CO2) او سیانیډونه د عضوي ترکیبونو له نوملړ څخه ویستل شوي. همداسې د کاربن الوټروپونه لکه الماس، ګرافیټونه، فولېرېنونه او کاربن نانوټیبونه هم د عضوي ترکیبونو له نوملړ ویستل شوي ځکه چې ساده مادې دي او یوازې له یوه عنصر جوړې شوې دي او له همدې امله الوټروپونه ترکیب هم نه ګڼل کیږي.

ویټالیزم – (Vitalism)
لمړی به ویټالیزم وپېژنو : ویټل (Vital) ژوند ته وایي، د وېټلېزم لغوي مانا د حیات پر اصالت باور، حیاتي ځانګړنه ده. تشرېح یې : هغه باور ده چې ګمان کوي ژوندي له غیرو ژوندیو سره بنسټیز توپیر لري ځکه چې ژوندیو کې ځینې داسې څه هم شته چې فزیکي بڼه یا شکل نلري. تشرېح یې تر دې اوږده او پېچلې ده خو د عضوي ترکیب کې همدا لنډیز بسنه کوي.

د ډېرو پېړیو په اوږدو کې د غرب فزیکپوهانو او کیمیاپوهانو په ویټلېزم باور لره. د دوي ترمنځ یو مفهوم عام خپور شوی وو او هغه دا چې هغه مادې کومې چې په عضوي طبیعت کې پیدا کیږي له کیمیاوي عناصرو جوړې شوې دي او رامنځته کېدنه یې د ژوند ځواک (vital force or life-force) له لارې شوې په لاتیني کې همدې کلیمې ته (vis vitalis) وایې. د ویټالیزم په اړه په لمړي ځل په ۱۸۲۴ کې پوښتنې راپورته شوې کله چې (Friedrich Wöhler) په لمړي ځل اوکزالیک اسید (oxalic acid) ترکیب کړل یاد ترکیب مخکې یوازې په ژوندی کې موجود وو. یاد کیمیا پوه په ۱۸۲۸ کې یوریا د سیانېټ پوتاسیم له مالګې او امونیم سلفېټ څخه جوړه کړه خو پخوا ګمان کېده چې یوریا یوازې د ژوندیو په خالي ادرارو کې ده. وروسته د همدې کیمیا پوه تجربو ته په کتو نورو کیمیاپوهانو هڅې پیل کړې او له ډېرو غېرې عضوي توکو یې پیچلې عضوي ترکیبونه جوړکړل.

ډلبندي
عضوي ترکیبونه په مختلفو طریقو ډلبندي کیدای شي. د عضوي ترکیبونو ترمنځ یو لوی توپیر طبیعي عضوي ترکیبونه او په مصنوعي توګه ترکیب شوي عضوي ترکیبونه دي. همداسې امکان لري چې په طبیعي توګه پیدا کېدونکي عضوي ترکیبونه د هېټېرواټومونو د لرلو یا نلرلو پر بنسټ ووېشو لکه (organometallic compounds) او (organophosphorus compounds). د عضوي ترکیبونو بل خپلمنځي توپیر کچه ده (واړه مالیکولونه او پولیمرونه دي).

طبیعي ترکیبونه
طبیعي عضوي ترکیبونه هغه ترکیبونه دي چې ژویو او بوټو تولید کړي وي. دا ترکیبونه تر اوسه له طبیعي سرچینو تر لاسه کیږي ځکه چې په مصنوعي توګه تولید یې خورا زیات لګښت لري د بېلګې په توګه زیاتې بورې، ټېرپېنویډونه، الکالویډونه همداسې ځینې خواړه لکه ویټامین بي ۱۲ او داسې نور…
په عضوي کیمیا کې تر ټولو با ارزښته عضوي ترکیبونه انټیجنونه، کاربوهایډرېټونه، انزایمونه، هورمونونه، فټي اسید یا غوړلرونکي اسید، نیوروټرانزمېټرونه، نیوکلیک اسیدونه، پروټینونه، امینو اسیدونه، لېکټینونه، ویټامینونه، غوړ او وازدې دي.

مصنوعي عضوي ترکیبونه
په انګرېزۍ کې ترکیب ته (compound) وایي خو هغه ترکیب ته چې د دوه ترکیبونو له تعامل څخه رامنځته کیږي (synthetic) وېل کیږي. دا ډول ترکیب ممکن له ژو او بوټو رامنځته شوی وي او یا هم په په طبیعي توګه نه پیدا کېدونکی وي دواړه د (synthetic) په نامه یادیږي.
زیات پولیمرونه (یوه وېشنیزه یا کټګوري چې په ټولو کې پلاستیکونه او ربړونه موجود دي) عضوي یا نیمه عضوي ترکیبونه دي.

بایوټکنالوجي
ډیری عضوي ترکیبونه – دوه بېلګې یې ایتانول او ینسولین دي د تولید لپاره یې په صنعت کې باکتریا او ایسټ کاریږي. معمولا د ژوندیو ډي اېن اې ته تغیر ورکول کیږي تر څو داسې ترکیب جوړ کړي چې په عامه توګه یې ژوندي نه تولیدوي. د بایو ټکنالوجۍ دا ډول ترکیبونه پخوا په طبیعت کې نه وو موجود.

Methane-2D-stereo
Chemical structure of methane. SVG version by Patricia.fidi

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons