Oryx – اوریکس

د انتېلوپ درې ډوله دي چې په بوویدای کورنۍ (Bovidae) او ارتیو دکتیلا ډله (order Artiodactyla) کې شامل دي او د عربو د ټاپوزمې او افریقا په وچو دښتو کې ژوند کوي. نر او ښځه یې په جوړښت او شکل کې یو بل ته ورته دي، لنډې غاړې، لنډ اوربوزونه لري خو ښځه یې د نر په پرتله کمې عضلې لري. جېمس بوک (gemsbok) ډول یې په بدن کې تر ټولو غټ دي د دې ډول علمي نوم اوریکس ګزېلا ګزېلا (Oryx gazella gazella) ده، د مخکنیو پښو په ولیو کې یې لوړوالی تر ۱۳۸ سانتي متره (۵۴ انچه) پورې او وزن یې تر ۲۳۸ کیلو ګرامه (۵۲۴ پونډه) ته رسیږي، خړ نصواري رنګ لري او تورې سپینې پټۍ یا نښې یې په بدن شته وي.
 
سپین یا عربی اوریکس ( Arabian or white oryx) د ډول علمي نوم یې اوریکس لووکوریکس (Oryx leucoryx) ده، په وزن او کچه کې تر نورو وړوکی ده، د مخکنیو پښو په ولیو کې یې د قد لوړوالی تر ۱۰۲ سانتي متره (۴۰ انچه) پورې او وزن یې تر ۷۵ کیلو ګرامه (۱۶۵ پونډه) پورې وي، بدن یې سپین رنګ لري او په دې سپین رنګ کې کم رنګه نښانونه یا نور رنګونه شته وي.
 
سیمیتار ښکر لرونکی اوریکس (لنډې تورې ته ورته ښکر لرونکې) (scimitar-horned oryx) د ډول علمي نوم یې اوریکس دا ما (Oryx dammah) ده، قد یې تر ۱۲۰ سانتي متره او وزن یې تر ۲۰۰ کیلو ګرامه پورې رسېږي. د بدن رنګ یې سپین ده خو غاړه یې سور نصواري رنګ لري. ډېر کم شمېر پیدا کیږي او نسل یې له منځه تللو سره مخ ده.
اوریکس درې فرعي ډولونه هم لري کوم چې په شرقي او جنوبي افریقا کې ژوند کوي

Comments

So empty here ... leave a comment!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Sidebar



Share
Hide Buttons