Welcome to Zakria Rahimi

Rio Negro brush-tailed rat – ریو نېګرو بورس لکی موږک

په اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) کې  شخوند وهونکی ده. بل نوم یې (dark brush-tailed tree rat ) ده. د ډول علمي نوم یې (Isothrix negrensis) ده. د سوېلې امریکا د اغزنو موږکانو یو ډول ده. په برازیل کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي… read more »

Yellow-crowned brush-tailed rat

د ډول علمي نوم یې (Isothrix bistriata) ده. په اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول ده. په بولیویا، برازیل، کولمبیا، ایکوادور، پېرو او وېنزوېلا کې پیدا کیږي. د شپې لخوا فعال په ونو کې ژوند یا ژوند کوونکی ده. د ټیټو ځمکو په تل شنو باراني ځنګلونو کې… read more »

Groundhog – غرنی نولی یا ډانګلکی

علمي نوم یې مرموتا موناکس (Marmota monax) ده. په انګرېزۍ کې د (woodchuck) په نامه هم یادیږي. د غرني نولیانو له ۱۴ ډولونو یو ډول ده. د شمالي امریکا د ځمکني نولي غټ ډول ګڼل کیږي. د باغونو او څر ځمکو وېجاړونکی ده. د شخوند وهونکو په (Rodentia) ډله کې د نولیانو د سکیوریډای کورنۍ… read more »

Guinea pig – ګیني خوګ

علمي نوم یې کاویا پورسېلوس (Cavia porcellus) دی. د سوېلې امریکا کورنی شوی شخوند وهونکی ژوی دی. د هندي خوګ د کاویدای کورنۍ (family Caviidae) غړی دی. فزیکي جوړښت یې د کورنۍ نورو غړو ته ورته والی لري. غټ سر، غټې سترګې، د بدن لنډ غړي لري. مخکینۍ پښې یې څلور او وروستۍ پښې یې… read more »

Gundi – ګنډي

د سي ټېنو ډکټیلیډای کورنۍ (family Ctenodactylidae) غړي دي. د شمالي افریقا د شخوند وهونکو ۵ ډولونه دي. غټ سرونه، بې څوکې پڅې پوزې، غټې سترګې او لنډ ګرد شوي غوږونه لري. بدن یې له ۱۶ تر ۲۴ سانتي متره او لنډه لکۍ یې له ۱ تر ۵ سانتي متره پورې اوږدیږي. ګڼ نرم ورېښمین… read more »

Harvest mouse – د فصل مږه

دوه نسلونه لري یو د امریکا د فصل مږې (American harvest mouse) د نسل نوم یې (Reithrodontomys) ده او بل د زړې نړۍ د فصل مږې (Old World harvest mouse ) د نسل نوم یې () ده.   د امریکا د فصل مږې شل ډولونه لري. د کاناډا له سوېل څخه د سوېلې امریکا تر… read more »

House mouse – د کور مږه

علمي نوم یې موس موکولوس (Mus musculus) ده. اصلي ځای یې اوراسیا ده خو له انسان سره نږدې ژوند ټولې نړۍ ته خپره کړې. هر چاپېریال سره په ډېر اسانۍ بلدتیا پیدا کوي لکه په کورونو کې ژوند کولای شي، د کرنې په پټیو کې پاېدلای شي، په لویو بېړیو کې ژوندی پاتې کیدای شي…. read more »

Ground squirrel – ځمکنی نولی یا ډانګلکی

په ځمکه د ژوند کوونکو شخوند وهونکو ژو ۶۲ ډولونه دي. اوږده تنه لري، د ورځې لخو فعال وي، لنډې پښې، لنډې منګولې او لنډ ګرد شوي غوږونه لري، لکۍ لنډه یا د منځنۍ کچې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې د ډولونو تر منځ توپیر لري، په خړ، غنم رنګه، زېړ نسواري، سور یا… read more »

Mara – مارا

د امریکا د هندي خوګ په کورنۍ کې دوه ډوله دي. د یو ډول عام نوم یې (Patagonian mara) دی او علمي نوم یې (D. patagonum) دی، د دوېم ډول عام نوم (Chacoan mara) او علمي نوم (D. salinicola) دی. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ کاوي ایډای… read more »

Hutia – هوتیا

د کپرو مي ایډای کورنۍ (family Capromyidae) غړي دي. د شخوند وهونکو ۲۶ ډولونه دي، ځینې ډولونه یې اوسمهال ژوندي او د ځینو نسل له منځه تللی. کوم چې اوسمهال ژوندي نسلونه لري بدن یې څورب او  لنډ غړي لري. واړه یې لکه لنډی هوتیا (dwarf hutia) ډول له ۲۰ تر ۳۰ سانتي متره پورې… read more »

Maned rat – تاج لرونکی موږک

علمي نوم یې (Lophiomys imhausi) ده. د ختیځې افریقا شخوند وهونکی ژوی ده. اوږده وېښته او ببره لکۍ لري. د بدن رنګ کې د سپینو تورو وېښتو کرښې لري. وزن یې تر ۲.۷ کیلو ګرامه پورې او اوږدوالی له ۲۵ تر ۳۶ سانتي متره پورې رسیږي. د بدن لنډ غړي، واړه غوږونه لري. د تنې… read more »

Marmot – غټ ځمکنی نولی

د مرموتا نسل (genus Marmota) جوړوي. د ځمکني د نولي ۱۴ ډولونه دي. په بنسټیزه توګه په شمالي امریکا او اوراسیا کې پیدا کیږي. وزن یې له ۳ تر ۷ کیلو ګرامه پورې رسیږي. له ساړه چاپېریال سره بلدتیا لري. لنډې پښې او د کیندلو لپاره ځواکمنې منګولې لري. اوږدوالی یې له ۳۰ تر ۶۰… read more »

Meadow vole – د وښو موږک

علمي نوم یې (Microtus pennsylvanicus) ده. بل نوم یې د وښو مږه (meadow mouse) ده. په شمالي امریکا کې پرېمانه پیدا کېدونکي، تی لرونکي، شخوند وهونکي ژوي دي. وزن یې تر ۵۰ ګرامه او اوږدوالی له ۱۵ تر ۲۰ ګرامه پورې رسیږي په اوږدوالي کې یې لکۍ هم شامله ده کومه چې له ۳ تر… read more »

Lemming – د شمالي قطب سارايي موږک

د شخوند وهونکو ژو ۲۰ ډولونه دي، ځینې ډولونه یې په ډله ایزه توګه کډوال کیږي. د شمالي قطب سارایي موږک یوازې په شمالي نیمه کره کې ژوند کوي. لنډ څورب بدن، لنډې پښې او لنډه ډبله لکۍ لري. بې څوکې ګرد شوی پوز، وړې سترګې او واړه غوږونه لري. واړه غوږونه یې تقریبا په… read more »

Brush-tailed rats – بورس لکي موږکان

د ایزوټریکس نسل (genus Isothrix) ده. د اغزنو موږکانو ګروپ ده. د سوېلې امریکا په معتدلو سیمو کې پیدا کیږي. تر اوسه یې پنځه ډولونه پېژندل شوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي کورنۍ ایکیمي ایډای نسل اېسوتریکس په اېسوتریکس نسل کې لاندې ډولونه شامل دي Yellow-crowned brush-tailed rat,… read more »

Red-crested tree-rat – سور تاج لرونکی د ونې موږک

بل نوم یې(Santa Marta Toro) ده. د ونې موږک ده او د سانتامارتامیس نسل (Santamartamys) کې یوازینی ډول ده. په اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) کې د شخوند وهونکو یو ډول . د شپې لخوا ژوند کوونکی ده، د بوټو په تولید ځان تغذیه کوي. د وړو بچیانو رنګ یې خړ او د… read more »

Rufous soft-furred spiny rat – سور رنګه نسواري د نرمو وېښتو اغزن موږک

د ډول علمي نوم یې (Diplomys labilis) دی. په اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) کې د شخوند وهونکو ډول دی. په ونه کې ژوند کوونکی دی. په کولمبیا او ایکوادور او پاناما کې پیدا کیږي. د شپې لخوا فعالیت کوي. په تخمونو او تازه غوړېدلو شنو باندې ځان تغذیه کوي. یو یا دوه… read more »

Colombian soft-furred spiny rat – د کولمبیا د نرمو وېښتو لرونکی اغزن موږک

د ډول علمي نوم یې (Diplomys caniceps) دی. په اکای مایډای یا ایکیمیډای کورنۍ (family Echimyidae) کې د شخوند وهونکو ډول دی. په ونه کې ژوند کوونکی دی. په کولمبیا او ایکوادور کې پیدا کیږي. د معتدله او نیمه معتدله سیمو د ټیټو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. ساینسي ډلبندي کېنګډم ژوي فایلم… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons