Welcome to Zakria Rahimi

د کولمې د پړسوب ناروغي او د انتي بیوتیک کارونه

څېړنو موندلې چې د دوامداره انتي بیوتیک کارول د کولمې د پړسوب ناروغي لکه د کرون ناروغي او د ټپ کولایټېس پیدا کېدو خطر زیاتوي، له انتي بیوتیک کارونې وروسته تر یو یا دوه کالو پورې خطر موجود وي. په هر عمر کې امکان لري خو که چېرې عمر له ۴۰ کالو زیات وي او… read more »

د کولمې د پړسوب ناروغي او داپل لاسي ساعت او د اکسیجن خونې

د کولمې د پړسوب د ناروغي د تشخیص او درملنې لپاره په نویو طریقو غور کیږي تر څو د ټپ کولایټېس او د کرون ناروغي په څېر حالتونه په پیل کې تشخیص او درملنه یې وشي، د تشخیص او درملنې لپاره یې د اغوستو وړ توکي لکه اپل زیرک ساعت او د اکسیجن خونې وړاندیز… read more »

زامبېزي

املا یې زامبېز هم لیکل کیږي. په افریقا کې څلورم تر ټولو اوږد سیند دی. د هند په سمندر کې ورګډیږي.

زپوریجیا

د دنیپز سیند په غاړه د یوکراین ښار او بندر دی. مخکینی نوم یې الکساندروفسک دی. د یوکراین اړین صنعتي ښار ګڼل کیږي.

د بي پولر بې نظمي څه ده ؟

د بي پولر بې نظمي د زهني روغتیا یو حالت دی، علایم یې په مزاج کې لوی بدلون دی کوم چې له لیونتوب نیولې تر ډېپرېشن پورې امکان لري. مدیریت یې ننګونکې چاره ده خو د علایمو د کنټرول لپاره یې اغیزمنې لارې چارې شته. د بي پولر بې نظمي کوم کم پېښېدونکی روغتیایي حالت… read more »

Gender and sex

دې ته مو پام وي چې انګرېزۍ کې (gender) او (sex) دواړه جنسیت ته نه وایي. د (sex) کلیمه هغو فزیکي ځانګړنو ته کاریږي د کومو له مخې چې نر(male)، ښځه (female) او نرښځی (intersex) تنې سره جلا کیږي. همداسې د (gender) کلیمه د کس هغې پېژندنې ته رجوع کوي کومه چې داخل کې د… read more »

په ملا کې ولې درد پیدا کیږي ؟

د ملا په لاندې برخه کې درد د کومې ځانګړې ناروغۍ له امله نه وي بلکې د مختلف ډوله روغتیایي ستونزو نښه وي. دا روغتیایي ستونزې د ملا په لاندې برخه کې په یوې یا څو برخو اغیز کوي لکه لېګامنټ او عضلو، ډېسک، د مهرو ترمنځ ډېسک، اعصاب او یا د شمزي مهرې. په… read more »

ایمني سیستم کې بې نظمي څه ته وایي ؟

د ایمي سیستم د بې نظمي لپاره درملنه نشته خو په درملو یې د علایمو کنټرول امکان لري. د دایمي درملنې لپاره یې څېړنې روانې دي او ممکن راتلونکې کې درملنه ولري. په دې ډول بې نظمي کې ستاسې ایمني سیستم په تېروتنه روغتیا لرونکې حجرې له منځه وړي لکه د کرون ناروغي، د تایرویډ… read more »

څه د سا بندي لامل کیږي ؟

د تنفسي سیستم په استر کې پړسوب او بلغم سا بندي رامنځته کوي، په تنفسي سیستم کې د غژهاري او شپېلک ته ورته غږ او نورو علایمو لامل کیږي. سا بندي سږو ته د تنفسي جهاز لارو کې پړسوب دی، سا اخیستنه کې انسان ته ستونزه پیدا کوي او ځینې وخت فزیکي فعالیت ستونزمن کوي… read more »

François-Noël Babeuf – فرانسوا نوېل بابوف

د ۱۷۶۰ کال د نومبر په ۲۳ نېټه د فرانسې په سنت کانتین (سه کانته) کې زېږېدلی او د ۱۷۹۷ کال د مې په ۲۷ نېټه د فراسې په واندوم سیمه کې مړ شوی. د (Gracchus Babeuf) په نوم هم یادیږي. له کارل مارکس مخکې د کمونېزم نظر لرونکی (proto-communist)، د فرانسې په انقلاب کې… read more »

Demi-cannon – د منځنۍ کچې توپه، نیمه توپه

وړې توپې وې، په لاس کې نیول کېدونکې توپې ته یې ورته والی لره خو په کچه کې ترې لویې وې، د ۱۹ کیلو ګرامه توپې څخه وړې وې. د ۱۷ پېړۍ په پیل کې جوړې شوې وې. بشپړ توپې ۱۹ کیلو ګرامه سروکی توغوه خو د زیات وزن له امله یې کارونه په ۱۸… read more »

Louis-Simon Auger – لویي سایمون اوجر

لویي سایمون اوجر (لویي سایمون اوژې) د ۱۷۷۲ کال د ډسمبر په ۲۹ نېټه په پاریس کې پیدا شوی او د ۱۸۲۹ کال د جنوري په دوېمه نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او ډرامه لیکونکی وو.

François-Xavier Audouin – فرانسوا زاویر اودون

د ۱۷۶۵ کال د اپرېل په ۱۸ نېټه د لېموژ په اوت وېین کې زېږېدلی او د ۱۸۳۷ کال د جولای په ۲۳ نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې د انقلاب پرمهال روحاني او سیاست پوه وو. د جکوبین ډلې (ژکوبه) غړی وو. له انقلاب مخکې د فرانسې په لېموژ کې راهب وو…. read more »

Endometrial cancer – د رحم د استر سرطان

د رحم په استر کې راڅرګندیږي. لامل یې د حجرو غیرې نورمال وده ده او د دې وړتیا لري چې د بدن نوروو برخو ته خپرې شي. تر ټولو لمړۍ نښه د وینې داسې بهېدنه ده کومه چې له میاشتینۍ ناروغي سره کوم تړاو نه لري، نور علایم یې د جنسي اړیکې پر وخت درد،… read more »

Abbé Aubert – ابې اوبېرت

بشپړ نوم یې ژان لویي اوبېرت (Jean-Louis Aubert) دی. د ۱۷۳۱ کال د فېبروري په ۱۵ نېټه په پاریس کې زېږېدلی او د ۱۸۱۴ کال د نومبر په ۱۰ نېټه په پاریس کې مړ شوی. د فرانسې ډرامه لیکونکی، شاعر او جورنالست وو. پلار یې ژک اوبېرت د وایلېن د موسیقي د الې غږونکی وو…. read more »

François Arnaud (ecclesiastic) – فرانسوا ارنوډ

فرانسوا ارنوډ (فرانسوا ارنو) د ۱۷۲۱ کال د جولای په ۲۷ نېټه د فرانسې په کومتات وېنېسین کې پیدا شوی او د ۱۷۸۴ کال د ډسمبر په دوېمه نېټه مړ شوی. د ژبې تاریخ پوه، لیکوال او د عیسویت روحاني یا راهب وو. د پردیو په نامه ورځپاڼه کې یې لیکنې خپرولې همداسې د اروپا… read more »

André d’Arbelles – د اربېل اندرې

د ۱۷۶۷ کال د اپرېل په ۲۱ نېټه د فرانسې په ختیځ کې زېږېدلی او د ۱۸۲۵ کال د سپتمبر په ۲۸ نېټه د فرانسې شمال لوېدیځ کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او د وخت رسمي تاریخ لیکونکی وو. یو ورور یې کلود اندرې پاریس ته ولاړ او هلته یې دنده لرله. دوېم ورور… read more »

کوزونه، کمونه، ټیټونه، بې ارزښته کوونه

اسم دی. دپېټرولو د قیمت کمونه یا کمېدنه. مترادف : ټیټونه، کمونه متضاد لوړونه، زیاتونه ۲ – تحقیر کوونه، بې ارزښتنه کوونه، خپل ارزښت له لاسه ورکوونه : د مخالف یا حریف د تحقیر یا بې ارزښته کوونې لټون یا هڅه کول. مترادف بې ارزښته کوونه، تحقیر کوونه متضاد با ارزښته کوونه

کوزول، ټېټول، بې ارزښته یا بې حیثیته کول

فعل دی. ۱ – کوزول، د لوړوالي کچه کمول یا سطحه ټیټول : دپردې کوزول. ۲ – د یو څه ارزښت یا اهمیت کمول، د یو څه کچه کمول : د تقاوت لپاره د عمر ټیټول. کوزېدل او کوزول، ټیټول او ټیټېدل دواړه ورته مانا او کارونه نه لري. کوزول چې کله یو فاعل په… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons