Welcome to Zakria Rahimi

کوزونه، کمونه، ټیټونه، بې ارزښته کوونه

اسم دی. دپېټرولو د قیمت کمونه یا کمېدنه. مترادف : ټیټونه، کمونه متضاد لوړونه، زیاتونه ۲ – تحقیر کوونه، بې ارزښتنه کوونه، خپل ارزښت له لاسه ورکوونه : د مخالف یا حریف د تحقیر یا بې ارزښته کوونې لټون یا هڅه کول. مترادف بې ارزښته کوونه، تحقیر کوونه متضاد با ارزښته کوونه

کوزول، ټېټول، بې ارزښته یا بې حیثیته کول

فعل دی. ۱ – کوزول، د لوړوالي کچه کمول یا سطحه ټیټول : دپردې کوزول. ۲ – د یو څه ارزښت یا اهمیت کمول، د یو څه کچه کمول : د تقاوت لپاره د عمر ټیټول. کوزېدل او کوزول، ټیټول او ټیټېدل دواړه ورته مانا او کارونه نه لري. کوزول چې کله یو فاعل په… read more »

Pierre-Antoine Antonelle – پییر انتوان انتوانېل

د ۱۷۴۷ کال د جولای په ۱۷ نېټه د فرانسې په اریز (اري) سیمه کې زېږېدلی دی او د ۱۸۱۷ کال د نومبر په ۲۶ نېټه په اریز کې مړ شوی دی. د فرانسې سیاست پوه، جورنالست او د ژکوبین (ژکوبه ډلې) ریس او د انقلاب غړی وو. په پیل کې په دیموکراتیکه توګه د… read more »

هواره شوې پېړه یا زغاله

په هوارونکي د اوړو هواره شوې ټوټه په تنور، تبخي، کړایي کې پخیږي یا له پاسه پرې خوږ، مالګین د سبزي یا غوښې سینګار کېښودل کیږي او ډوډۍ، پېرکی، اشکې، پېزا، پراټه او داسې نور ترې جوړیږي.

پېړه، زغاله، لغولۍ، ځواله

اسم دی. ځینې لهجې د زغالې املا ځواله لیکي او تلفظ کوي. اخښکل شوي ګرد شوي اوړه کوم چې په لاس او په هوارونکي هواریږي. په هوارونکي د اوړو هواره شوې ټوټه په تنور، تبخي، کړایي کې پخیږي یا له پاسه پرې خوږ، مالګین د سبزي یا غوښې سینګار کېښودل کیږي او ډوډۍ، پېرکی، اشکې،… read more »

چوټ

پخوانی او عام نوم یې “چوټ” دی کوم چې هندۍ ریښه لري او پښتو کې له ډېره پخوا کاریږي. چوټ، د حساب چوکاټ، د شمېرنې چوکاټ، حسابګر، شمېرګر

پرېښودنه

نوم (اسم) دی. ترک کوونه، تسلیم کېدنه، ایله کوونه، خوشې کوونه ۱ – ترک کوونه، پرېښودنه، استوګنځای کې د مېشت کېدو بس کوونه : وزیر د اصلاحاتو د پرېښودو اعلان وکړ. همانیزه پرېښودنه، ترک کوونه د دندې، پوست یا مقام پرېښودنه. همانیزه پرېښودنه ۲ – د یوې سیالۍ یا رقابت د ادامې پرېښودنه : په… read more »

پرېښودل

فعل دی. مانا وتل، ، ترک کول، بس کول، تسلیم کېدل، خوشې کول، ایله کول تعریف ۱ – د بل ملاتړ په بشپړ توګه بس کول. ۲ – د کړنو د یوې لړۍ له ادامې لاس په سر کېدل. ۳ – په بشپړ توګه ترک کول یا ترې بې پروا کېدل. ۱ – له یو… read more »

د سوېلې او ختیځې افریقا میږی خور، د ځمکې خوګ

د شپې ژوند کوونکی، سمڅې وېستونکی تی لرونکی دی، اوږده غوږونه، اوږد پوز، د اوږدېدو وړتیا لرونکې ژبه لري. خواړه یې مېږیان او د اوبو سپیان دي. اصلي ځای یې افریقا دی او نږدې ورسره تړاو لرونکی ډول نه لري.

Adolphe Amouroux – اډالف اموروکس

د ۱۸۳۶ کال د اپرېل په ۱۲ نېټه د فرانسې په پېرپینیان کې زېږېدلی او د ۱۸۸۶ کال د اګسټ په ۱۶ نېټه د ګواتمالا په کلوداد کې مړ شوی. د فرانسې جورنالست او سیاست پوه وو. اډالف اموروکس له لوی افلاس سره مخ شو او تقریبا تر ۲۰۰ د زیاتو کسانو شتمنۍ یې لاهو… read more »

Fanny Raoul – فاني راوول

نوم یې ماري فرانسواز راوول (Marie-Françoise Raoul) دی. د ۱۷۷۱ د ډسمبر په ۱۹ نېټه د فرانسې سنت پول دو لیون کې زېږېدلې او د ۱۸۳۳ کال د ډسمبر په ۹ نېټه په پاریس کې مړه شوې. د فرانسې فېمنسټه لیکواله، جورنالسته، فیلسوفه او د مقالو لیکونکې وه. د شخصي ژوند په اړه یې کم… read more »

Anne-Marguerite Petit du Noyer – د نواېر پوتي ان مارګریت

د ۱۶۶۳ کال د جون په دوېمه نېټه د فرانسې په سوېل کې، په نیم کې زېږېدلې او په ۱۷۱۹ کې، د هالنډ په سوېل کې، په وربرګ سیمه کې مړه شوې. د اتلسمې پېړۍ په پیل کې نامتو جورنالسته وه. د اوتخېخت یا اوترېکت د سوېل د مذاکرې په اړه یې راپور تقریبا ټولې… read more »

Marie-Emilie Maryon de Montanclos – د مونتانکلوس ماري ایمېلي ماریون

په کال ۱۷۳۶ کې زېږېدلې او په کال ۱۸۱۲ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته، شاعره او د ډرامو لیکونکې وه. د ۱۷۵۹–۷۸ کلنو ترمنځ “د مېرمنو د ورځپاڼې” ریسه وه. کله یې چې د مېرمنو ورځپانه واخیستله نو هڅه یې وکړه چې فېمینېزم ته وده ورکړي او ټولنیزو اصلاحاتو ته لار هواره کړي. د… read more »

Pauline de Meulan – د مولان پولین

د ۱۷۷۳ کال د نومبر په دوېمه نېټه پیدا شوې او د ۱۸۲۷ کال د اګسټ په ۱ مړه شوې. د فرانسې لیکواله او جورنالسته وه. له ژان ژک روسو وروسته دوېمه د اخلاقو فیلسوفه ګڼل کیږي. پلار یې د مولان چارلز د وخت د پاچا مشاور تېر شوی وو او د سټرس له امله… read more »

Barbe-Therese Marchand – بارب تېرېز مارشاند

په کال ۱۷۴۵ کې زېږېدلې او په ۱۷۹۲ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته وه. د ۱۷۸۹–۱۷۹۲ کلونو ترمنځ د اراز ښار د ارتوا افیش ورځپاڼې ریسه وه. رسنۍ کې د جکوبه پر ضد لیکنې خپرولې او د وخت له انقلابي رهبر مکسیمېلین روبیسپیر او خور یې شرلوت روبیسپیر سره د مخالفت له امله یې… read more »

Catherine Michelle de Maisonneuve – د مېزونف کترین میشېل

په کال ۱۷۷۴ کې مړه شوې. د فرانسې جورنالسته وه. د ۱۷۶۳–۱۷۶۶ کلونو تر منځ “د ښځو د ورځپاڼې” ریسه وه. له یادې رسنۍ یې د فرانسې یوه تر ټولو بریالۍ او نامتو ورځپاڼه جوړه کړه، د نامتوالي لامل یې په رسنۍ کې د فېمینېزم محتوا وه. کترین میشېل د پاچا د یوه خادم خور… read more »

Louise-Félicité de Kéralio – د کېرالیو لوییز فېلیسیتې

بشپړ نوم یې (Louise-Félicité Guynement de Kéralio) دی. د ۱۷۵۸ کال د اګسټ په ۲۵ نېټه د فرانسې په ولانس دروم سیمه کې زېږېدلې او د ۱۸۲۱ کال د ډسمبر په ۳۱ نېټه په بروکسل کې مړه شوې. د فرانسې لیکواله او ژباړونکې وه. اصلي ځای یې د فرانسې بروتون یا بریتاني ټاپوزمه وه. پلار… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons