Welcome to Zakria Rahimi

Vought SBU Corsair

د متحده ایالتونو غوټه وهونکې بم غورزونکې الوتکه وه، په دالاس او تکزاس کې د متحده ایالتونو د سمندري پوځ لپاره تولیدېدې، د دوه پیلوټانو لپاره یې ځای لره او (F3U-1 two-seat fighter) الوتکو ته ورته وې. د ارجنټینا هواي ځواک هم کارولي.   جوړونکی شرکت یې (Vought) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۳۳ کال… read more »

Vultee V-11, V-12 and A-19

په ۱۹۳۰ لسیزه کې د امریکا برید کوونکې الوتکه وه، د طرحې بنسټ یې له (Vultee V-1 single-engined airliner) الوتکې اخیستل شوی وو، د نړۍ ډېرو هوایي ځواکونو د چین په شمول اخیستې وې، چین په (Second Sino-Japanese War) جګړه کې د جاپان ضد وکارولې.   جوړونکی شرکت یې (Vultee) دی، د ۱۹۳۶–۱۹۴۰ کلونو ترمنځ… read more »

Bell UH-1 Iroquois

افغانستان لس چورلکې لري او د مخدره موادو د قاچاقبرانو او د کشف لپاره یې کاروي. د متحده ایالتونو نظامي د ټرانسپورټ چورلکه ده، وسله لرونکي ډولونه هم لري، د څرخ دوه پرې لري او ټوربو شفټ ماشین پکې نصب ده. په ۱۹۵۲ کال کې د (Bell Helicopter) شرکت د دې لپاره جوړه کړې وه… read more »

Aérospatiale SA 315B Lama

هند له افغانستان سره د درې الوتکو مرسته کړې د فرانسې وړه چورلکه ده، په زیاته تودوخه کې د لوړې الوتنې وړتیا لري. یادې الوتکې د هند هوایي ځواک د نظامي چورلکې په توګه کاروي. یاده چورلکه د (Aérospatiale Alouette II) چورلکې له تنې او د (Alouette III) چورلکې له پرزو او ماشین جوړه شوې… read more »

Pilatus PC-12

افغانستان ۱۸ (PC-12 NG) د کشف الوتکې لري. د افغانستان الوتکې د الوتنې د تفتیش وړتیا لري، د امبولانس په توګه کارېدلای شي، له هوا څخه د کشف لپاره انځورونه اخیستلای شي، له هوا څخه هر ډول څارنه کولای شي، له هوا څخه د دوېمې دروازې له لارې توکي او سپرلۍ په پراشوټ کې غورزوالای… read more »

McDonnell Douglas MD 500 Defender

وړه د څو موخو لپاره نظامي چورلکه ده د کومې چې د طرحې بنسټ له دوه نورو چورلکو (MD 500 light utility helicopter and OH-6 Cayuse Light Observation Helicopter) اخیستل شوی.   جوړونکي شرکتونه یې درې (Hughes Helicopters, McDonnell Douglas Helicopter Systems and MD Helicopters) دي، لمړۍ الوتنه یې په ۱۹۷۶ کال کې کړې، اساسي… read more »

Sikorsky UH-60 Black Hawk

افغانستان د ۲۰۱۸ کال تر جنورۍ پورې ۸ چورلکې تر لاسه کړې وې. د څلورو څرخونو او دوه ماشینونو لرونکې چورلکه ده، په منځنۍ کچه بار لکه، د اور مړه کولو لپاره اوبه، د پوځ لپاره د مهماتو او خوړو بار وړلای شي کومې چې سیکروسکي اېرکرفت (Sikorsky Aircraft) شرکت طرحه کړي او جوړې کړي…. read more »

Black Hawk – بلک هاوک

بلک هاوک د امریکا په (Sauk) کې، په ۱۷۶۷ کې زېږېدلی او په ۱۸۳۸ کې د اکتوبر په ۳ نېټه مړ شوی. د یوې ډلې مشر او د امریکا د سوک د هندیانو جګړه مار وو یاده سیمه اوس د متحده ایالتونو منځنۍ لویدیځه سیمه ده. بلک هاوک له ځان سره (medicine bundle) لرل کوم… read more »

Yakovlev Yak-11

افغانستان له ۱۹۵۸ څخه ۱۴ الوتکې د پیلوټانو د روزنې لپاره پېرلې وې. په روسۍ ژبه یې نوم (Яковлев Як-11) لیکل کیږي، ناټو یې د (Moose) په نامه پېژني، د شوروي اتحاد هوایي ځواک او د شوروي ملګرو د ۱۹۴۷ – ۱۹۶۲ کلونو تر منځ کارولي.   جوړونکي شرکتونه یې (Yakovlev, Let) دي، لمړۍ الوتنه… read more »

Yakovlev Yak-18

افغانستان له ۱۹۵۷ کال څخه ۱۴ الوتکې د پیلوټانو د روزنې لپاره ترلاسه کړې وې. په روسۍ ژبه یې نوم (Яковлев Як-18) لیکل کیږي، ناټو یې د (Max) په نامه پېژني. د شوروي اتحاد د دوه پیلوټانو لپاره د روزنې الوتکه وه. یادې الوتکې په چین کې هم د (Nanchang CJ-5) په نامه تولیدېدلې.  … read more »

Antonov An-24

افغانستان له ۱۹۷۵کال څخه د ملکي موخې لپاره ۶ الوتکې تر لاسه کړې وې. په روسۍ ژبه کې یې نوم (Антонов Ан-24) لیکل کیږي، ناټو یې د (Coke) په نامه پېژني، د دوه ماشینو لرونکې او د ۴۴ سپرلېو لپاره الوتکه ده کومه چې په ۱۹۵۷ کې د انتوانوف شرکت طرحه کړې او (Kiev, Irkutsk… read more »

Antonov An-14

د افغانستان هوایي ځواک له ۱۹۸۵ کال څخه دولس انتوانوف اې اېن – ۱۴ لرلې. په روسۍ ژبه کې ورته (Пчелка) نوم اخلي او مانا یې د شاتو وړه مچۍ ده، ناټو یې د (Clod) په نامه پېژني، د شوروي اتحاد د دواړو ملکي او پوځي موخو لپاره الوتکه ده. په ۱۹۶۶ کال کې یې… read more »

Antonov An-12

افغانستان په ۱۹۸۱ کال کې ۱۲ الوتکې تر لاسه کړې یوه یې د حزب اسلامي یوه غړي چې د خلق او پرچم په نامه د افغانستان هوایي ځواک ته ننوتلی وو پاکستان ته وتښتوله او له ناستې وروسته په کراچۍ کې د پاکستان د هوایي ځواک میوزیم ته انتقال شوه او تر اوسه په یاد… read more »

Antonov An-2

دافغانستان هوایي ځواک په کال ۱۹۵۷ کې تر ۱۲ زیاتې الوتکې د ټرانسپورټ لپاره پېرلې وې. په روسۍ ژبه کې د (Annushka or kukuruznik) په نومونو هم یادیږي، ناټو یې د (Colt) په نامه پېژني. د شوروي اتحاد الوتکې دي او د تولید موخه یې په زراعت، صنعت او ټرانسپورت کې کارونه وه. تولید یې… read more »

Aeritalia G.222

افغانستان د (USAF) د تړون له مخې شپاړس الوتکې ترلاسه کړې (د ۲۰ الوتکو لپاره تړون لاسلیک شوی وو) او د ټکنالوجۍ لپاره یې د اوسمهالیزه کېدو چارې د (Alenia) شرکت ترسره کړې وې، افغانستان ته یې صادرول په ۲۰۰۹ کې پیل شوو، د ۲۰۱۲ کال تر ډسمبر پورې ۱۶ الوتکې افغان هوایي ځواک تر… read more »

Dassault Rafale

د فرانسې د دوه ماشینو لرونکې د څو موخو لپاره جنګ کوونکې الوتکه ده. د (Dassault Aviation) شرکت طرحه کړې او جوړه کړې، په الوتکه کې مختلف ډوله وسلې کارېدلای شي، د مخالف لوري د فضا کنټرول په بشپړ توګه ترلاسه کولای شي، سیمې ته د نورو الوتکو د داخلېدو د مخنیوي لپاره کارېدای شي،… read more »

Chengdu J-20

ساده شوی چینایي نوم یې (歼-20) او دودیز چینایي نوم یې (殲-20) دی. د یو پیلوټ لپاره د دوه ماشینو لرونکې جېټ ده، په هر ډول هوا کې د عملیاتو تر سره کوونکې ده، د پنځم نسل د غلا تګ کوونکې یا غلچکۍ جنګ کوونکې الوتکه ګڼل کیږي. د چین (Chengdu Aerospace Corporation) شرکت د… read more »

List of attack aircraft – د برید کوونکو الوتکو نوملړ

برید کوونکې الوتکې ته په انګرېزۍ کې (strike aircraft, or attack bomber) نومونه هم اخلي. یوه تکتیکي نظامي الوتکه وي بنسټیزه دنده یې بم غورزونه ده خو د بم غورزونکې الوتکې (bomber aircraft) سره یې بنسټیز توپیر دا دی چې هدف دقیق وېشتلای شي، دوېم توپیر یې دا دی چې د ټیټې کچې له هوایي… read more »

Cessna A-37 Dragonfly

بل نوم یې (Super Tweet) دی، د امریکا سپکې برید کوونکې الوتکې دي او د طرحې بنسټ یې له (T-37 Tweet) الوتکو اخیستل شوی. د ویتنام په جګړه کې یې کارونه پیل شوه خو له جنګ وروسته هم تر ډېر وخته وکارېدې.   جوړونکی شرکت یې (Cessna) دی، لمړۍ الوتنه یې د ۱۹۶۴ کال په… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons