Welcome to Zakria Rahimi

فکري وده او بریا

ستاسې د زهن وړتیا هغه وخت محدوده کیږي کله چې تاسې د خپل ځان په اړه د ټولنې او کلتورونو نظرونه په خپل زهن وتپئ، په دې مانا چې د هغه څه منل کوم چې کلتور او ټولنه ستا په اړه تاته وایي. ټول انسانان د دې وړتیا لري چې د نورو له نظرونو بهر… read more »

د ځان خیال ساتنه او ناڅاپه بدلون

ته او هر بل انسان په ژوند کې بدلون تجربه کوي. ممکن بدلون د تمې خلاف وي، ممکن ناڅاپه بدلون وي، بدلون ممکن په کاري چاپېریال کې وي، ممکن ستاسې شخصي ژوند کې وي، ممکن په تنظیم کې بدلون وي، ممکن د کومې ناروغي تشخیص وي او یا هم ممکن د وبا له امله بدلون… read more »

خلاقیت او ماته خوړل

د نوښتګر یا خلاق کس یوه ځانګړنه دا وي چې که چېرې یوه کړنه یې له ماتې سره مخ شي پروا یې نه کوي. مونږ له مور او پلار، د ښونځي له استادانو او ټولنې دا زده کړي چې ماته خوړل یا تېروتنه کول بد دي. یو کس کیسه کوي وایي چې ښونکي د انګرېزۍ… read more »

خبرې اترې او خلاقیت

ته د خپلو خبرو په اندازه ځواکمن یې په دې مانا چې هر څه مو خبرې کوي او که مو چېرې خبرې اترې د خبرو اترو له هنر سره برابرې نه وي او یا ورسره په ټکر کې وي نو تاسې واک او ځواک نشئ لرلای. له خلاقیت نه بریا جوړول د خبرو اترو هنر… read more »

د مغز د څپې حالت او خلاقیت

د زهن مناسبې او سمې فضا ته وړل او له ناسمو فکرونو لرې کول دي. دا چاره په اوسمهال کې په اوسېدو کیږي. له دې پرته د مغز د اندازه کوونې لپاره د (Muse) په نوم اله هم شته کومه چې تاسې ته ښي چې مغز مو کومې څپې ته داخل شوی، یاده اله مو… read more »

د خلاقیت وړتیا ته وده ورکول

ولې خلاقیت تر هر وخت ډېر اړین دی ؟ خلاقیت د نوي فکر او نظر د یو نوي څه رامنځته کولو لپاره کارونه ده. د مختلف توکو په مختلفو طریقو جوړلو ته خلاقیت وایي. د انساني ټولنو له پیل تر اوسه هنر او خلاقیت د کلتورونو په وده کې مرکزي رول لرلای. له هغو خلکو… read more »

زهني او فزیکي روغتیا په ځان باور باندې اغیز لري

د فزیکي او زهني روغتیا لپاره تر ټولو اړین خوب، سپورت او مناسب خواړه دي. د خوب په اړه څېړنې ښي چې نورمال روغتیا لرونکی کس په یوه شپه کې د ۷ او ۹ ساعتو ترمنځ خوب ته اړتیا لري. څرنګه ښه خوب کولای شو ؟ – د خوب ځای مو ارام بښونکی کړئ، پام… read more »

احساساتي غبرګون مو په ځان باور کموي

انسان د احساساتو لرونکی ژوی دی. احساسات د خوښي، مینې، وېرې، غسې او کرکې احساس دی. د رامنځته کېدو لامل یې ممکن هغه حالت وي کوم کې چې ته ېی او یا هم هغه خلک وي له کومو سره چې ته یې. احساسات مختلف ډوله احساسونه دي او هر حالت کې د غبرګون په توګه… read more »

سټرس مو په ځان باور کموي

سټرس د هڅې او مقاومت لپاره زهني یا احساساتي ځواک دی، مطلوب (غوښتل شوی) او یا نا مطلوب (ناغوښتل شوی) حالت یې رامنځته کوي. همداسې تشویش د یو داسې څه په اړه د نارامتیا او اندېښنې احساس دی د کوم چې پایله ناڅرګنده وي. مونږ ډېری وخت سټرس او تشویش لرو. لامل یې په دوه… read more »

له ماتې او بریا وېره

 – د ماتې خوړلو وېره مونږ تل له نوې زدکړې او نوو کړنو ډډه کوو ځکه چې د ماتې خوړلو وېره راسره وي او دا وېره مو په ځان باور خپل اغیز لري. که چېرې کار ځای کې یو فکر کوو چې ناسمه چاره به پر مخ یوسو، د همکارانو ترمخ به کم راشو، ترویج… read more »

په ځان باور مو څه اغیز کوي ؟

کله چې تاسې وده وکړئ په تاسې د تېر وخت تجربه، مور او پلار، د پوهې کچه، ملګري او ټولنه خپل اغیز لري. دا ټول ستاسې په باور او په ځان باور جوړولو کې ونډه لري او په خپل ځوان عمر کې د همدې باور پر بنسټ نړۍ ته کتنه کوئ. اروا پوهان وایي چې… read more »

Eastern newt – د ختیځ تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus viridescens) دی. د شمالي امریکا په ختیځ کې پیدا کیږي. بدن یې ټېټروډوټوکسین تولیدوي او له همدې امله یې بشپړ ودې ته رسېدلی کبان نشي ښکار کولی. تر ۱۵ کالو پورې عمر لري. تر ۱۳ سانتي پورې اوږدیږي. یوازې لاروای بچیان یې کبان او د تریتون نور ډولونه ښکار… read more »

Striped newt – کرښې یا پراډې لرونکی تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus perstriatus) دی. د متحده ایالتونو په سوېل ختیځ کې پیدا کیږي. د ختیځ له تریتون سره نږدې تړاو لري. تر ۱۰ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. د بدن رنګ یې زېړ رنګه شین، زیتونو ته ورته شین یا نسواري خړ وي. په ملا کې روښانه نارنجي یا د سور… read more »

Black-spotted newt – د تورو خالو تریتون

د تکزاس تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Notophthalmus meridionalis) دی. دمکسیکو په شمال ختیځ او د متحده ایالتونو د تکزاس په سوېل کې پیدا کیږي. په ۲۰۲۲ کال کې یې د ډول غړي تر پخوا ډېر کم شوي وو. په نوتوفتالموس نسل کې تر نورو ډولونو اوږده دي. ښځه یې… read more »

Corsican brook salamander – د کورسیکا د لښتیو سالامېنډر

د کورسیکا غرنی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Euproctus montanus) دی. په اوپروکتوس نسل کې د تریتون یو ډول دی. د فرانسې په کورسیکا ټاپو کې پیدا کیږي. په ډبرو لرونکو لښتیو، چینو او سیندونو کې ژوند کوي. د سردینیا د لښتیو سالامېنډر سره نږدې تړاو لري. تر ۱۳ سانتي… read more »

Notophthalmus – نوتو فتالموس

د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. نوم یې د یونانۍ ژبې له (ὀφθαλμός) کلیمې اخیستل شوی، د یونانۍ کلیمې تلفظ اوفتالموس دی او مانا یې سترګه ده. په ختیځه امریکا کې پیدا کیږي. په فزیکي جوړښت کې د اروپا تریتوروس نسل ته ورته والی لري. نرم پوستکی لري او لکۍ یې پراخه… read more »

Sardinian brook salamander – د سردینیا د لښتیو سالامېنډر

د سردینیا غرنی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Euproctus platycephalus) دی. په اوپروکتوس نسل کې د تریتون یو ډول دی. تر ۱۵ سانتي متره پورې اوږدوالی لري. نر یې تر ښځې کوچنی وي. د کورسیکا دلښتیو له سالامېنډر سره ورته دی خو تر یاد تریتون یې سر ډېر پراخ دی،… read more »

Euproctus – اوپروکتوس

د تریتون نسل دی. دوه ډولونه پکې شامل دي. عام نوم یې د اروپا غرنی سالامانډر دی. د ایټالیا په سردینیا او کورسیکا ټاپوګانو کې پیدا کیږي. مخکې د پیرینې د لښتیو تریتون هم پکې شامل وو خو اوسمهال په کالو تریتون نسل کې ډلبندي شوی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس… read more »

Montseny brook newt – د مونټ سېني د لښتیو تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Calotriton arnoldi) دی. په کالو تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د هسپانیا په شمال ختیځ کې، د کتلونیا سیمې په مونټ سېني غرونو کې پیدا کیږي. مخکې په اوپروکتوس نسل کې ډلبندي شوی وو خو په ۲۰۰۵ کې له پراخې مطالعې وروسته په کالو تریتون کې ډلبندي… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons