Welcome to Zakria Rahimi

Hanwoo – د کوریا هانوو غوییز

په کوریایي ژبه کې یې نوم (한우) لیکل کیږي. په (Hanu or Korean Native) نومونو هم یادیږي. په کوریا کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. مخکې د کار لپاره ساتل کېدل خو اوس یې نسل یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. په کوریا کې ټول څلور د غوییزو نسلونه اخیستل شوي او له څلورو… read more »

کتابتون

تریتون فکري وده لمړۍ برخه فکري وده دوېمه برخه

د زړه تېز بې نظمه ضربان

په انګریزۍ کې ورته (Atrial fibrillation) نوم اخلي. ډېری وخت د زړه ډېر تېز او بې نظمه ضربان وي. د زړه بې نظمه ضربان ته اېرېتمیا (arrhythmia) وایي. د زړه تېز بې نظمه ضربان په زړه کې د وینې د ټینګېدو لامل کېدای شي. د سکتې او د زړه د حملې او د زړه د… read more »

د میرګیانو حملې ته لنډه کتنه

د میرګیانو حملې ته په انګریزي کې (seizure) وایي او خپله د میرګیانو تکلیف ته (Epilepsy) نوم اخلي. د میرګیانو حمله په مغز کې غیرې نورمال الیکتریکي فعالیت. د مغز په مخکینۍ برخه کې د ټنډې شاته پیل کیږي او په انګرېزۍ کې د میرګیو دې ډول حملې ته (frontal lobe seizure) نومونه اخلي. د… read more »

د تیانو د سرطان لنډه پېژندنه

د تیانو سرطان هغه وخت پیل کیږي کله چې په تي کې حجرې له کنټرول وتلې وده پیل کړي. دا حجرې معمولا یو تومور جوړوي کوم چې اېکس رې کې لیدل کیږي او یا هم د محسوس کېدو یا تشخیص وړ د نوې پیدا شوې غوټې په څېر را څرګندیږي. د تیانو سرطان تقریبا ټول… read more »

د کولمو د پړسوب د ناروغي لپاره د چرسو تیل اغیزمن درمل دي ؟

د چرسو تیل یا cannabidiol (CBD) یو فعال ترکیب دی کوم چې په (Cannabis sativa) بوټي کې پیدا کیږي، لکه د همدې بوټي د نورو ترکیبونو په څېر د بېلګې په توګه لکه د tetrahydrocannabinol (THC) په څېر په زهن اغیز نه لري او انسان نه نشه کوي. په یادو تیلو کې ځینې د درملنې… read more »

د غټې کولمې د پړسوب او ټپ او څېړنې

د درملنې نوملړ یې د وخت له تېرېدو سره اوږدیږي او اوسمهال تر ډېره بیولوجیکي درملو ته ورته درمل یې د علایمو د کنټرول لپاره کاریږي. که چېرې غټه کولمه کې د پړسوب او ټپ لامل مالوم شي نو ممکن اغیزمنه درملنه کې یې مرسته هم وکړي. په ۲۰۲۰ کې یوه څېړنه خپره شوه، یادې… read more »

د غټې کولمې پړسوب او د ناروغ کیسه او تجربه

په ۲۵ کلنۍ کې، په ما کې د غټې کولمې پړسوب او ټپ ناروغي تشخیص شوه. یاده ناروغي د کولمې د پړسوب د ناروغي یو ډول دی کوم چې په غټه کولمه کې د پړسوب او ټپ لامل کیږي. په دوامداره توګه د وینې بهیدنه یا بلغم او درد ورسره مل وي. له تشخیص سره… read more »

د کرون د ناروغي کلنۍ لګښت

د کرون د ناروغي لګښت له مختلفو فکتورونو سره تړاو لري خو څېړنو یې د کلني لګښت اټکل تر ۳۰ زره ډالرو کړی دی. همداسې یې هر هیواد کې هم درملنه توپیر لري د بېلګې په توګه په متحده ایالتونو کې د درملنې د ترکیب لګښت ممکن تر ۵۷ زره ډالرو وي خو کاناډا کې… read more »

د غټې کولمې ټپ او پړسوب او د ارام خوب لارې چارې

د غټې کولمې پړسوب او ټپ ممکن فزیکي او احساساتي علایم ولري او دواړه ډوله علایم ممکن د ناروغ په خوب خپل اغیز ولري. که چېرې علایم یې سخت وي او درد، د ګېډې نیول کېدنه او رفع حاجت کول ورسره مل وي نو ممکن ناروغ تر څلور ساعتو پورې هم خوب ونشي کړای. که… read more »

په متحده ایالتونو کې د کرون ناروغ معیوب ګڼل کیږي

د کرون د ناروغي علایم ناڅاپي وي او وړاندوینه یې نشي کېدلای او د ژوند لپاره د فعالیت مخنیوی کوي، په دې فعالیت کې کار هم شامل دی. علایم یې ممکن د اوږد مهال لپاره نشته وي خو ممکن ناڅاپه راپیدا شي او د نامالومې مودې لپاره ادامه ولري او له همدې امله ممکن ناروغ… read more »

د کرون د ناروغي لپاره شپږ اضافي درملنې

د هاضمې په کانال کې پیدا کېدونکې اوږدمهاله ناروغي ده، د هامې د کانال په استر کې پړسوب پیدا کوي، هاضمه کې ستونزه پیدا کوي، د خوړو په جذب کې ستونزه پیدا کوي، په کولمو کې د غایطه موادو خوځښت غیرې نورمال کوي. د اوسمهال لپاره کومه درملنه نه لري او په درملو یې یوازې… read more »

د غټې کولمې له پړسوب او ټپ سره د مقاومت لارې چارې او د درملنې بد اغیز

د کولمې د پړسوب ناروغي ده. په دې ډول کسانو کې ایمني سیستم بې کچې زیات فعال وي او په غټې کولمې یې برید کوي. د پړسوب علایم یې د ګېډې نیول کېدنه، نس ناستی او ستړیا وي. درملنه نه لري خو درمل یې علایم ارام ساتلی شي او د بېرته راګرځېدو مخنیوی یې کولای… read more »

د وینې ټیټ فشار ته لنډه کتنه

په انګریزۍ کې ورته (Hypotension) وایي. ټیټ فشار داسې فشار ته وایي کوم چې له نورمال کم وي. ټیټ فشار ممکن جدي نه وي، ممکن جدي وي او یا ممکن د ژوند ګواښونکی وي. د ټیټ فشار عام علایم څه دي ؟ لنډمهاله : په انګرېزۍ کې ورته (acute) وایي، ناڅاپه د فشار کمېدنه وي… read more »

د عقل زوال یا ډیمنشیا ته لنډه کتنه

یو روغتیایي حالت دی او له امله یې انسان خپله حافظه له لاسه ورکوي، د خپل فکر کنټرول نشي کولای او قضاوت نشي کولای. الزایمر ناروغي د ډیمنشیا د رامنځته کېدو تر ټولو لوی لامل دی. نور هغه لاملونه کوم چې ډیمنشیا پیدا کوي په مغز کې د وینې بهېدنه ده، د عصابو د ریښې… read more »

Hallikar – هالي کار

په کاناډا ژبه کې یې نوم (ಹಳ್ಳಿಕಾರ್) لیکل کیږي. د هند په کارناټاکا ایالت کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. هالي کار په سیمه کې د یوې ټولنې نوم دی چېرې چې یاد نسل اخیستل شوی. وروسته لور ته وده کوونکي اوږده ښکرونه لري، غویانو کې غټ کوبی موجود وي، رنګ یې له سپین… read more »

Guzerá – ګوزېرا غوییز

د ګوزېرات نوم هم ورته اخلي. د غوښې لپاره په برازیل کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. له ۱۸۷۰ وروسته برازیل ته د هند کانکرېج غوییز وارد شوي وو، د هند له یاد نسل سره یې برازیل ته له اروپا انتقال شوي تورین کریولو نسل دوه رګه کړی او پایله کې ګوزېرا نسل رامنځته… read more »

Greyman cattle – ګرې مېن غوییز

په ۱۹۷۰ لسیزه کې د استرالیا په کوین لنډ کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. په نسل کې یې د مورې ګرې او براهمن نسل ځانګړنې سره ګډې شوي تر څو د کوین لنډ له تودې هوا سره مقاومت کوونکی نسل رامنځته کړي. رنګ یې له تېز خړ تر سلوري پورې امکان لري، په… read more »

Greek Shorthorn – د یونان لنډ ښکري غوییز

د یونان د شمال لوېدیځ په غرنیو سیمو کې د غوییزو ډېر کم پیدا کېدونکی نسل دی. د مخکینیو پښو په ولیو کې یې قد له ۹۷ تر ۱۱۴ سانتي متره پورې لوړیږي. واړه سرونه او لنډ ښکرونه لري. د غویي وزن یې تر ۳۰۰ کیلو ګرامه او د غوا تر ۲۰۰ کیلو ګرامه پورې… read more »

Old Gloucester – کلوسټر غوییز

د زړو ګلوسټر غوییزو په نوم هم یادیږي. نسل یې د انګلستان په ګلوسټر شېر کې اخیستل شوی. مخکې د کار، غوښې او شیدو لپاره کارېدل خو اوسمهال یوازې د شیدو او غوښې لپاره ساتل کیږي. اوسمهال یې نسل ډېر کم پاتې دی او د نسل اخیستنې چارې یې پیل شوي. د غویي وزن یې… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons