Welcome to Zakria Rahimi

Pachytriton feii

عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین د هېنان په سوېل ختیځ کې او د انهوي په هوانګشن غرونو کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ… read more »

Pachytriton changi

عام نوم نه لري او په خپل علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون یو ډول دی. د چین په ګوانګډونګ کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون

Pachytriton archospotus

عام نوم نه لري او په علمي نوم پېژندل کیږي. په پاکي تریتون نسل کې د تریتون ډول دی. د چین په سوېل کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون

Pachytriton – پاکي تریتون، پاشي تریتون یا پاچي تریتون

د تریتون نسل دی. د چین په سوېل ختیځ کې پیدا کیږي. ټول لس ډولونه پکې شامل دي. پایډل ته ورته لکۍ لرونکی تریتون او چینایي تریتون نومونه هم ورته اخلي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل پاکي تریتون انځور سیاینسي… read more »

Southern banded newt – د سوېل کرښې یا کړۍ لرونکی تریتون

د ارمنستان په لوري ولایت کې، عراق، اردن، اسرایل، لبنان او سوریه کې پیدا کیږي. د ډول علمي نوم یې (Ommatotriton vittatus) دی. دوه فرعي ډولونه لري یو یې (O. v. vittatus) په ترکیه، اسرایل او سوریه کې پیدا کیږي او بل یې (O. v. ciliensis) یوازې په ترکیه کې دی. ښځه یې له نر… read more »

Northern banded newt – د شمال کړۍ یا کرښې لرونکی تریتون

د روسې په سوېل کې، د ارمنستان او جورجیا په لوېدیځ قفقاز کې او د ترکې په شمال ختیځ کې پیدا کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Ommatotriton ophryticus) دی. مخکې دسوېل کرښې یا کړۍ لرونکي تریتون فرعي ډول ګڼل کېده خو په ۲۰۰۵ کې (Litvinchuk and colleagues) جلا ډول وګڼه. د لکۍ اوږدوالی یې… read more »

Ommatotriton – اوماتو تریتون

کړۍ لرونکی یا کرښې لرونکی تریتون (banded newts) یې عام نوم دی. د تریتون نسل دی. درې ډولونه پکې شامل دي. په لوېدیځه اسیا او قفقاز سیمه کې پیدا کیږي. په نسل کې شامل درېواړه ډولونه مخکې په تریتوروس نسل کې ډلبندي شوي وو. ډولونه تر اوسه یې درې ډولونه پېژندل شوي : – د… read more »

Anatolia newt – د اناتولیا تریتون

د ترکې په اناتولیا یا کوچنۍ اسیا کې پیدا کیږي. خواړه یې حشرې دي. د غړو شمېر د طبیعي چاپیریال د ویجاړېدو له امله کم شوی. په انګریزۍ کې ورته (Strauch’s spotted newt) نوم هم اخلي. ساینسي نوم یې (Neurergus strauchii) دی. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا… read more »

Luristan newt – د لورستان تریتون

د قیصر تریتون، د قیصر غره تریتون، قیصر خال لرونکی تریتون، امپراتور خال لرونکی تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Neurergus kaiseri) دی. د ایران په زګروس غره کې پیدا کیږي. د ډول غړي یې ډېر کم پاتې دي او له همدې امله یې په ځینو ژوبڼونو کې د نسل اخیستنې… read more »

Kurdistan newt – د کوردستان تریتون

د لوېدیځ ایران او شمال ختیځ عراق په کردستان سیمه کې پیدا کیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Neurergus derjugini) دی. دوه فرعي ډولونه هم لري : ساینسي نومونه یې (Neurergus derjugini derjugini and Neurergus derjugini microspilotus) دي. دوېم فرعي ډول ته یې ځینې خلک اورومان داغ تریتون عام نوم هم اخلي. په ۱۹۱۶ کې… read more »

Azerbaijan newt – د ازار بایجان تریتون

د یورمیا بند تریتون یا د زېړو خالونو لرونکی تریتون په نومونو هم یادیږي. نوم یې د ” ازارباینجان تریتون ” دی خو په ازاربایجان هېواد کې نشته دي بلکې د ایران په ازاربایجان سیمه کې پیدا کیږي. د ډول علمي نوم یې (Neurergus crocatus) دی. د یورمیا بند لویدیځ لور ته غرونو کې، په… read more »

Neurergus – نیورېرګوس

په سالامانډریډای کورنۍ کې د تریتون نسل دی. په ترکیه او ایران کې پیدا کیږي. د رنګ له امله یې ځینې خلک په بندو ځایونو کې د نسل اخیستنې لپاره ساتي. په طبیعت کې داسې سیندونو او ډنډونو کې ژوند خوښوي چې چار چاپېره یې ځنګلونه او بوټي موجود وي. د نیورېرګوس نسل د ټولو… read more »

Smooth newt – هوار تریتون

اروپایي تریتون، د شمالي تریتون او عام تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton vulgaris) دی. په اروپا کې او د اسیا په ځینو سیمو کې پیدا کیږي. وروسته استرالیا ته هم انسانانو انتقال کړي. د بدن پاسه برخه یې نسواري ته ورته رنګ لري او په خپل رنګ کې د… read more »

Schmidtler’s smooth newt – د شمېټلر هوار تریتون

د ډول علمي نوم یې (Lissotriton schmidtleri) دی. په شمال لوېدیځ یونان او شمال ختیځې بلغاریا کې پیدا کیږي. له بوسفوروس تر اناتولیا پورې سیمه کې هم شته دي. په ۱۹۸۸ کال کې کریسټوفر رکس ورتي په لمړي ځل تشرېح کړی او په تریتوروس نسل کې یې د هوار تریتون د فرعي ډول په توګه… read more »

Carpathian newt – د کارپاتیان غره تریتون

د مونتاندون تریتون په نوم هم یادیږي. د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton montandoni) دی. په چېک جمهورېت کې، رومانیا، سلواکیا، پولنډ او یوکراین کې پیدا کیږي. تر لس سانتي متره پورې اوږدوالی لري. په سیندونو، د ګرمو سیمو ځنګلونو، تازه اوبو، ډنډونو، څرځایونو کې ژوند کوي. د ژوند لپاره د چاپېریال د ویجاړېدو له… read more »

Caucasian smooth newt – د قفقاز هوار تریتون

د ډول علمي نوم یې (Lissotriton lantzi) دی. په روسیه له ډون سیند سره نږدې، جورجیا، ارمنستان، ازاربایجان او د ترکې شمال ختیځ کې پیدا کیږي. د سمندر په سطحه کې او د سمندر له سطحې تر ۲۵۰۰ متره پورې لوړو سیمو کې ژوند کوي. مخکې د هوار تریتون فرعي ډول ګڼل کېده اوس جلا… read more »

Kosswig’s smooth newt – د کوسویګ هوار تریتون

د ډول علمي نوم یې (Lissotriton kosswigi) دی. د اناتولیا په شمال ختیځ کې پیدا کیږي. په ۱۹۵۵ کال کې په تریتوروس نسل کې شامل کړل شوی وو او د ډول مخکینی ساینسي نوم یې (Triturus vulgaris kosswigii) وو، همداسې د هوار تریتون فرعي ډول ګڼل کېده. وروسته له دې چې جنتیکي مالوماتو په ډاګه… read more »

Italian newt – ایټالوی تریتون

د ډول علمي نوم یې (Lissotriton italicus) دی. د ایټالیا د ګرمو سیمو په ځنګلونو او بوټو لرونکو ځمکو کې پیدا کیږي. د تازه اوبو په ډنډونو کې، څر ځایونو کې، د کرنې ځمکو کې، د کلیوالو سیمو باغونو کې، کانالونو کې هم شته وي. د طبیعي ځمکو جوړښت کې د بدلون له امله او… read more »

Palmate newt – د پراخو منګولو لرونکی تریتون

د ډول علمي نوم یې (Lissotriton helveticus) دی. په لویدیځې اروپا کې پیدا کېدونکی د تریتون ډول دی. له انګلستان د هسپانیا تر اېبریا ټاپوزمې پورې پیدا کیږي. له پنځه تر لس سانتي متره پورې اوږدوالی لري. زیتون ته ورته یا نسواري رنګ کې وي، په خپل رنګ کې د بل رنګ خالونه لري. د… read more »

Greek smooth newt – د یونان هوار تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton graecus) دی. د تریتون یو ډول دی، د بالکان په سوېل کې، کرواېشیا، مونتېنېګرو، البانیا، د مکدونیا په شمال کې، بلغاریا او یونان کې پیدا کیږي. په ۱۹۰۶ کال کې ویلي وېلټرسټوف د (Triton vulgaris graeca) په توګه تشرېح کړی وو او د هوار تریتون فرعي ډول یې ګڼلی… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons