Welcome to Zakria Rahimi

Bosca’s newt – د بوسکا تریتون

د ډول ساینسي نوم یې (Lissotriton boscai) دی پخوانی ساینسي نوم یې (Triturus boscai) وو. د ایبېریا تریتون په نوم هم یادیږي. په پرتګال او د هسپانیا په لویدیځ کې پیدا کیږي. نوم یې د هسپانیا د دوه ژواکو د مطالعه کوونکي اډوارډو بوسکا له نوم څخه اخیستل شوی. تشرېح د ښځې د بدن اوږدوالی… read more »

Lissotriton – لیسوتریتون

د تریتون نسل دی، د اروپا په مختلفو هیوادونو کې پیدا کیږي، د کوچنۍ اسیا په ځینې سیمو کې هم شته دي. لکه د تریتون د نورو ډولونو په څېر خپله لاروای دوره په اوبو کې تېروي، بشپړ ودې ته رسېدلی یې په وچه کې ژوند کوي او د مثل د تولید لپاره بېرته اوبو… read more »

Japanese fire-bellied newt – جاپانی سور ګېډی تریتون

د ډول علمي نوم یې (Cynops pyrrhogaster) دی. اصلي ځای یې جاپان دی. د بدن پاسه برخه یې خیره رنګ لري خو د ګېډې رنګ یې روښانه سور رنګ کې وي. له سیمې، جنتیک او عمر زیاتېدو سره یې رنګ کې بدلون رامنځته کېدای شي. بشپړ ودې ته رسېدلی یې له ۸ تر ۱۵ سانتي… read more »

Yunnan lake newt – د یونان د بند تریتون

د ډول علمي نوم یې (Cynops wolterstorffi) دی. د تریتون په اوسمهال کې له منځه تللی ډول دی. د چین د یونان سیمې په کونمینګ بند کې پیدا کېده. په کمو ژورو اوبو کې یې ژوند کوه. له ۱۹۶۹ کال څخه را په دیخوا په طبیعي چاپېریال کې نه دی لیدل شوی. د نسل د… read more »

Dayang newt – ډایانګ تریتون

د ډول علمي نوم یې (Cynops orphicus) دی. اصلي ځای یې چین دی. په ګوانګډونګ سیمه کې پیدا کیږي. په ۱۹۳۶ کې د مطالعې لپاره له ډایانګ سیمې نیول شوي وو. د چین په مرکزي فوجیان سیمه کې هم شته دي. په وړو ډنډونو او بندونو کې ژوند کوي او د ژمي د خوب لپاره… read more »

Chinese fire belly newt – چیناي سور ګېډی تریتون

د منځنۍ کچې زهرجن پوستکی لري. د پوستکي ترشح کېدونکي زهر یې په بنسټیزه توګه ټېټرو ډوټوکسین دي. که چېرې یې زهر د انسان له پوستکي سره اړیکه کې شي پوستکی بې حسه کوي او نا ارامتیا پکې پیدا کوي خو که چېرې بدن ته یې داخل شي نو ژوند یې ګواښلی شي. د ډول… read more »

Fuding fire belly newt – فوډینګ سور تریتون

د ډول علمي نوم یې (Cynops fudingensis) دی. د چین د فوجیان د شمال ختیځ په فوډینګ سیمه کې پیدا کیږي. د جنتیک له مخې چینایي سور ګېډي تریتون ته ورته والی لري او په مورفولوجیکي توګه ډایانګ سور ګېډي تریتون ته ورته دی خو له دواړو یې د ژوند سیمه جلا ده. په سینوپس… read more »

Sword-tail newt – تورې ته ورته لکۍ لرونکی تریتون

زېړ ګېډی تریتون، اوکیناوا تریتون نومونه هم ورته اخلي. د ډول علمي نوم یې (Cynops ensicauda) دی. د جاپان د روکیو ټاپوګانو په ټولګه کې پیدا کیږي. د نسل غړي یې ډېر کم پاتې دي او نوم یې د جاپان د دوه ژواکو په سور نوملړ کې دی. پوستکی یې زهر ترشح کوي. پراخ سر… read more »

Chuxiong fire-bellied newt – چیوشیونګ سور ګېډی تریتون

د نیله لکۍ لرونکی سور ګېډی تریتون نوم هم ورته اخلي. د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cynops cyanurus) دی. د چین په ګویجو او یونان سیمو کې پیدا کیږي. د ټیټو هوارو ځمکو په لندو ځنګلونو کې ژوند کوي. لاروای پړاو د تازه اوبو په ډنډونو کې تېروي. د ژوند لپاره د چاپېریال… read more »

Chenggong fire belly newt – چېنګونګ سور ګېډی تریتون

د ډول علمي یا ساینسي نوم یې (Cynops chenggongensis) دی. د چین د تریتون یو ډول دی. د چین د یونان سیمې د چېنګونګ ولسوالۍ په شویټن کې پیدا کیږي. ساینسي ډلبندي ډومین یوکاریوټا پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس دوه ژواکي ډله یوروډېلا کورنۍ سالامانډرېډای فرعي کورنۍ پلورو ډېلیني نسل سینوپس

د ټولې نړۍ د تریتون نوملړ

سینوپس تریتون لیسوتریتون نیورېرګوس پاکي تریتون تریتوروس تیلوتوتریتون د لاوس زخې لرونکی تریتون پلوروډېلز اېکتیو سورا ایکینو تریتون تاریچا کالو تریتون اوپروکتوس نوتو فتالموس

Fire belly newt – سور ګېډی تریتون

مختلف ډوله تریتون دي کوم چې د تریتون یو نسل جوړوي، نسل ته یې سینوپس نوم اخلي، اصلي ځای یې چین او جاپان دی. ګېډه یې روښانه سور یا زېړ رنګ لري خو دا ډول رنګ د نورو نسلونو په تریتون کې هم شته وي. پوستکی یې زهر ترشح کوي او که چېرې د انسان… read more »

Foire d’empoigne

۱ – داسې ځای چېرې چې یو له بل څخه د ډېر څه ترلاسه کولو یا غلا کولو په لټه کې وي. ۲ – داسې حالت په کوم کې چې هر کس له بل سره د شخصي ګټو لپاره په شخړه یا دفاع کې بوخت وي. ۳ – له بل سره د سیالي یا شخړې… read more »

Ctenodactylomorphi – سي ټېنو ډکټیلو مورفي

له هیسټریکومرفا فرعي ډلې (شکوڼ ډولو) لاندې ډله ده. دوه په اوسمهال کې ژوند کورنۍ سي ټېنو ډکټیلیډاي (ګنډي) او ډایاټومایډای (لاووسی د ډبرو موږک) پکې شامل دي. ساینسي ډلبندي پاچایي ژوي فایلم کورډاټا کلاس تی لرونکي ډله شخوند وهونکي فرعي ډله هیستریکومورفا له ډلې لاندې ډله سي ټېنو ډکټیلو مورفي

Buelingo – بیولېنګو غوییز

د امریکا د کمر بند لرونکو غوییزو عصري نسل دی. نسل یې د ډاکوټا په شمال کې اخیستل شوی. په ۱۹۷۰ لسیزه کې د نسل مالک رس بیولینګ وو د چا له نوم چې د نسل نوم هم اخیستل شوی. سور یا تور رنګ کې د غوښې لپاره کارېدونکي غټ غوییز دي، په تنه کې… read more »

Holstein Friesian – هولسټاین فریژن

د شیدو لپاره د غوییزو د نسلونو نړیوال ګروپ دی. نسل یې په فریژیا کې اخیستل شوی. د شمالي هالنډ او د جرمني له شلېس وېګ هولسټاین ترمنځ له سیمې خپاره شوي. په ټوله نړۍ کې د شیدو په بازار کې لویه ونډه اخیستونکی نسل ګڼل کیږي. تر ۱۶۰ زیاتو هیوادونو کې شته دي. د… read more »

مثبت او منفي فکر ستاسې زهن څرنګه پراخولای او تنګولای شي ؟

مونږ تقریبا ټول غواړو چې د منفي فکر په پرتله مثبت فکر ولرو خو په ډېره اسانۍ د منفي فکر په لور ګام هم اخلو. مثبت فکر یوازې خوښ اوسېدو یا هم خوشبینه فکر لرلو ته نه وایي او نه هم مسکا کوونکی کس مثبت فکر لرونکی کس وي. مثبت فکر لرونکی کس ژوند کې… read more »

Zwicky

.Swiss astrophysicist (1898-1942), he notably drew up a photographic catalog of the galaxies د سویس ستور فزیک پوه  (په ۱۸۹۸ کې پیدا شوی او په ۱۹۴۲ کې مړ شوی)، د کهکشانونو تشرېح لرونکی نوملړ یې رسم کړی.

Zwicky

.Astrophysicien Suisse (1898-1942), il a notamment dressé un catalogue photographique des galaxies د سویس ستور فزیک پوه (په ۱۸۹۸ کې پیدا شوی او په ۱۹۴۲ کې مړ شوی)، د کهکشانونو تشرېح لرونکی نوملړ یې رسم کړی.

زویکي

د سویس ستور فزیک پوه وو (په ۱۸۹۸ کې پیدا شوی او په ۱۹۴۲ کې مړ شوی)، د کهکشانونو تشرېح لرونکی نوملړ یې رسم کړی.

Sidebar



Share
Hide Buttons