Welcome to Zakria Rahimi

Boškarin – بوسکارین غوییز

د ایستریا، سلوانیا او کرو اېشیا د شیدو لپاره د غوییزو نسل دی. نسل یې تقریبا له ورکېدو سره مخ وو خو د ایستریا د غوییزو د نسل اخیستنې فدراسیون یې د نسل اخیستنې پروګرام بیا پیل کړ او اوسمهال ۳۵۰ غوا ګانې او ۸ غویان موجود دي. خړ رنګ لري. پوز یې تور رنګ… read more »

Bretonne Pie Noir – د بریتاني ټاپو تور پي غوييز

د شیدو لپاره د وړو غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې د شمال لوېدیځ په بریتاني کې اخیستل شوی. د بدن د وړې کچې له امله په داسې څر ځایونو کې هم پاېدلی شي چېرې چې واښه کم وي. په ۱۸۸۶ کال کې یې لمړی د یادون کتاب جوړ شو. د ۲۰ پېړۍ په… read more »

Butana and Kenana cattle – بوتانا او کېنانا غوییز

د لنډ ښکرو زېبو غوییزو د ګروپ برخه ده. په ختیځه افریقا کې ساتل کېدونکي نسلونه دي. نسل یې د شیدو لپاره کاریږي. د نسل نوم یې د سوډان د خرطوم له بوتانا سیمې اخیستل شوی. کېنانا نسل یې بیا د سپین او نیله نیل ترمنځ سیمه کې پیدا کیږي. د پاکستان د سندي او… read more »

Blaarkop – بلارکوپ

په هالنډۍ ژبه کې یې د نومو مانا تڼاکې سر ده ځکه چې د سترګو چار چاپېره تڼاکو ته ورته کړۍ لري. د هالنډ په ګرونېنګن ولایت کې یې نسل اخیستل شوی. په اسنادو کې یې د نسل یادونه په ۱۴ پېړۍ کې شوې. کلکه د ځواکمنو عضلو تنه، ځواکمنې پښې او لنډ ښکرونه لري…. read more »

Berrenda cattle – بېرېنډا غوییز

د هسپانیا د اندالوزیا سیمې د غوییزو نسل دی. دوه ډولونه لري : یو یې سور بېرېنډا او بل یې تور بېرېنډا دی. دواړه ډولونه په کلیو کې ساتل کیږي او د کلیو له داسې چاپېریال سره چې تود اوړی او سوړ ژمی لري بلدتیا لري.

Beefalo – بیفالو غوییز

د بوس توروس او د امریکا د بیسون دوه رګه نسل دی. د بیسون له غوا او بوس توروس له غویي رامنځته شوي. د نسل اخیستنې موخه یې د غوښې د تولید لپاره د دواړو ژو د ځانګړنو یو ځای کول وو. په جنتیک کې په بنسټیزه توګه غوییز دي.کوم غوییز چې تر ۳۷.۵% پورې… read more »

Arouquesa – اروکېزا غوییز

د نوم تلفظ یې د پرتګالی ژبې دی. د پرتګال د غوییزو نسل دی. د اروپایي کمیسون لخوا یې د نسل نوم او جغرافیه دواړه د قانون له مخې محفوظ شوي. د غویي قد یې تر ۱۳۶ سانتي متره او د غوا تر ۱۲۶ سانتي متره پورې لوړیږي. وزن یې له ۳۶۰ تر ۴۳۰ کیلو… read more »

Allmogekor – الموجکور غوییز

د سویډن د غوییزو سیمه ایز نسل دی. د نوم مانا یې “کلیوال غوییز” ده. نسل یې مختلف ډولونه لري. د بوهوسکولا، رېنګامالاکو او وانېکو ډولونه په جلا کتاب کې راجستر کیږي. د فیالنارا ډول یې په جلا کتاب کې راجستر کیږي. د روډکولا ډول یې جلا د یادون کتاب لري. د الموجکور نسل ټول… read more »

Eastern gorilla – د ختیځ ګوریلا

د ډول علمي نوم یې (Gorilla beringei) دی، په ګوریلا نسل کې تر ټولو غټ لومړني ژوي ګڼل کیږي. په اوسمهال کې یې ډول په دوه فرعي ډولونو وېشل شوی. ۶۸۰۰ غړي یې د ختیځ د ټیټو ځمکو ګوریلا (G. b. graueri) کې او تقریبا ۱۰۰۰ غړي یې غرنۍ ګوریلا (G. b. beringei) کې شامل… read more »

Albanian Prespa cattle – د البانیا پرېسپا غوییز

د البانیا د غوییزو نسل دی. د بوشا غوییزو د نسل لنډی ډول ګڼل کیږي. په بنسټیزه توګه د کار لپاره ساتل کیږي خو ځینې خلک یې د شیدو او غوښې لپاره هم کاروي.

Aceh cattle – اسې غوییز

په اېندونیزیایي ژبه کې ورته (Sapi aceh) نوم اخلي. په انګریزۍ کې ورته (Acehnese cattle) نوم هم کاریږي. د اېندونیزیا د سوماترا په شمال کې د اسې سیمې غوییز دي. په اېندونیزیا کې یو تر ټولو زیات د غوییزو ساتل کېدونکی نسل دی.

Cholistani cattle – کولیستاني غوییز

چولستاني نوم هم ورته اخلي. د پاکستان په پنجاب کې د غوییزو نسل دی. نسل یې د زېبو غوییزو د ګروپ برخه ده. په بڼسټیزه توګه د شیدو د غوییزو په توګه کاریږي. نوم یې د رحیم یار خان، بهاولپور او بهاوالنګار سیمې کې د سارا نوم دی. خړ نسواري او تور رنګ کې غوییز… read more »

Chinese Black and White – چینايي تور او سپین غوییز

په انګرېزی کې ورته (Chinese Black Pied) نوم هم اخلي. د چین د شیدو لپاره د غوییزو نسل دی. له سیمه ایزو غواګانو سره یې هغه غوییز دوه رګه کړي کوم چې یې په ۱۸۷۰ کې له کاناډا، انګلستان، متحده ایالتونو او هالنډ وارد کړي. په ټول چین کې پیدا کېدونکي د شیدو غوییز دي…. read more »

Chillingham cattle – چېلېنګم غوییز

د چېلېنګم وحشي غوییزو په نوم یې هم یادوي. د انګلستان د نارتمبرلنډ د چېلېنګم ماڼۍ په یوه بند پارک کې غوییز دي. په ۲۰۲۲ کې ټولټال ۱۳۸ غوییز پکې وو له یاد شمېر څخه تقریبا نیم غویان او نیمې غواګانې وې. په جنتیکي توګه له سلګونو کلونو له نورو غوییزو جلا دي. همداسې د… read more »

Charolais cattle – شارولې غوییز

نوم یې شارولېز هم تلفظ کیږي. د فرانسې د غوییزو نسل دی. نسل یې د تورین غوییزو د ګروپ برخه ده. د نسل نوم یې له شارولې سیمې اخیستل شوی. د غوښې لپاره ساتل کېدونکي غوییز دي، نسل اخیستونکي یې له هېرفورډ او انګس غوییزو سره د دوه رګه کېدنې لپاره هم کاروي. د نړۍ… read more »

Chianina – کیانینا یا چیانینا غوییز

ایټالوی تلفظ یې کیانینا دی. د ایټالیا د غوییزو نسل دی. غټ سپین غوییز دي، مخکې یوازې د کاري موخې لپاره ساتل کېدل خو اوس یوازې د غوښې لپاره ساتل کیږي. د نړۍ په غټو او تر ټولو زړو نسلونو کې یو دی. له غوښې څخه یې د ایټالیا (bistecca alla fiorentina) کباب پخیږي. د… read more »

Carinthian Blondvieh – د کارانتیا بلاندوي غوییز

په جرمني ژبه کې یې نوم (Kärntner Blondvieh) لیکل کیږي. د غوییزو زوړ نسل دی. نسل یې د اتریش په کارانتیا کې اخیستل شوی. سپین یا روښانه زېړ رنګ کې وي. غویی یې له ۸۰۰ تر ۸۵۰ کیلو ګرامه او غوا یې له ۵۰۰ تر ۶۰۰ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. مخکې یې غویان د… read more »

Caracu – کاراکو غوییز

د غوښې لپاره په برازیل کې اخیستل شوی نسل دی. نسل کې یې د اروپا کریولو غوییز کوم چې له اروپا برازیل ته انتقال شوي کارېدلي. په خپل ځان کې کم زېبوین لري. د درې موخو لپاره یې مخکې نسل کارېده. نسل یې د کار، ټرانسپورټ او غوښې لپاره اخیستل شوی. په ۲۱ پېړۍ کې… read more »

Canadienne cattle – کاناډایي غوییز

نوم یې فرانسوي کې مفرد مونث نوم دی. تور کاناډایي غوییز نوم هم ورته اخلي. نسل یې په ۱۶ پېړۍ کې له فرانسوي کانډایي او تور جېرسي غوییزو اخیستل شوی. تر ۱۹ پېړۍ پورې عام ساتل کېدونکي څاروي وو. خو سیمې ته د نورو غوییزو وارېدېدو کم کړل او ورپسې تر ټولو عام ساتل کېدونکي… read more »

Campbell Island cattle – د کمپ بېل ټاپو غوییز

د کورنیو شویو غوییزو وحشي شوی نسل وو. د نیوز لنډ په کمپ بېل ټاپو کې ازاد ګرځېدل. په ۱۹۷۶ کې یې چې کوم انځورونه اخیستل شوي داسې ښي چې پلرونو کې یې د لنډ ښکرو غوییزو نسل هم شته وو. اوسمهال یې ټول غوییز له منځه تللي. سیمې ته غوییز او مېږې په ۱۹۰۲… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons