Welcome to Zakria Rahimi

Airbus CityAirbus – اېربس سیټي اېربس

اېربس سیټي اېربس د څو هېوادونو ګډه پروژه ده او اېربس هیلیکوپټرز شرکت کار پرې کوي. موخه یې په عمودي توګه ناسته او الوت کوونکې برېښنایي الوتکه جوړول دي. یو پیلوټ او څلور مساپرو ته پکې ځای جوړ شوی خو پلان داسې دی چې په بشپړ توګه خودمختاره او بې پیلوټه شي. تر دې مخکې… read more »

Airbus A³ Vahana – اېربس اې ۳ واهانا

په نوم کې یې د (Vahana) مانا د انتقال وسیله ده. برېښناي، په عمودي توګه الوت او ناسته کوونکې الوتکه ده. د جوړونې پروژه یې په ۲۰۱۶ کې پیل شوې. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۸ کال د جنوري په ۳۱ نېټه کړې. په پروژې د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر کې چارې پایی ته ورسېدې. ټولې… read more »

Ammonium tetrathiomolybdate – امونیم ټېټرا تېومولیب ډېټ

کیمیاوي ترکیب دی. فورمول یې دی. د مولیب ډېنم د کیمیاوي تعاملونو او څېړنو لپاره اړینه مالګه ده. په غیرې عضوي بیولوجیکي کیمیا کې د جوړښت د کندې یا تعمیراتي بلاک په توګه کاریږي. له بدن څخه اضافي مس بهر کوي او د سرطان د ډېری ډولونو د درملنې لپاره پرې ازموینې روانې دي. که… read more »

Airbus Helicopters VSR700 – اېربس هیلیکوپټرز وي اېس ار ۷۰۰

د کشف لپاره بې پیلوټه چورلکه ده. لمړۍ الوتنه یې د ۲۰۱۹ کال د نومبر په ۸ نېټه ترسره کړې. تولید شوې خو کارونې ته تر اوسه نه ده سپارل شوې. د طرحې بنسټ یې د کبري جي ۲ چورلکې دی. د تولید لپاره یې تړون د فرانسې سمندري ځواک په ۲۰۱۷ کال کې له… read more »

Airbus Helicopters X6 – اېر بس هیلیکوپټرز اېکس ۶

د اېر بس شرکت جوړ کړی ډېزاین دی. اېربس شرکت غواړي چې د نهو کسانو لپاره دا چورلکه جوړه کړي او د اېر بس هیلیکوپټرز اېچ ۲۲۵ چورلکې کارونکو باندې یې وپلوري تر څو هیلیکوپټرز اېچ ۲۲۵ چورلکې تقاوت کړي او نوې ترلاسه کړي. چورلکې په مارکېټ کې د ګاز او تیلو د شرکتونو لپاره… read more »

AgustaWestland AW189 – اګوسټا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۸۹

د منځنۍ کچې، د پنځه پرو څرخ لرونکې چورلکه ده. په لکۍ کې څرخ یې څلور پرې لري. دناستې لپاره درې ټایرونه یا ټري سایکل ګېر لري. دوه (General Electric CT7-2E1) مایشنونه پکې نصب وي. وړه چورلکه ده او له همدې امله په اوږد واټن کې د الوتنې لپاره مناسبه ګڼل کیږي. په سمندر کې… read more »

Ammonium hexachloroiridate(IV) – امونیم هکساکلورو اېریډېټ(ای وي)

امونیم هکساکلورو اېریډېټ(ای وي) غیرې عضوي ترکیب دی. کیمیاوي فورمول یې دی. د تېز سور رنګه جامد د پېچلي ایریډیم(ای وي) امونیم مالګه ده. سوداګریز ارزښت لرونکی دایریډیم ترکیب دی. ورسره تړاو لرونکی خو ناسم تعریف شوی ایریډیم تېتراکلورایډ دی کوم چې ډېری وخت د یو بل په ځای کاریږي. جوړښت او ترکیب د کرېسټالوګرافي… read more »

Canchim – کانچېم غوییز

د غوښې لپاره په مرکزي برازیل کې اخیستل شوی د غوییزو نسل دی. په نسل اخیستنه کې یې شارولې او اېندوبرازیل غوییز کارېدلي.

Bushuyev cattle – بوشویف غوییز

په روسۍ ژبه کې یې نوم (Бушуевская) لیکل کیږي، تلفظ یې بوشویف سکایا دی. د ازبکستان د غوییزو نسل دی. نسل یې د سیمه ایزو زېبو غوییزو او د لوېدیځې اروپا د شیدو لپاره د غوییزو له نسلونو دوه رګه شوی. سپین رنګ کې تور خاپونه لري.

Diammonium phosphate – ډایامونیم فوسفېټ

د ډایامونیم هایډروجن فوسفېټ په نوم هم یادیږي. کیمیاوي فورمول یې دی. د امونیم فوسفېټ مالګو د هغې لړۍ برخه ده کومې چې اوبو کې د حل کېدو وړ دي. له فاسفوریک اسیدو سره د امونیا له تعامل څخه رامنځته کیږي. جامد ډایامونیم فوسفېټ د امونیا د جلا کېدنې فشار ښي لکه د لاندې فورمول… read more »

Ammonium chromate – امونیم کرومېټ

یو ډول مالګه ده. مونوکلینیک کریسټال جوړوي. له امونیم هایډروکسایډ او امونیم ډایکرومېټ جوړیږي او په انځور اخیستنه کې د جېلاتین د پوښنې لپاره د حساس کوونکي په توګه کاریږي. ډیری وخت په انځور ګرۍ کې، د نساجي په پرنټ کې، په وړۍ د کرومېټ رنګونو په کارونه کې کاریږي. د کیمیاوي تعامل لپاره د… read more »

Boškarin – بوسکارین غوییز

د ایستریا، سلوانیا او کرو اېشیا د شیدو لپاره د غوییزو نسل دی. نسل یې تقریبا له ورکېدو سره مخ وو خو د ایستریا د غوییزو د نسل اخیستنې فدراسیون یې د نسل اخیستنې پروګرام بیا پیل کړ او اوسمهال ۳۵۰ غوا ګانې او ۸ غویان موجود دي. خړ رنګ لري. پوز یې تور رنګ… read more »

Bretonne Pie Noir – د بریتاني ټاپو تور پي غوييز

د شیدو لپاره د وړو غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې د شمال لوېدیځ په بریتاني کې اخیستل شوی. د بدن د وړې کچې له امله په داسې څر ځایونو کې هم پاېدلی شي چېرې چې واښه کم وي. په ۱۸۸۶ کال کې یې لمړی د یادون کتاب جوړ شو. د ۲۰ پېړۍ په… read more »

Butana and Kenana cattle – بوتانا او کېنانا غوییز

د لنډ ښکرو زېبو غوییزو د ګروپ برخه ده. په ختیځه افریقا کې ساتل کېدونکي نسلونه دي. نسل یې د شیدو لپاره کاریږي. د نسل نوم یې د سوډان د خرطوم له بوتانا سیمې اخیستل شوی. کېنانا نسل یې بیا د سپین او نیله نیل ترمنځ سیمه کې پیدا کیږي. د پاکستان د سندي او… read more »

Blaarkop – بلارکوپ

په هالنډۍ ژبه کې یې د نومو مانا تڼاکې سر ده ځکه چې د سترګو چار چاپېره تڼاکو ته ورته کړۍ لري. د هالنډ په ګرونېنګن ولایت کې یې نسل اخیستل شوی. په اسنادو کې یې د نسل یادونه په ۱۴ پېړۍ کې شوې. کلکه د ځواکمنو عضلو تنه، ځواکمنې پښې او لنډ ښکرونه لري…. read more »

Berrenda cattle – بېرېنډا غوییز

د هسپانیا د اندالوزیا سیمې د غوییزو نسل دی. دوه ډولونه لري : یو یې سور بېرېنډا او بل یې تور بېرېنډا دی. دواړه ډولونه په کلیو کې ساتل کیږي او د کلیو له داسې چاپېریال سره چې تود اوړی او سوړ ژمی لري بلدتیا لري.

Beefalo – بیفالو غوییز

د بوس توروس او د امریکا د بیسون دوه رګه نسل دی. د بیسون له غوا او بوس توروس له غویي رامنځته شوي. د نسل اخیستنې موخه یې د غوښې د تولید لپاره د دواړو ژو د ځانګړنو یو ځای کول وو. په جنتیک کې په بنسټیزه توګه غوییز دي.کوم غوییز چې تر ۳۷.۵% پورې… read more »

Arouquesa – اروکېزا غوییز

د نوم تلفظ یې د پرتګالی ژبې دی. د پرتګال د غوییزو نسل دی. د اروپایي کمیسون لخوا یې د نسل نوم او جغرافیه دواړه د قانون له مخې محفوظ شوي. د غویي قد یې تر ۱۳۶ سانتي متره او د غوا تر ۱۲۶ سانتي متره پورې لوړیږي. وزن یې له ۳۶۰ تر ۴۳۰ کیلو… read more »

Allmogekor – الموجکور غوییز

د سویډن د غوییزو سیمه ایز نسل دی. د نوم مانا یې “کلیوال غوییز” ده. نسل یې مختلف ډولونه لري. د بوهوسکولا، رېنګامالاکو او وانېکو ډولونه په جلا کتاب کې راجستر کیږي. د فیالنارا ډول یې په جلا کتاب کې راجستر کیږي. د روډکولا ډول یې جلا د یادون کتاب لري. د الموجکور نسل ټول… read more »

Eastern gorilla – د ختیځ ګوریلا

د ډول علمي نوم یې (Gorilla beringei) دی، په ګوریلا نسل کې تر ټولو غټ لومړني ژوي ګڼل کیږي. په اوسمهال کې یې ډول په دوه فرعي ډولونو وېشل شوی. ۶۸۰۰ غړي یې د ختیځ د ټیټو ځمکو ګوریلا (G. b. graueri) کې او تقریبا ۱۰۰۰ غړي یې غرنۍ ګوریلا (G. b. beringei) کې شامل… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons