Welcome to Zakria Rahimi

Béarnaise cattle – بې ارنېز غوییز

د فرانسې د کورنیو غوییزو نسل دی. نسل یې د فرانسې د سوېل لویدیځې سیمې په (Béarn) ولایت کې اخیستل شوی. په ۱۹۲۰ کې یې نسل له نورو غوییزو سره دوه رګه شو او پایله کې یې بلاند دو پېرینې نسل رامنځته شو. وروسته بلاند دو پېرینې له بلاند دو کیورسي او ګارونېز غوییزو سره… read more »

Bazadaise – بزادېز غوییز

د بزا خړ (Grise de Bazas) په نوم هم پېژندل کیږي. د سوېل لویدیځې فرانسې د نووېل اکیتېن د جېروند له بزا سیمې یې نوم اخیستل شوی. په یاده سیمه کې هر کال د څوربې تنې غوییز هم نندارې ته وړاندې کیږي. مخینه د جیروند او پیرینې سیمې د کاري غوییزو نسل دی. د نسل… read more »

Barzona – بارزونا غوییز

د متحده ایالتونو د غوییزو نسل دی. په ۱۹۴۰ لسیزه کې یې نسل د ارېزونا د غرنیو سیمو په لوړه سارا کې اخیستل شوی. په نسل اخیستنه کې یې انګس، افرینکنر، هېرفورډ او د غوښې لنډ ښکري غوییز کارېدلي. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې له حشرو او ناروغیو سره مقاومت پام کې نیول شوی… read more »

Barrosã – باروسا

دپرتګال د غوییزو نسل دی. د اروپایي کمیسون له لوري یې د نسل نوم او سیمه د قانون له مخې محفوظ شوي.

Bargur Cattle – بارګور غوییز

په تمیل ژبه کې یې نوم (பர்கூர்) لیکل کیږي، کناډا ژبه کې یې نوم (ಬರಗೂರು) لیکل کیږي او په مالایالم ژبه کې یې نوم (ബർഗൂർ പശു) لیکل کیږي. نسل یې د هند په تمیل نادو سیمه کې اخیستل شوی. د منځنۍ کچې څوربه تنه لري. رنګ یې سور یا نسواري او خپل کې رنګ سپین… read more »

Baoulé cattle – باوولې غوییز

د لوبي او مېرې په نومونو هم یادیږي. د مالي په سوېل کې د غوییزو اخیستل شوی نسل دی. درې (Bouaké, Bouna, and Dabakala) ډولونه یې کره غوییز ګڼل کیږي. د فولا په نوم پاده پیونکي یې ساتي. لنډي غوییز دي، د مخکینیو پښو په ولیو کې یې د غوا قد له ۹۰ تر ۱۰۰… read more »

Balancer – بېلېنسر غوییز

له ګېلبوي او انګس غوییزو اخیستل شوی دوه رګه نسل دی. د دوه رګه کولو موخه د زیات وزن غوییزو رامنځته کول او د غوښې کیفیت کې ښه والی وو.

Bakosi cattle – باکوسي غوییز

د باکوري او کوسي په نومونو هم یادیږي. د کامېرون نسل دی. د باکوسي په نوم قوم یې نسل اخیستی او د نسل ساتنه یې کوي. د نسل غوییز یې د زوم لخوا ناوې ته ورکول کیږي، د غوښې او پوستکي لپاره ساتل کیږي. رنګ یې له سپین تر تور پورې هر رنګ کې وي… read more »

Baherie cattle – باهري غوییز

د اېرېتریا په ختیځ کې، د مساوا سیمې په سمندر غاړو کې اخیستل شوی نسل دی. په دوه نومونو یادیږي : د باهري نوم مانا یې “د سمندر غوییز” ده او د بېربېرا نوم مانا یې د سومالیا، ادېن او یمن غوییزو ته وایي. دوېم نوم یې د دې غوییزو د پلرونو د ځای ښودنه… read more »

Baggara cattle – باګارا غوییز

د لنډ ښکرو زېبو غوییزو د ګروپ برخه ده. په ختیځه افریقا کې د سوډان نسل دی. د کینیا او ایتوپیا له بوران غوییزو په تنه کې ډنګر دي. نوم یې په مرکزي چاډ او د سوډان لویدیځ کې د باګارا قوم نوم دی. باګارا قوم یاد غوییز د غوښې لپاره فارمونو کې ساتي. باګارا… read more »

Bachaur cattle – باکور غوییز

د هند د غوییزو نسل دی. نسل یې د میتیلا د بیهاري سیمې په شمال کې، په سیتاماري، دربانګا او مدوباني ولسوالیو کې ساتل کیږي. څورب کوچنی بدن لري. له هاریانوي غوییزو سره ورته والی لري.غویی یې د کار لپاره ساتل کیږي، غواګانې یې لکه د نورو کاري غوییزو په څېر د کار لپاره نه… read more »

Eurocopter Tiger – یورو کاپټر ټایګر

د څلورو پرو لرونکې، دوه ماشینونو کارونکې، برید کوونکې چورلکه ده. په ۲۰۰۳ کال کې یې په لمړي ځل کارونه پیل شوه. د جوړونکي شرکت پخوانی نوم یې یورو کاپټر او اوسنی نوم ایربس هیلیکوپټرز دی. طرحه یې د سړې جګړې پر مهال شوې تر څو د ختیځې اروپا د هغو هیوادونو ټانکونه په نښه… read more »

AgustaWestland AW101 – اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۰۱

د پوځ او ملکي خدماتو لپاره کارېدونکې چورلکه ده. لمړی الوتنه یې په کال ۱۹۸۷ کې کړې. د ایټالیا اګوستا او د وېسټ لنډ هیلیکوپټر شرکتونو په ګډه جوړه کړې تر څو یې سمندر کې د چورلکې د کارونې اړتیا پوره او عصري کړي. د انګلستان په شمول ډېری کارونکی لکه دنمارک او پرتګال یې… read more »

Australian Milking Zebu – د استرالیا لېشل کېدونکي زېبو غوییز

په ۱۹۵۰ لسیزه کې استرالیا د پاکستان له ساهیوال او سور سندي غوییزو دوه رګه نسل اخیستی. همداسې یې د نسل ښه کولو لپاره جېرسي، ایلاوارا، ګرنزي اوفریژن غوییز هم کارولي. د نسل اخیستنې پروګرام کې یې د شیدو کچه، له زیاتې تودوخې، کټملو او پرازیتو سره مقاومت هم پام کې نیول شوی وو. رنګ… read more »

Australian Lowline – د استرالیا لولین غوییز

د غوښې لپاره د استرالیا د بې ښکرو غوییزو نسل دی. نسل یې له ابېرډین انګس غوییزو اخیستل شوی. واړه غوییز دي. غویی تر ۴۰۰ او غوا یې تر ۳۲۳ کیلو ګرامه پورې وزن کوي. د مخکنیو پښو په ولیو کې یې قد تر ۱۱۰ سانتي متره پورې لوړیږي. معمولا تور رنګ کې وي خو… read more »

د ټولې نړۍ د الوتکو او چورلکو نوملړ

الوتکه بم غورزونکې الوتکه جنګ کوونکې الوتکه یورو کاپټر ټایګر یورو کاپټر اي سي ۶۳۵ اګوسټا وېسټ لنډ اې ډبلیو ۱۸۹ اېر بس هیلیکوپټرز اېکس ۶ اېربس هیلیکوپټرز وي اېس ار ۷۰۰ اېربس اې ۳ واهانا اېربس سیټي اېربس  اېربس رېسر  یورو کاپټر فېنېک  اېن اېچ اېنډسټریز اېن اېچ ۹۰  اګوستا وېسټ لنډ اې ډبلیو… read more »

Guided Multipurpose Munition – د ګڼو موخو لپاره هدایت کېدونکي مهمات

په انګرېزۍ کې یې لنډیز (GMM) دی. د امریکا او سویډن (Saab Group and Raytheon) په نوم شرکتونه یې جوړوي. نیمه فعال لایزر باندې هدایت کیږي. د لایزر ښودونکي یا ټاکونکي په ذریعه کوم چې د یوه کس لخوا کاریږي او یا هم په توغونکي نصب وي هدایت کیږي. له توغېدو مخکې او وروسته د… read more »

Aralidium – ارالېډیم

په ټورسېلي اېسیای کورنۍ کې د بوټو نسل دی. په نسل کې یوازې یو ډول (Aralidium pinnatifidum) شامل دی. کوچنۍ بوټي ته ورته ونه ده. په سوېل ختیځې اسیا، اېندونیزیا او مالیزیا کې پیدا کیږي. ډلبندي کول یې ستونزمن وو او لامل یې ځکه چې دا بوټی له دواړو ارالي اېسیای او کورن اېسیای سره… read more »

Anarthriaceae – انارتري اېسیای

د وښیزو بوټو د درې نسلونو انارتریا، هوپ کېنسیا او لایجېنیا کورنۍ ده. ګل کوونکي بوټي دي. په ۲۰۱۶ کې په رېسټیون اېسیای کورنۍ کې ورګډه شوې. د ډلبندۍ په ډېرو سیستمونو کې د کورنۍ په توګه نه ده پېژندل شوې خو د انجیو سپرم فیلوجیني ګروپ (APG III system) کې د جلا کورنۍ په… read more »

Alangiaceae – النجي اېسیای

د ډایکوټ یا ډایکوټیلیډن ونو او بوټو کورنۍ ده. له کورن اېسیای سره نږدې تړاو لري. ډایکوټیلیډن داسې ګل کوونکي بوټي دي د کومو چې جنین دوه ډایکوټیلیډن یا د تخم پاڼې لري. د الانګېام په نوم یوازې یو نسل پکې شامل دی او په نسل کې ټول ۱۷ ډولونه شامل دي. ځینې پوهان النجي… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons