Welcome to Zakria Rahimi

احساسات او شخصیت

احساسات ډېر تعریفونه لري یو تعریف یې : احساسات پېچلی غبرګون دی، د کړنې لپاره چمتوالی دی په کوم کې چې فزیولوجیکي بدلون شامل دی. د احساساتو د پېچلتیا له امله د احساساتو تشرېح کول اسانه چاره نه ده. کله مو چې زهن د یو څه کولو په لور هڅوي له دې سره احساسات تل… read more »

We Feel Fine – مونږ ښه احساس کوو

جوناتان هریس او سېپ کاموار په ۲۰۰۵ کې جوړه کړې ویبپاڼه ده، په ۲۰۰۶ کې یې خپلې چارې پکې خپرې کړې. په انټرنیټ کې ویبپاڼه هر لس دقیقې پس د انسان د احساساتو په اړه لټون کوي او په هر بلاګ او ویبپاڼه کې خپره شوې لیکنه لټوي او له موندلو وروسته یې پایله ښي…. read more »

زهني روغتیا څه ده ؟

د زهني روغتیا تعریف د پېژندنې، چلند او احساساتي روغتیا لرنې یا نه لرلو ته زهني روغتیا اصطلاح کاریږي. زهني روغتیا د خلکو د فکر کولو له طریقې، احساس او چلند سره تړاو لري. ځینې خلک زهني روغتیا کلیمه د زهني بې نظمیو نشتون ښودلو لپاره کاروي.   زهني روغتیا لرل یا نه لرل په… read more »

زه ولې سټرس کیږم ؟

په دې ټول پوهیږو چې سټرس څه ډول احساس دی خو ټول په دې نه پوهیږو چې سټرس څه دی. کله چې وایو زه سټرس یم یا دا سټرس کوونکی دی نو دلته مونږ د لاندې دوه یادو شوو په اړه خبرې کوو : – حالت یا پېښه : داسې وخت کوم کې چې باید… read more »

د سټرس پېژندل او د مخنیوي لپاره لارې چارې لټول

۱ – سټرس هر انسان باندې په مختلفه طریقه اغیز کوي. که چېرې په دوامداره توګه تاسې د سټرس د سرچینې پیدا کولو او تعقیب هڅه وکړئ نو د سرچینې پیدا کولو کې مو تجربه زیاتیږي، د خپل ځان په اړه مو پوهه زیاتیږي، په دې کې مو پوهه زیاتیږي چې بدن مو څرنګه سټرس… read more »

Cobot – کوبوټ

بل نوم یې (collaborative robot) دی مانا یې له دوه یا ډېرو داسې برخو جوړ چې له یو بل سره مرسته یا همکاري کوي. داسې ربوټ دی چې له انسان سره په یوه ګډ چاپېریال کې د فعل او انفعال وړتیا لري. هغه روبوټونه کوم چې په صنعت کې له انسان څخه په جلا ځای… read more »

Wild man syndrome – د وحشي سړي سېنډروم

د وحشي خوګ سېنډروم (wild pig syndrome) هم ورته وایي. اروایي او فزیکي په ځانګړي کلتور پورې تړلی سېنډروم دی. د نیو ګیني نران پرې اخته کیږي. په زهني حالت کې یې اغیز کوي او بې کچې فعالیت پکې پیدا کیږي، په خوځښت کې کاواکه کیږي، توکي پټوي د خلکو کورونه لوټ کوي خو د… read more »

د سټرس علایم او د علایمو مخنیوی

سټرس مو ژوند کې فرصت او ننګونې اضافه کوي. سټرس او تشویش مو له دې خبروي چې تاسې باید ژوند کې یو څه کولو ته مخکې له مخکې چمتو واوسئ – له تشویش نه موخه د تشویش بې نظمي نه ده. د بېلګې په توګه سټرس او تشویش مو دې ته چمتو کوي چې د… read more »

Emotions in the workplace – په کار ځای کې احساسات

په کار ځای کې احساسات د خپلمنځي او بهر له نورو سره د خبرو او اړیکو د څرنګوالي ټاکونکي دي. په کار ځای کې پېښې، په پېښې کې پر ګډون کوونکو احساساتي اغیز لري. په کار ځای کې د احساساتي حالت پایلې او له دې رامنځته شوی چلند د افرادو، ګروپ او ټولنې لپاره د… read more »

د نفوذ کولو او هڅونې وړتیا

۱ – نفوذ کول او هڅونه د خبرو اترو یو شکل دی د انسانانو هر ډول فعل او انفعال د خبرو اترو یو شکل دی. په سوداګریزه نړۍ کې، د اغیزمنو خبرو اترو له لارې له نفوذ او هڅونې پرته هېڅ هم نشي ترلاسه کېدای. که چېرې د نړۍ تر ټولو بریالۍ سوداګرۍ په اړه… read more »

له سټرس سره مقاومت

۱- سټرس او د سټرس لامل کېدونکی یا سټرېسور سټرس د نورمال ژوند برخه ده. وخت نا وخت یې هر انسان تجربه کوي. خو ځینې خلک له دوامداره سټرس کړیږي او په ژوند یې منفي اغیز لرلای شي. سټرس زیاتې سرچینې لري لکه : – اړیکې – له مسلکي چارو سره تړلې مسلې – زدکړې… read more »

Earthquake – ځمکلړزه یا زلزله

ځمکلړزه په انګریزۍ کې ورته (quake, tremor or temblor) نومونه هم اخلي. د ځمکې د سطحې لړزه ده د رامنځته کېدو لامل یې د ځمکې په لیتوسفیر کې د انرژي ناڅاپه ازادېدنه یا خپرېدنه ده، د انرژي خپرېدو سره لړزه اي څپې (seismic waves) رامنځته کیږي. لړزه اي څپې د انرژي څپې دي کومې چې… read more »

څرنګه ځان په یو فعال کس بدلولای شو ؟

په انګریزۍ کې دوه کلیمې (proactive and reactive) مختلفې مانا ګانې لري. د (proactive) مانا “یو کس، پالیسي یا کړنه کوم چې یو حالت کنټرول کوي او دا کنټرول د پېښې د رامنځته کېدو ته په غبرګون نه کوي بلکې خپله پېښې رامنځته کوي او کنټرول یې کوي.” د (reactive) مانا “یو محرک یا پېښې… read more »

څه وکړو چې سټرس مو کم شي ؟

۱ – د هغه سټرس مخنیوی وکړئ کوم چې غیرې ضروري دی : د ټول سټرس مخنیوی ناشونی دی. که چېرې تاسې د داسې حالت مخنیوی وکړی په کوم پسې چې باید رسېدنه وشي نو دا تر ټولو نا سالمه طریقه ده. خو په ژوند کې د هغو سټرېسور یا د سټرس لامل کېدونکو مخ… read more »

ښه چلند ښې پایلې لري

ډېری خلک په خپل وخت کم کنټرول لري او ګمان کوي چې ژوند یې پېښو بوخت او کنټرول کړی. د دې خلکو ژوند په ریښتیا خلکو او پېښو نه وي کنټرول کړی بلکې یوازې دوي زهن کې په دې اند وي او له همدې امله په یوه موضوع زیاتې پوهې لپاره کتاب لوستلو ته هم… read more »

د سټرس مخنیوی او کمول

سټرس زمونږ د پېړۍ تر ټولو لویه ننګونه ده. د سټرس پیدا کوونکي حالتونه بې شماره او بیا تکرارېدونکي او پېښېدونکي دي، ځینې حالتونه یې د کاروبار او ورځني ژوند تل پاتې برخه وي. که چېرې حال کې دا حالت وپېژنو او راتلونکې کې یې په اړه وړاندوینه وکړای شو نو د سټرس کمولو یا… read more »

Maurice G. Dantec – موریس جورج دانتېک

د ۱۹۵۹ کال، د جون په ۱۳ نېټه د فرانسې په ګرونوبل کې زېږېدلی او د ۵۷ کلنۍ په عمر د ۲۰۱۶ کال د جون په ۲۵ نېټه مړ شوی. فرانسه کې پیدا شوی کاناډایی د ساینسي افسانو لیکوال او سندر غاړی وو.   بیوګرافي د فرانسې په ګرونوبل کې زېږېدلی. پلار یې جورنالست او… read more »

اغیز، احساس، احساسات او مزاج څه ته وایي ؟

احساسات کولای شي ځواکمن وي   مخکې تر دې چې احساسات وپېژنو لاندې لنډه کیسه کې د یو بیلیونر احساساتو ته کتنه وکړئ   سټیو وین یو احساساتي بیلونر دی. خلک یې د عجیبو غریبو احساساتو او خلاقې، ارامتیا بښونکې علاقې له امله پېژني. یوه ورځ یې په خپل نوم یو هوټل په ۲.۷ بیلیونه… read more »

د احساساتو مدیریت

احساسات زمونږ د ټولو د ژوند لویه برخه ده. هره ورځ مختلف ډوله احساسات تجربه کوو چې د هر یوه یې هر وخت کې کچه کمزورې یا ځواکمنه وي. د ځینو اداره کول یې اسانه چاره ده خو ځینې احساسات ډېر ځواکمن وي او مدیریت یې اسانه چاره نه وي. که چېرې د اوږ مهال… read more »

اوټېزم څه دی ؟

په انګریزۍ کې یې بشپړ نوم (Autism Spectrum Disorder) دی لنډیز یې (ASD) لیکل کیږي. یاد نوم یوه اصطلاح ده, د عصابو د ودې روغتیایي حالتونو لپاره کاریږي. د دې روغتیایي حالتونو ځانګړنه په خبرو اترو او ټولنیز فعل او انفعال کې توپیر دی. په دې ډول خلکو کې په هر څه کې علاقه او… read more »

Sidebar



Share
Hide Buttons